شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له زندانه د یوه اتریشي خوشې کېدل

د طالبانو له زندانه د یوه اتریشي خوشې کېدل

تاند (دو شنبه، د حوت ۷ مه) د اتریش حکومت اعلان کړی، چې د قطر په هڅو یې د طالبانو له زندانه خپل یو ۸۴ کلن تبعه هربرت فریتز را خوشې کړی.

ویل شوي، چې دغه اتریشی د تېر کال په مې میاشت کې طالبانو د جاسوسۍ په تور نیولی و.

طالب چارواکو د نوموړي د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

بل لورته: د اتریش پولیسو ویلي چې په پلازمېنه ویانا کې یې د ۳ چینایي ښځو د وژلو په تور یو افغان نیولی او هغه د پولیسو په تحقیقاتو کې د دغو ښځو وژل منلي.

د دغه افغان د هویت او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د وژل شویو چینایي ښځو په اړه ویل شوي چې د تن پلورنې په یوه کلب کې یې کار کاوه.

اتریش تر دې مخکې هم د افغان پناه غوښتونکو د تاوتریخوالي ورته قضیې لرلې، چې ورسره یې افغان وګړو ته پناه ورکول ستونزمن کړي او ځینې پناه غوښتونکي شړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب