Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هند او یوې اروپايي سوداګري ټولنې ترمنځ د ۱۰۰ میلیارد ډالرو...

د هند او یوې اروپايي سوداګري ټولنې ترمنځ د ۱۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې موافقه

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰ مه) د هند د صنعت او سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال او د څلورو اروپايي هیوادونو یوې سوداګري  ټولنې نن (یکشنبه) د پانګونې او سوداګرۍ یوه موافقه لاسلیک کړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ګویال په یوه خبري غونډه کې وویل، دا موافقه د هند او د سویس، ناروې، آیسلنډ او لیختنشتاین د سوداګري ډلې ترمنځ شوې چې پر اساس به یې دا ډله (د اروپا د ازاد تجارت ټولنه) په ۱۵ کلونو کې په هند کې د ۱۰۰ میلیارد ډالرو پانګونه کوي.

د هند د سوداګرۍ وزیر ټینګار وکړ چې دا یوه عادلانه موافقه ده چې د دواړو خواوو ګټه پکې مساوي ده.

د هند د سوداګرۍ او صنعت وزیر په وینا، دا موافقه د دوو خواوو ترمنځ له ۲۱ پړاوه خبرو وروسته ترلاسه شوې ده.

د هند صدراعظم غواړي چې تر ۲۰۳۰ پورې د خپل هیواد صادرات په کال کې یو تریلیون ډالرو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...