شنبه, اپریل 20, 2024
Home+زه د وخت کوټه سیکه یم 

زه د وخت کوټه سیکه یم 

محب الله څرګند
حواس مې بایللي، ژوند مې زورورو داو کړی دی.
هغه مېنه چې ما یې کلونه، کلونه د ورتګ هیله لرله، هماغه مېنه کې مې پخوانۍ مینه د وحشت شیشکو زیندۍ کړې وه، نه مې شل کاله وړاندې د خپلې مینې د مرثیې لپاره توري وموندل او نه یې نن پر مزار د یاد شمعه بلولی شم.
زه چې هره سیکه اخلم او د ژوند ارزښتونه پېرم، سیکه ناچله شي.
دلته هرې لنډې رڼايۍ پسې سیلۍ را الوتلې او رڼاګانې وژلې دي.
دلته هرې ناخوالې له حرکته غورځولی او پرځولی یم، زه د ژوند پر غولي د قصاب د پسه په څېر په ډاډ ساه اخیستلی نه شم، هره شېبه مې جلاد د مرګ او ژوند فیصله کوي، اوس مې د تقدیر فیصلې هم د وخت جلادانو ته لاس تړلی ورولي او هغوی مې د داو کړي ژوند د پایښت او فناء واک لري.
زه د وخت کوټه سیکه یم، چې هیچا مې له شتون څخه ګټه پورته نه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب