Homeخبرونهسعودي عربستان: سبا دوشنبه لومړنۍ روژه ده

سعودي عربستان: سبا دوشنبه لومړنۍ روژه ده

 تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰ که) د  سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې سبا دوشنبې (د مارچ ۱۱ مه) د  روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

 بلخوا: د طالبانو سترې محکمې نن مخکې تر دې چې ورځ پای ته ورسیږي، اعلان وکړ چې سبا (دوشنبې) د روژې لومړۍ ورځ نه ده.

د طالبانو د سترې محکمې له اعلان سره سم، د دې محکمې د هلال کمېټه به سبا غونډه وکړي او په دې اړه به پرېکړه وکړي چې کله د روژې لومړۍ ورځ ده.

افغانستان له ډېر پخوا څخه د یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو په شان د سعودي د هلال کمېټې د اعلان پر اساس روژه او اختر اعلاناوه.

طالبانو له واک ته رسیدلو وروسته، په افغانستان کې د سعودي عربستان په پیروۍ د روژې او اختر تاریخي دود پای ته رسولی او د پاکستان په تقلید د خپل افق پر اساس روژه او اختر اعلانوي.

 د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم د روژې په مياشت کې دولتي کارکوونکو ته کاري مهالوېش اعلان کړی.

دغه وزارت په يوه مکتوب کې مامورينو ته د کار د شروع وخت د سهار له ۹ بجو بیا د ماسپښين تر ۲ بجو ټاکلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...