شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهله جعلي ټولنیزو اکونټونو د یوې افغان خبریالې شکایت

له جعلي ټولنیزو اکونټونو د یوې افغان خبریالې شکایت

تاند (۲ شنبه، د حوت ۲۱ مه) افغان خبریالې سونیا نیازۍ، چې په نوم یې پر ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر اکونټونه له وروستیو راهیسې ناندریز شوي، د دغو اکونټونو په اړه وضاحت ورکړ.

هغې په یوه ویډیویي پيغام کې پرته له دې، چې کوم مشخص لوري ته اشاره ولري؛ وویل: زما په نوم ان وریفای شوي اکونټونه جوړ شوي، چې له اصلي اکونټ څخه مې زیات څارونکي لري او د تبلیغاتي هڅو او افرادو د تخریب لپاره استفاده کیږي.

نیازۍ زیاته کړې، چې دا پخوا هم یوه خبریاله وه او اوس هم د یوې خبریالې په توګه یوازې بې طرفانه اطلاع رسولو او ژورنالېستیکو هڅو ته کار کوي.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو بیا د دوی تبلیغاتي دستګاه تورنه کړه، چې د جعلي خبرونو د خپرولو او خپلو مخالفانو د تخریب لپاره یې په پراخه کچه د جعلي اکونټونو جوړولو ته مخه کړې ده.

افغان خبریال ظاهر څراغ د سونیا نیازۍ له پیغام خپرولو سره لیکلي:ما په وار وار ملګرو ته ویل چې دا ږیرور (جعلي اکونټ) د ټالب ادارې غړی دی او د یوې ریښتینې خبریالې له نومه ناوړه ګټه اخلي.

د طالبانو یو شمېر تبلیغاتي مبلغین تر دې مخکې هم د ځینو اسنادو له خپرېدو سره تورن شوي وو، چې د ښځینه خبریالانو په نومونو جعلي اکونټونه جوړوي او ورڅخه د تبلیغاتو تر څنګ نورې ناوړه استفادې کوي، خو طالب پلویانو دا ادعاوې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب