تاند (۲ شنبه، د حوت ۲۱ مه) د غور په مرکز فیروز کوه ښار کې د یوه ماشوم د غوږ پرې کېدو په اړه ځایي سرچینې او طالب چارواکي بېلابېلې ادعاوې لري.
د سیمې یو شمېر اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، چې له دغه ماشوم څخه غوږ د یار فولاد سیمې د یوه جومات د ملا لخوا پرې شوی دی.
دغو سرچینو په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
د افغانستان په ډېرو سیمو کې ماشومان د لومړنیو دیني زده کړو لپاره د جوماتونو ملایانو ته ورځي، چې هلته ورسره د ناوړه چلند ادعاوې کیږي.
دا روښانه نه ده، چې له دغه ماشوم سره د ملا لخوا ادعا شوی چلند هم، همداسې بڼه لري، که بله موضوع کېدای شي.
په غور کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري بیا تاییدوي، چې د یوه ماشوم غوږ پرې شوی، خو هغه رد کړې چې ګواکې دا کار د کوم جومات ملا کړې ده.
نوموړي په دې اړه راپورونه مغرضانه ګڼلي او ویلي، چې دا پېښه د ماشوم د پلار لخوا شوې ده.
طالب ویاند ادعا لري، چې د دغه ماشوم پلار رواني ناروغ دی او اوس پېښه پلټل کیږي.
غور د افغانستان له ډېرو محرومو سیمو ګڼل کیږي، چې تر دې مخکې هم پکې د ورته تاوتریخجنو پېښو نور خبرونه ورکړل شوي.
دا زشت او قبیح عمل چې هر چا کړي وي د انسانیت او بشریت پر مخ د دروند کوزار معنی ورکوي. په یوه ټولنه کې چې انسانیت دی حد ته وغورځي چې ، د انسان په لباس کې پټ سرمښ د ملا چړۍ او یا هم ترلیب په نامه له ماشومانو جنسي ګټه پورته کوي. دا خبیثان د ژوندي پاتې کیدو حق نلري. اخر وحشت او ځناورتوب هم حد لري.