شنبه, مې 4, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۷ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۷ برخه

احسان الله ارینزی
بكره (باكره) ښځه:

په وردگو كې ټولې نجونې نه ودېږي. اټكل داسې دى چې په افغانستان كې د نارينه ؤ شمېره په سلو كې له پنځوسو لږ او د ښځو له پنځوسو ډېره ده. دا شمېره د جگړو په كلونو كې نوره هم خواشينونكې شوې او ځوانان د نجونو په پرتله نور هم لږ شوي دي. د دې توپير له امله يو شمېر نجونې په طبيعي توگه هم مېړونه نه شي پيدا كولاى؛ خو بله خوا بيا داسې نارينه هم ډېر دي چې دوه- درې او څلور ښځې كوي او هغه پاسني تناسب لږ سره برابروي.

په هر صورت يو شمېر نجونې ناروغه وي، ځينې كوم جسمي عيب لري، ځينې نه غواړي چې مېړه وكړي او د ځينو ميندې او پلرونه د (ودوزن) له پاره ډېر درانده شرطونه ږدي؛ ځكه نو دا نجونې بې مېړه پاته كېږي او خپل ژوند يوازې تېروي. هغه نجونې چې په خپله خوښه مېړه نه كوي خلك يې بكره (باكره) بولي. دا ډول نجونې خپل ټول عمر د پلار يا ورور په كور تېروي. په پښتنو كې ټوله كورنۍ او كليوال داسې پېغلو ته په درنه سترگه گوري او ښه چلند ورسره كوي.

هغه نجونې چې جسمي عيب لري، په خپله نېمگړتيا پوهېږي او د حقارت د عقدې له مخې د مېړه په شوق تيږه ږدي.

په وردگو كې هغه نجونې ډېرې ځورېږي چې په صورت ښايسته او په ځان باندې وي؛ خو د پلار د كبر يا لويي او ډېرو درنو غوښتنو له امله په كور پاته كېږي او د ځوانۍ پسرلى يې د نادودو د گاللو له امله په خزان بدلېږي. په وردگو كې له بده مرغه هېڅ پېغله خپل پلار، ورور، حتى مور ته نه شي ويلى چې دا ځوانه ده، زړه يې غواړي چې مېړه وكړي، اولاد ولري، گوښى كور ولري او ځان ته يوه ښكلې دنياگۍ جوړه كړي. زه ډېرې داسې پېغلې د خپلو- خپلوانو په كورونو كې پېژنم چې د پلرونو د لويي او تكبير له امله بې مېړه پاته دي، اوس يې پلرونه او ميندې مړه شوي او دوى له ډېرو سختو ستونزو سره لاس او گريوان دي. د داسې پېغلو  وروڼه كله چې ودونه كړي، په خپل ژوند مصروف شوي او د اقتصادى ستونزو او د ښځو د معمولي اختلافونو په وجه اوس- اوس د خپلو خويندو ډېرې هېلې نه شي پوره كولى او په دې توگه هغه ستونزه چې يو وخت د يوه پلار يا يوې كورنۍ د مشرانو د لويي او ځان غوښتنو له امله پيل شوې وه، تر ډېره دوام مومي او د ډېرو كسانو ژوند له كړاوونو سره مخامخ كولاى شي.

د شوروى د سرو پوځونو د يرغل په كلونو كې په ډېرو پښتني سيمو كې يو بل مصيبت هم نازل شو او هغه چې ځينو بدعتي ملايانو دا خبره وكړه چې هغه ځوانې ښځې او حتى پېغلې چې مېړونه يا نامزادان يې له پرديو سره په جهاد كې په شهادت رسېږي، بايد بل مېړه ونه كړي او د خپل شهيدانو په نامه كيني. له هغه ځايه چې په دغه تياره او غمجنو كلونو په زرگونو پښتانه ځوانان په شهادت ورسېدل، د هغوى ډېرې ځوانې ښځې او حتى پېغلې بې مېړو پاته شوي چې اوس په عمر پخې شوې او خپلو كورنيو ته يې ډېرې رواني ستونزې جوړې كړي دي. د اسلامي فقه په كتابونو كې راغلي چې (په صحيح نكاح كې د ښځې سره بوختېدل او كورني نظام ته ځان وزگارول له نفل لمانځه څخه ډېر ثواب لري)(306)؛ خو زموږ بې علمه ملايانو د خداى(ج) دا ستره دنيا زموږ په ځينو ښځينه وو دومره تنگه كړه چې دوى يې د اخروي ثواب په تمه، د خپلو داسې روا او شرعي دنيايي غوښتنو له پوره كېدلو څخه منع كړي چې احساسات يې لوى خداى د هرې ښځې په زړه، ذهن، ضمير او فزيولوژي كې له اذله هست كړي او د نه پوره كېدلو په صورت كې يې ډېرې فزيكي، رواني او فكري ستونزې پېښولي شي.

د ناوې عادي ژوند:

وروسته له دې چې په ناوېدود څه موده تېره شي، ناوې ورو- ورو د كور په عادي ښځه بدلېږي. دا له خپل نوي چاپېريال، مېړه، نويو خپلوانو او د كور د ادارې له لارو چارو سره بلده شي، كشر او مشر وپېژني، د كور په كارونو پوه شي او غواړي چې په دې نوي؛ خو كمكي چاپېريال كې خپل وړ ځاى ومومي او د كورواله ؤ د درناوي وړ وي.

