یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد م.م سرمنشي: افغانستان د ښځو پر حقونو د تر ټولو بدو...

د م.م سرمنشي: افغانستان د ښځو پر حقونو د تر ټولو بدو بریدونو هېواد دی

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، چې افغانستان د ښځو پر حقونو د تر ټولو بدو بریدونو لرونکی هېواد دی.

نوموړي د نړۍ د ښځو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: افغان ښځې په نړیواله کچه، تر ټولو بد وضعیت کې دي؛ ځکه پر حقونو یې تر ټولو بد بریدونه شوي.

هغه د بېلګې په توګه، د زده کړو او کار له حقونو د افغان نجونو او ښځو بې برخې کېدو ته اشاره کړې، چې د طالبانو په دوه نیم کلنه دوره کې پرې دا وضعیت حاکم شوی.

ګوتریش د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: په ټوله نړۍ کې د ښځو پر حقونو بریدونه شوي، پر دوی مدني فضا محدوده شوې او د ښځو د حقونو مدافعان له عدالت څخه د دفاع له امله جدي خطرونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، د خپلو خبرو په دوام د افغان ښخو وضعیت د تر ټولو بدې بېلګې په توګه یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې دغه بد وضعیت د زغملو وړ نه دی.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو کابو دوه نیم کاله وځي.

طالبانو د ۲۰۲۲ په دسمبر کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم بند کړل.

په کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګروملتو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز، پارکونو، حمامونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو پر تګ بندیز او د سینګارتونونو ممنوعیت په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو نور افراطي اقدامات ګڼل کېږي.

طالبان وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو افراطي کړنې په پراخه کچه د افغانانو، د دوی د نسبي متحدینو او نژدې ټولې نړۍ له مخالفتونو سره مخ شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب