Homeخبرونهسعودي عربستان وايي، د پنجشنبې په ورځ روژه پیلېږي

سعودي عربستان وايي، د پنجشنبې په ورځ روژه پیلېږي

تاند – د سعودي عربستان شاهي محکمې د سې شنبې په ماښام (د حمل ۱) وویل چې د دغه هیواد سترې محکمې د پنجشنبې ورځ، چې د حمل ۳ یمه او د مارچ ۲۳ مه ده، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د خپل هیواد د سترې محکمې په قول وویل چې د دې محکمې د میاشت لیدلو ادارې د سې شنبې په ماښام له لازمو ارزونو وروسته په یوه ناسته کې پرېکړه وکړه چې چهارشنبه د شعبان میاشتې وروستۍ ورځ ده او سبا یې (پنجشنبه) د روژې مباشتې لومړۍ ورځ اعلانوي.

په افغانستان کې د اعلحضرت ظاهرشاه د سلطنت له وخته روژه او اخترونه له سعودي عربستان سره په یو وخت وو خو طالبان په دې برخه کې متفاوت نظر لري نو څرګنده نه ده چې طالبان به د سعودي پیروي وکړي او که د پاکستان، ایران او یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو په شان به د خپل افق پر اساس روژه اعلان کړي.

طالبانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې څه نه دي ویلي چې د روژې لومړۍ ورځ به کله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...