جمعه, فبروري 6, 2026
Homeکلتورکوچني ښېګڼښود کتاب چاپ شو

کوچني ښېګڼښود کتاب چاپ شو

«کوچني ښېګڼښود» کتاب له پیدایښت څخه تر دوه کلنۍ پورې د ماشوم پالنې روغتیایي لارښود اثر دی.
د کتاب لیکوال ډاکټر حضرت علي قمرزی، چې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، د نوزېږیو او تي‌ خورو ماشومانو او د هغوی د میندو ځینې عامې ستونزې تشریح کړې دي. ده له دغو ستونزو سره د میندو پلرونو او د کورنیو د مشرانو ناسم چلن او د دغو ناسمو کړنو ناوړه پایلې هم په کتاب کې بیان کړې دي.
سربېره پر دې دغه کتاب د ډاکټرانو، قابله‌ګانو، نرسانو او فارمسیستانو لپاره هم داسې مهمې سپارښتنې لري چې په عملي کولو سره به یې د ماشومانو د ځینو روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي.
د کتاب ژبه کافي ساده ده او هر څوک پرې پوهېدلی شي. په آسانه ژبه د علمي مفاهمیو بیانول آسان کار نه دی خو ډاکټر قمرزي کړی دی. ده هڅه کړې ده چې نسبتاً پېچلي طبي مفاهیم هم ساده کړي او په داسې ژبه یې ولیکي چې د پوهېدا وړ وي.

1 COMMENT

  1. ژوند ژوند او ژوند درته غواړم بیله مرضه او بیچارګي ! نعلت په مذهبي لېونیانو او د مکې په منافقینو چې د ښځو حقوق یې غصب کړي دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...