شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پاکستان لخوا د افغان ناروغ لرونکو پر مخ د تورخم دروازې...

د پاکستان لخوا د افغان ناروغ لرونکو پر مخ د تورخم دروازې بیا تړل کېدل

 تاند (۲ شنبه، د حوت ۲۱ مه) د ننګرهار لپاره د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې پاکستاني چارواکو پرون یک شنبه د هغو مریضانو پرمخ د تورخم دروازه وتړله چې قانوني اسناد «ویزه» ونلري او پښتونخوا ته د تګ اجازه نه ورکوي.

په ننګرهار کې د ناروغانو تشخیص ځانګړي کمېسون چارواکي هم دا خبره تاییدوي او وایي چې پاکستاني چارواکو ورته ویلي؛ هغو مریضانو ته به اجازه نه ورکوي چې ویزه ونه لري.

ځایي طالب چارواکو له مریضانو وغوښتل چې د دوی کمیسیون ته د تر بلې خبرتیا پورې له ورتګ ډډه وکړي

دوه میاشتې وړاندې هم پاکستاني چارواکو دهغو مریضانو او موټر چلوونکو پرمخ تورخم دروازه دولس ورځې تړلې وه چې ویزه او پاسپورټ یې نه درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له نوي جوړ شوي حکومت سره، د دوی د رژیم د اړیکو ښه کېدو هیله مندي وښوده.

1 COMMENT

  1. طالبه غلامه!!😡که غرور لرې دواړه لارې د تل لپاره وتړه او د تورغري هیڅ شي ته اجازه مه ورکوه سي د افغانستان له خاورې تیر سي. د تاسي په جهاد کې میتیازې وکړم څنګه مو تورغری پنجابی په ځان مسلط کړ 😡 كه ته یې او ستا پلار اشرار خبیث وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب