شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا نن بیا د افغانستان په اړه خپلمنځي بحثونه لري

امنیت شورا نن بیا د افغانستان په اړه خپلمنځي بحثونه لري

تاند (دو شنبه، د حوت ۷ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وایي، چې د دغه نړیوال سازمان د امنیت شورا به نن د افغانستان په اړه خپلمنځي بحثونه ولري.

هغه زیاتوي: د امنیت شورا لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار ملاتړ خورا مهم دی.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او په دوحه کې د تېرې اوونۍ د غونډې په اړه خپل راپور او وړاندیزونه وړاندې کړي.

معلومه نه ده، چې په دې غونډه کې به د امنیت شورا غړي د یادو موضوعاتو؛ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه څه پرېکړې ته ورسیږي.

د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه، په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب په جوړه شوې غونډه کې په دې اړه خبرې ناکامۍ سره مخ شوې، چې اصلي دلیل یې د طالبانو په غوښتنه د دغه استازي له ټاکل کېدو سره د امنیت شورا د غړو: روسیې او چین ښکاره مخالفت و.

د طالبانو رژیم د دغه استازي ټاکل بې ضرورته ګڼي او ټینګار کوي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د یوناما استازولي لري او دغه هېواد جګړه کې ښکېل نه دی، چې بل ځانګړی استازی ورته وټاکل شي او د سولې خبرې پکې پيل شي.

د استازي د ټاکلو پلویان بیا استدلال کوي، چې یوناما او نوی پلان شوی استازی جلا کاري ماموریتونه لري او طالب چارواکي نه باید ورسره مخالفت وکړي.

د دوی په وینا، د طالبانو سرزوري به په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د لا منزوي کېدو سبب شي؛ هغه څه چې د دوی په باور، د طالبانو سیمه ییز متحدین یې تشه نه ډکه کړې او نه به یې ډکه کړای شي او تاوان به یې تر ټولو زیات عام افغانان وګالي.

له نړیوالې انزوا څخه د افغانستان د ایستو او ورسره د تعامل لپاره د ملګرو ملتونو په جوړه شوې لارنقشه کې د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي ګومارل د دې لپاره هم پیش بیني شوي، چې افغانستان کې واکمن رژیم له  نړیوالې ټولنې سره تعامل او کورنیو اصلاحاتو ته وهڅوي او په مقابل کې له بشري ناورین ځپلي افغانستان سره نړیوالې مرستې زیاتې شي.

4 COMMENTS

  1. دا یو بی معنا شورا ده او امریکا کوشش کوی چی خپل نماینده د ملل متحد تر نامه لاندی وټاکې او بیا یوه ناکامه پروژه را مخته کړې چی افغانستان نور هم کنډواله کړې هيڅ افغان باید د نوې نماینده ټاکل و نه منې دا ټاکنې افغانستان جنجالونه نور هم زیاتوې که ملل متحد غواړې چی افغانستان کښی دایمی سوله راشې بدون له نوې نماینده نه دا خبرې کېداشې

  2. د ځانګړي استازي د ټاکلو معنی داده. چه دغه استاذی به بیا د ډالرواکانو او زورواکانو سره ګوری چه افغانستان کی ټول شموله (ګلبدینیان، سیافان، ملا تره خیلیان، کرزیان، حاجی ظاهر ډوزماریان، عطا نوریان، مسعودیان، دوستمیان، محقیق، پدرام او نور،،،) حکومت جوړ کړی.
    که دغه ځانګړي استازي طالیبان ومنی نور افغانان یی نه منی. ځکه دا څلور لسیزی کیږی چه افغانان د دغو څو زورواکانو له لاسه ژوندی د خاورو لاندی شخ او د تباهي کندو ته ټیل وهل شول.

  3. خاص استازی و محمود مستری وو سه یی وکرل؟ اسلامی امارت په هیچ صورت باید دا ونه منی.
    حدیث شریف:
    مومن د یو غار خخه دوه واره نه چیچل کیژی.
    موژ هیواد د ددغسی نماینده خخه سو واره چیچل شوی دی.
    ضمنا اسلامی امارت باید تی تی پی په خپل واک کی واخلی.

  4. سلامونه
    بنین سیوان څه منافقت وکړ؛ د ډاکټر نجیب په وژل کیدو او د ملی اردو په دړې وړې کیدو ختمه شوه او کابل وسوزیدو
    -لخضر اِ غیر له عیاشۍ او دیوې ډلې افغانانو له بلې سره جنګولو نه ېې بل کار نه درلود
    -خلیلذاد ې هم همداسې درواخلئ
    -محمود مستري خو ؛ افغان ورور کمڼټ ورکړ
    هر یو له فقیر او غریب م.م.م. نه په پڼډونو او بوجیو ډالر خیټو ته اچوي او د ملتونو وګړي په ناورینو اخته کوی!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب