Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان یو شمېر سیمې شدیدې زلزلې ولړزولې

د افغانستان او پاکستان یو شمېر سیمې شدیدې زلزلې ولړزولې

تاند (سې شنبه، د حمل ۱) د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمول په یو شمېر ولایتونو او دغه راز د پاکستان په شمال کې نن ماښام د شدیدې زلزلې ټکان احساس شو.

رویټرز خبري اژانس وايي، چې د دې زلزلې ټکن د هند په پلازمېنه نوي دیلي کې هم احساس شوی دی.

هندي رسنۍ بیا وايي، د دې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۸ درچې و، مرکز د افغانستان دهندوکش په غرونو کې تر مځکې ۱۸۴ کیلومتره لاندې و.

د زلزلې ټکانونه پر ډیلي سربېره په نویدا او شاوخوا سیمو کې یې هم احساس شوي دي.

تاجکستان هم ویلي چې د دغه هیواد په یو شمېر سیمو کې د زلزلې ټکان احساس شوی دی.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر ۶ اعشاریه ۵ درجې اټکل کړی دی او د هغې مرکز یې له کلفګان څخه ۹۰ کیلومتره لېرې تر مځکې ۱۸۷ کیلومتره لاندې ښوولی دی.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې دې زلزلې ۳۰ ثانیې دوام وکړ او د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د هغه شدت ۶ اعشاریه ۵ اټکل کړی دی.

تراوسه پورې په افغانستان او پاکستان کې د دې زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.

د زلزلې ټکانونو کابل ښاریان په تیره بیا هغوی چې په لوړو ودانیو کې اوسي، سخت وبیرول.

د تېر کال په جوزا کې شدیدې زلزلې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زر تنه مړه کړل او زرګونه خلک بې کوره کړل.

د پکتیکا او خوست زلزلو تر څو میاشتو پورې دوام وکړ.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته سړه څپه راغلې او د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې په ۲۱ ولایتونو کې به واوره یا باران واوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...