شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهایران وايي، له افغانستانه یې د ترهګرو د وراوښتو مخه نیولې

ایران وايي، له افغانستانه یې د ترهګرو د وراوښتو مخه نیولې

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰ مه) په داسی حال کې چې ایران وايي، پوله ساتو یې د افغانستان په پوله کې له وسله والو ترهګرو سره نښټه کړې، یوه امریکايي ورځپاڼه وايي، داعش ډله په افغانستان کې غښتلې شوې ده.

امریکايي ورځپاڼې ډیلي بیسټ نن لیکلي، داعش ډله په افغانستان کې غښتلې شوې او ویره ده چې دا ځل به تر پخوا په قوت سر راپورته کړي.

د ورځپاڼې پر اساس، داعش ډلې په نورو هیوادونو کې د سیمو له بایللو وروسته افغانستان ته مخه کړې ده.

د دې راپور له خپرېدو سره هممهاله ایران ویلي چې له افغانستانه یې د ترهګرو د وراوښتو مخه نیولې ده.

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان حسین دهکي د خپل هیواد دولتي راډیو تلویزون ته ویلي چې ځواکونو یې د سې شنبې په ورځ د افغانستان په پوله کې له ترهګرو سره جګړه وکړه.

د دهکي په وینا ترهګر، چې شمېر یې ۱۰ تنو ته رسیده، افغانستان ته وتښتېدل.

د ایران تلویزیون وايي چې له دې پېښې وروسته یې د طالبانو حکومت ته رسمي اعتراض کړی دی.

که څه هم ایران نه دي ویلي چې له وسله والو ترهګرو یې منظور کومه ډله ده خو ظاهراً داسي ښکاری چې اشاره به یې داعش ته وي.

داعس په وروستیو کې په کرمان کې د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې دوې چاودنې وکړې چې له کبله یې لږترلږه ۹۰ تنه ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب