جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ: د افغان طالبانو پلاوی پر ټي ټي پي د خبرو...

پاکستاني رسنۍ: د افغان طالبانو پلاوی پر ټي ټي پي د خبرو لپاره په پټه اسلام اباد ته تللی

تاند (سې شنبه، د حمل ۱) د پاکستان پوځ ته نژدې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د افغانستان د طالبانو د حکومت د استخباراتو یو پلاوی په پټه پاکستان ته تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د ټي ټي پي په اړه د پاکستان پر اندېښنو خبرې وکړي.

ورځپاڼې بې له دې چې د سرچینې نوم یاد کړي، ویلي چې په کابل کې طالب چارواکو تایید کړې چې د استخباراتو د عمومي رييس عبدالله غزنوي په مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته تللی چې پاکستان ته د ټي ټي پي له لوري پر ګواښونو خبرې وکړي.

د ورځپاڼې پر اساس، دا سفر تېره میاشت کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سفر په تعفیب کې کېږي.

خواجه اصف او ورسره مل پلاوي ادعا کړې وه چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د جګړې د مخنیوي او د هغو د مېشتولو لپاره د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

ایکسپریس تریبیون وايي، د افغان طالبانو پلاوي تېره اوونۍ په اسلام اباد کې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره کتلي او د ټي ټي پي د برخلیک په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

ورځپاڼې ته یوې بلې نامعلومې سرچینې ویلي چې له عبدالله غزنوي سره د طالبانو د استخباراتو په پلاوي کې د دې ادارې یو بل مهم غړی محمد وردک هم ملګری دی او دې پلاوي ته بشپړ واک ورکړل شوی چې د ټي ټي ټي په اړه د پاکستان پر اندېښنو خبرې وکړي او پرېکړه وکړي.

د ایکسپریس تریبیون راپور په خپلواک ډول تایید یا ردېدای نه شي او دا احتمال شته چې پوځ ته دا نژدې رسنۍ د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د بې اعتمادۍ د رامنځته کولو لپاره دا ډول راپورونه خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب