شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، سبا روژه نه ده

طالبان وايي، سبا روژه نه ده

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰ که) د طالبانو سترې محکمې نن مخکې تر دې چې ورځ پای ته ورسیږي، اعلان وکړ چې سبا (دوشنبې) د روژې لومړۍ ورځ نه ده.

د طالبانو د سترې محکمې له اعلان سره سم، د دې محکمې د هلال کمېټه به سبا غونډه وکړي او په دې اړه به پرېکړه وکړي چې کله د روژې لومړۍ ورځ ده.

افغانستان له ډېر پخوا څخه د یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو په شان د سعودي د هلال کمېټې د اعلان پر اساس روژه او اختر اعلاناوه.

طالبانو له واک ته رسیدلو وروسته، په افغانستان کې د سعودي عربستان په پیروۍ د روژې او اختر تاریخي دود پای ته رسولی او د پاکستان په تقلید د خپل افق پر اساس روژه او اختر اعلانوي.

سعودي عربستان تراوسه پورې د میاشتې د لیدو په اړه څه نه دي ویلي خو دا هیواد عموماً ماښام ناوخته د میاشتې د لیدلو یا نه لیدلو اعلان کوي.

 د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم د روژې په مياشت کې دولتي کارکوونکو ته کاري مهالوېش اعلان کړی.

دغه وزارت په يوه مکتوب کې مامورينو ته د کار د شروع وخت د سهار له ۹ بجو بیا د ماسپښين تر ۲ بجو ټاکلی.

4 COMMENTS

  1. اوس په ډاکه شوه چی دا طالبان نه بلکې د پنجابی ناروا اولاد ده هر څه چی دانګلیس ځامن پنجابیانی کوې دا ناروا لمسیانی هم هغه کوی سبا په ټوله اسلامی نړی کې د روژی مبارکی اوله ورځ ده مګر دا دانګلیس پیروان یې نه منې او دوې د اسلام له احکامو هم لوړ دې

  2. دا خو لا پخوا ثابته وه چې ددوی دین د پنجاب نه شروع او په پنجاب ختم دی. دا هم اوس خلکو ته معلومه ده چې طالب نه مسلمان دی او نه د اسلام لر تعقیبوي. دوی یوه جدا عقیده لري چې د اسلام سره مطلق په ټکر کې ده او بیا ځانونه ورته پدې جهالت او کور مغزئ کلک مسلمانان او د هر چا نه قوي ددین پیروان ښکاري مګر دا تکلیف یوه رواني ناروغي ده.

  3. ( تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰ که) د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې سبا دوشنبې (د مارچ ۱۱ مه) د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
    افغانستان له ډېر پخوا څخه د یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو په شان د سعودي د هلال کمېټې د اعلان پر اساس روژه او اختر اعلاناوه.)

    د سعودي د هلال کمیټی د اعلان په اساس سبا حقه حلاله روژه ده. دا چه طالیبان یی روژه نه بولی دا دهغوی خپل کار دی؟ خو د افغانستان ټول مسلمانان چه طالیبان نه دی یا غیر طالیبان دی هغوی سبا روژه نیسی.

    افغانان تل د سعودي عربستان د سترې محکمې اعلان په اساس روژه نیسی. دا چه د سعودی د هلال کمیټه ډیر پرمختللی وسایل د میاشتی د لیدو په خاطر لری نو د هغوی خبره تصدیق او باوری ده.

    بله خبره داده چه د ځمکی د کري د طول البلد په اساس مکه معظمه ۶۹ درجی او کابل ۴۰ درجی دی، چه د دغه محاسبی په اساس د کابل او مکی د شپی او ورځی فرق یونیم ساعت دی. چه د دغه کم ساعتی فرق په اساس باید مونږ د مکی معظمی سره یو ځای روژه ونیسو او هم یو ځای اختر ولمانځو.

  4. د نړی د نورو ټولو ټولنو دینی او مذهبی او ملی او کلتوری او … مناسک او مراسم د لمریز کال پر بنسټ تنظیم سوی او لمانځل کیږی خو فقط د اسلامی نړی دینی او مذهبی مناسک د قمری کال پر محور تنظیم سویدی. دی مسئلی د ډیرو غیر مسلمانو وګړو اذهان اشغال کړی دی او پوښتنه ور ته پیدا سویده البته د هغوی ددی پوښتنی جوابوَل آو نه جوابَول هیڅ ارزښت او اهمیت نلری ځکه یوازی مؤمن او معتقد کسان د قمری کال په رمز او حکمت پوهیږی او بس.
    قمری یا سپوږمیز کال کومه خاصه د تنظیم او ثبات وړ قاعده نلری ( ممکن یوه قمری میاشت ۲۹ ورځی او بله ۳۰ ورځی وی البته ۲۸ او ۳۱ ورځنی قمری میاشت شتون نلری، بله دا چی په مجموع کی قمری کال په ثابته توګه ۳۵۴ ورځی دی نه کم نه زیاد ).
    د هلال ( په عامه اصطلاح د میاشتی) روئیت او لیدل د یوی سیمی د جغرافیائی مؤقعیت د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری یعنی ممکن په یوه سیمه کی هلال ولیدل سی او په بله لیری سیمه کی و نه لیدل سی.
    څرنګه چی د نن ورځی انسان د ” سیاسی جغرافیا ” سره تعریف سویدی نو د هلال د رؤیت مسئله د عمومی ملی او حکومتی تصمیم سره تړلی دی بناً هر اسلامی هیواد د سیاسی جغرافیا په لمنه کی د هلال د رؤیت د مسئلی د ثبوت اعلان کوی څو د ټول هیواد وګړی په یوه وخت کی خپل دینی مناسک ولمانځی.
    د شرقی او جنوب شرقی آسیا اُفق د منځنی ختیځ د اُفق سره توپیر لری نو ځکه ددی هیوادونو د روژی یا اختر د ورځی ټاکنه ( مثلاً د سعودی یا خلیجی هیوادونو سره) زمانی مطابقت نلری.
    بله خبره دا ده چی دا احتمال هم شته چی ځینی وخت سیاسی مسائل د هلال د نه منلو سره هم ارتباط ولری یعنی دا چی د حکومتونو تر منځ د سیاسی ناندریو له کبله د هلال د روئت اعلان شا یا مخته سی، حتی دا احتمال هم شته چی ځینی وختونه د اقتصادی انګیزو له مخی د هلال د روئت په اعلان کی دستکاری او جعلکاری را منځته سی.
    لنډه دا چی:
    د هلال مسئله او پر هغی باندی د ټولی اسلامی نړی د عمومی توافق نشتوالی د تشویش او خپګان وړ خبره نه ده ( یوه طبیعی خبره ده) خصوصاً عامو پرګنو ته.
    د طالب حکومت به دا صلاحیت ولری چی د یوی عادلانه قضائی کومیټی د شاهدی په صورت کی د هلال د رؤیت اعلان وکړی خو ددی سوء ظن او بدګومانی د خُنثی کولو توان هم باید ولری چی ګواکی د طالب حکومت د پاکستان د دولت د نفوذ او اغیز پخاطر د هلال د روئت سره خپله مرموزه سلیقه کارَوی.
    وروستی خبره:
    د قمری کال حکمت ( خصوصاً د روژی په تړاؤ ) دا دی چی د روژی میاشت د طبیعت د څلورو فصلونو په موده کی راځی چی دا د روژه نیوونکی پر بدنی او روحی او عاطفی جوړښت باندی ډیره مثبته اغیزه لری. د یو څو راتلونکو کلونو ( لږ تر لږه ۱۵ کلونو ) په اوږدو کی د کمکیو او تازه بلوغ ته رسیدلو ځوانانو او پیغلو او حتی نابالغو کسانو لپاره د روژی نیول کوم ګران او سخت کار نه ښکاری ځکه د هوا له نظره موسم ډیر مناسب دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب