پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهزلزلې په افغانستان او پښتونخوا کې مرګ ژوبلې اړولي

زلزلې په افغانستان او پښتونخوا کې مرګ ژوبلې اړولي

تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د نن شپې د شدیدې زلزلې له کبله تر دې دمه د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو راپورونه وررسیدلي دي.

دې زلزلې، چې د افغانستان په وخت د شپې په ۹ بجې او ۱۷ دقیقې وشوّو د افغانستان ترڅنګ، پاکستان، هندوستان او تاجکستان هم لړزولی دی.

د دغه وزارت ویندوی ډاکتر شرافت زمان رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د ټولو هغو سیمو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې په هغو کې د زیان اوښتو یادونې شوې وې.

ښاغلی زمان وايي، په ټولنیزو رسنیو کې په بدخشان، پنجشیر، ننګرهار او کوچي پلازا کې د تاوانونو په اړه ویل شوي وو، دغو ساحو ته ټیمونه واستول شول او هلته کومه بده پېښه نه ده شوې.

ده په عین حال کې تایید کړه چې په ځینو سیمو کې یو شمېر هیوادوال سرسري ټپیان شوي او لومړنۍ مرسته ورسره شوې ده.

ده وروسته په یوه بل پیغام کې وویل:« د ټول هيواد په ۳۴ ولايتونو کې تر اوسه زمونږ روغتيايي مراکزونو ته نږدې شل تنه ټپيان او دوه شهيدان راوړل شوي دي، د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ د حکم مطابق ټول روغتيايي مراکز او مسؤولين اماده دي چې د خپلو هيوادوالو ژوند وژغوري. يادونه: ارقام لا نهايي نه دي!»

د ډاکتر زمان له پیغامه داسې ښکاري چې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو او تاوانونو د شمېر د زیاتېدو احتمال ډیر شته.

د افغانستان د تخار په ورسج، د لغمان او دولت اباد ولسوالیو کې د یو شمېر کورونو د نړېدو راپورونه ترلاسه شوي.

د زلزلې له کبله د اسلام اباد په یوې لویې ودانۍ کې چاکونه:

له بلې خوا په ګاونډۍ خیبرپښتونخوا کې لومړني راپورونه ښيي چې یوازې د سیدو شریف روغتون ته ۷۸ ټپیان وړل شوي دي. له سوات څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې لږترلږه ۱۲۰ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې دې زلزلې ۳۰ ثانیې دوام وکړ او د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د هغه شدت ۸ اعشاریه ۵ اټکل کړی دی.

د افغانستان او پاکستان یو شمېر سیمې شدیدې زلزلې ولړزولې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب