دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا سنا ته له افغانستان سره د بشري مرستو د درولو...

د امریکا سنا ته له افغانستان سره د بشري مرستو د درولو د طرحې وړاندې کېدل

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) د طالبانو د رژیم پر ضد د نړیوالو او امریکایي څېرو د څرګندونو په دوام، د امریکا یوه سناتور مارکو روبیو د دغه هېواد سنا ته له افغانستان سره د بشري مرستو په نوم د کېدونکو مرستو د درولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په دې اړه د امریکا سنا جرګې ته د یوې لایحې طرحه هم وړاندې کړې.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، که سنا جرګه دا طرحه تایید کړي؛ د امریکا لخوا به افغانستان سره د بشري مرستو په نوم د پراخو نقدي مرستو دوام ودروي.

دغه امریکایي سناتور د یادې شوې طرحې د وړاندې کولو پر مهال ادعا کړې، چې یادې مرستې د طالبانو رژیم ته په لاس ورځي او د ده په وینا؛ دوی ترې د تروریستي اهدافو لپاره کار اخلي.

یو شمېر شنونکي او ان د طالبانو ځینې مخالفې جنګي څېرې لکه: احمد مسعود بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د درولو مخالف دي.

د دوی په باور، په اوسني وخت کې چې افغانستان تر بل هر وخت بېساری بشري او اقتصادي ناورین تجربه کوي؛یادې مرستې که په لږه اندازه هم عامو افغانانو ته ورسول شي، د ستونزو د کمولو لپاره یې ضرور دي.

له دې سره، ځینې نور څارونکي د طالبانو پر رژیم نیوکې لري چې په افراطي کړنو یې افغانانو او نړیوالو سره د خپل تعامل مخه ډب کړې او د دې وضعیت بیه فقر ځپلي افغانان پرې کوي.

طالب چارواکو او ویاندویانو مخکې رد کړې، چې ګواکې له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستو نه دوی استفاده کوي، یا لاسرسی ورته لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب