Homeخبرونهافغانستان کې زلزلې؛ د یو شمېر کسانو ټپي کیدل تایید شوي

افغانستان کې زلزلې؛ د یو شمېر کسانو ټپي کیدل تایید شوي

تاند:( سې شنبه، د حمل لومړۍ) د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د زلزلې د ټکانونو او زیانونو خبرونه ورکړل شوي، خو د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې یوازې یو شمېر کسان په سطحي ډول پکې ټپيان شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر ویلي، چې په بدخشان، پنجشېر او ننګرهار کې د دغې زلزلې د مرګ ژوبلې خبرونه رسمي سرچینو نه دي تایید کړي او یوازې یو شمېر کسان په سطحي ډول ټپيان دي.

د هغه په وینا، د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ناسم دي.

تراوسه د دغو زلزلو د شدت او نورو جزیاتو په اړه ډېر معلومات نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...