لويې وي او د يوه يا دوو مشرانو له خوا اداره كېږي، د ډېرو نورو كسانو او په تېره بيا د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې كېږي؛ ځكه نارينه ډېر د دوى خبرو ته غوږ نه نيسي او د دوى سليقوي يا ځاني غوښتنې نه مني. د مثال په توگه په ټول كور كې يو ډول خواړه پخېږي، كېداى شي چې نوې ناوې د داسې خوړو سره مينه ونه لري او زړه نازړه يې پاخه كړي او يا وخوري. له بلې خوا د ځاني غوښتنو، سليقې او د شخصيت د تبارز د لارو چارو په څرنگوالي كې كمكي اختلافونه ورو- ورو زياتېږي او په خواږه كورني چاپېريال كې ستونزې، ناخوالې او شخړې مينځ ته راوړي او ډېرې كورنۍ د زړه بداوي او خپگان پولو ته رسوي؛ خو لا هم ټوله هڅه دا وي چې خبرې ناوېلې پاته شي، ارمانونه رژيدلي پاته شي، بهر څوك خبر نه شي او هر څه په پټه خوله تېر شي!

په وردگو كې نوې ناوې ژر حمل اخلي او دا ځكه چې د كورني پلان جوړونې دود ، فكر او سيستم نشته. د كور مشران هم غواړي چې نوې ناوې ژر  حمل واخلي او دوى ته ماشوم (مخصوصاً زوى)  وزېږوي. وايي كه كومه ښځه ژر- ژر د يو- دوو زامنو مور شي؛ نو خلك وايي چې خپل سر يې وگاټه يعنى هغه لگښت چې پرې شوى  و، بېځايه نه و او دا دى كور ته يې هلكان وزېږول.

په وردگو كې هغه ځوانې مېرمنې چې حمل اخلي، دا خبره په زغرده له ټولو سره نه شي شريكولى، دا لكه يو عيب چې وي، يو كاملاً طبيعي كار شرم بلل كېږي. په هر صورت مشرانې ښځې د حامله ښځې په وجود كې فزيكي بدلونونو ته متوجه كېږي او ورو- ورو ټول په دې خبرېږي چې (پلانۍ) اميدواره (بلاربه- حامله) ده او د مياشتو حساب ورته نيسي.

په وردگو كې لا ښځينه ډاكټرانې نشته او ځوانې ښځې معمولاً د خپلو ميندو-  خواښو او يا د چم- گاونډ د كومې بلې سپين سرې او تجربه لرونكې ښځې تر څار لاندې ولادت كوي، لا هم خلك په دغسې مواقعو كې ملايانو او تعويذونو ته ورځي او غواړي چې د خپلې نږور او زېږدونكى ماشوم ژوند د بدو سترگو، بلاوو، شيشكو او نورو ناپېژنودلو موجوداتو او ناروغيو څخه په امان كې وساتي.

يو بل بحث چې په وردگو كې ډېر د پاملرنې وړ دى دا دى چې په كليو كې د ډېرو خواښو او ناويو (نگور) اړيكې اكثراً ښه نه وي. خواښې ځان د كور مشره او واكداره بولي؛ خو ناوې پس له څو كاله او په تېره بيا پس له دې چې د اولادنو مور شي، ځان د كور مالكه بولي او غواړي چې خپلې چارې په هغه طريقه اداره كړي چې دا يې غواړي. كه د داسې ناوې (نگور) ميړه خويندې هم ولري په ډېرو كورونو كې د دوى اړيكې هم ښې نه وي او ډېر ځله په وړو- وړو خبرو خوږ كورنى چاپيريال په تاوتريخوالي بدلېږي او خپگانونه مينځ ته راځي. ډېر ځله داسې فكر كېږي چې خواښې د خپل ژوند كسات له خپلې نگور څخه اخلي يعنى كومې ناخوالې چې له دې سره په ځواني كې د مېړه په كور كې شوې وي اوس له خپلې نگور سره كوي.  دا متاسفانه د ډېرو كورنيو په ژوند كې يو تريخ تكرارېدونكى بهير دى چې تر ډېره به لا روان وي او د ډېرو راتلونكو ځوانانو ژوند به پكې تريخ تېرېږي.

د دې كتاب په بل فصل كې د ماشوم په زېږېدو باندې لږ اوږد بحث شوى دى؛ خو يو څه چې د يادولو وړ دى هغه دا دى چې واده شوې ښځه تر هغه وخته پورې د مېړه په كور پورې اړه لري چې ژوندۍ وي. ښځه د قبيلوي اند دود د يو مظبوط قانون په توگه د مېړه له كور سره تړلي وي، په پښتنو كې طلاق په نشت حساب دى؛ خو هغه وخت چې دا ښځه مړه شوه اړيكې يې د مېړه له كور سره شلېږي او دا بېرته د خپل پلار- نيكه په كور پورې اړه پيدا كوي، جنازه به يې بېرته هملته ځي او په خپله پلرنۍ هديره كې به خاورو ته سپارل كېږي.
———————————-
(306) — ښځه په اسلام کې- لومړی ټوک، ص 247

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۶ برخه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب