سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهد فعالانو د نیونو دوام؛ ط هلمند کې د ptm سیمه ییز...

د فعالانو د نیونو دوام؛ ط هلمند کې د ptm سیمه ییز مشر نیولی

تاند:( چارشنبه، د حمل ۲) په افغانستان کې د طالبانو له لوري د فعالو څېرو د نیونو په دوام، په هلمند کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه ییز مشر نور عایل کلیوال نیول شوی.

ځایي سرچینو ویلي، چې د نوموړي د نیول کیدو دلیل نه دی معلوم.

طالبان په وروستیو کې په پرله پسې ډول د بېلابېلو قشرونو د فعالو څېرو په نیولو، شکنجې او حتا د پخوانیو امنیتي منسوبینو په وژلو تورنیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ډلې مشران په پرله پسې ډول د خپلو مخالفینو د بښلو او ورسره د ښه چلند ادعاوې کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د سیاستونو منتقد دی او د پښتنو د نابودولو په هڅو یې تورنوي.

د دغه غورځنګ پلویان په افغانستان کې د طالبانو د ادارې افراطي کړنې هم نقدوي.

باور کیږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د طالبانو منفي اقدامات د پاکستان په اشاره کیږي.

3 COMMENTS

  1. انشاءالله چی داځلی طالبان داسی ورک شی چی بیا به څوک په ملا پسی لمونځ هم ونکړی. دوی ښځی او مور غی.

  2. this is prove that; talibs are pakistani soldiers,
    BECAUSE WHY TALIBS ARRESTED THE PTM MEMBERS,
    SHAME FOR TALIBS. YOU GOT SHORT TIME.
    TALIBS MUST UNDERSTAND 1% AFGHANS ARE NOT HAPPY FROM TALIBS,
    ONLY BY POWER OF GUNS THEY DO GOVERNMENT,
    CAN NOT STAY FOR LONG TIME ONLY A FEW TIME . .
    HISTORY WILL NOT REPEAT AGAIN
    ALWAYS BE AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب