شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه یوه کال کې د څه باندې ۱۴۰۰ تاریخي اثارو کشف

په یوه کال کې د څه باندې ۱۴۰۰ تاریخي اثارو کشف

 تاند (۲ شنبه، د حوت ۲۱ مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې له تېر کال راهیسې شاوخوا ۱۴۰۰ تاریخي اثار کشف شوي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، د کلتوري میراثانو د ساتنې د قانون مسوده هم د دغه وزارت له لوري برابره شوې او د منظورۍ لپاره د طالبانو مشر ته لېږل شوې ده.

د طالب چارواکو په وینا، د بېلابېلو لسيزو څه باندې ۶۰ زره بېلابېل اثار په ملي موزيم کې ساتل کېږي.

د ملي موزيم رییس صبغت الله عابد، پرته له دې چې د کوم هېواد یا ډلې نوم واخلي؛ وايي يو شمېر کسانو او هېوادونو کلونه کلونه هڅې وکړې چې د هېواد کلتور او لرغوني اثار له منځه یوسي.

طالب چارواکو یادې څرګندونې پرون د کلتوري میراثونو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې کړې دي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، اندېښنه وه چې د دوی د لومړني رژیم په شان به بیا دوی د افغانستان د تاریخي او لرغونو اثارو خلاف چلند وکړي، خو دا ځل د تېرې واکمنۍ برعکس یې د تاریخي او فرهنګي اثارو په ساتنه کې لېوالتیا ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب