د یوې سرېزې په پلمه،
دا لکه د نیمې شپې سندره
ژبه د ټولو انسانانو یوه ګډه شتمني ده او شعر بیا د یوې ژبې معنوي شتمني بللی شو.
شعر یو ژبنی هنر دی او شعر د ژبې له نوښت او پایښت سره، سروکار لري او هغه شعر تلپاتې دب دبه خپلولی شي، چې په هغه شعر کې شاعرانه تخیل وپنځول شي اوداځکه چې شاعرانه تخیل دشعر ویلوستره هستي ده .
هرښکلی شعر د هنري جوهر درلودونکی وي او هر شاعر چې د خپل ښکلي شعر ماڼۍ، د یوه هوښیار مهندس په څېرپه لوړاحساس او عالي فکر ورغاوي، نونندارې ته یې هرڅوک پښه نیولی شي .
د پښتو شعرماڼۍ ته د پښتو ژبې هرشاعر لپې لپې شعرونه ډالۍ کړي دي، خو ځینو شعرونو ورته لنډمهاله ښکلا اور نګیني بخښلې ده او ځینو ورته اوږدمهاله او ان تلمهاله شعري ډالۍ اهدا کړې ده …
زه چې اوس په کومې شعري ټولګې څوټکي او څوکرښې کاږم، د ازموږ د زمانې د یوې ګرانې او په وطن، د یوې میېنې خور زړه راښکونکي شعرونه دي…
ضیاجان کاکړ یادووم، نه یوازې یوه ښه انجینر ده،بلکې یوه نوښتګره شاعره یې هم بللی شو.
کوم بد نظر درباندې پرېووت دخیرنوسترګو
اې راته ګران افغانستانه سرګردانه دې کړم
دغه شعردهمدغې ویاړلې اوپیاوړې شاعرې،اغلې ضیاجان کاکړې ده ، چې دخپل ښځینه احساس له مخې یې دوطن مینې ته دشعر تنکۍ اووریښمینې جامې وراغوستې دي .
شکسپېیربه وېلې ، هغه تلپاتې اند اوفکر،هغه وخت دپام وړ ګڼلی کېږي ، چې په یوه رښتني اثر کې هنري ښکلا پنځول سوي وي. وګورۍ په دغه شعرکې دخوږژبې شاعرې ،چې دخپلې ټولنې واقېعت یې په هنري اندازانځورکړی دی…
اغلې ضیاجان څه ښه وایي :
نړۍ هم په غوسه ده ورنه اخلي تېرپورونه
د دغو بدنصیبو خو همدا د ژوند بهیر دی
دیوه هنري اثر ښکلا هغه مهال دزړه تل ته پرېووځي،چې هنر مند اوشاعردخپل چاپېریال رښتنې انځورټولنې ته وړاندې کړي . وګورۍ ددغې شاعرې ،دشاعري څورنګینې بېلګې :
زموږ شونډې خوخنداته جوړې نه شوې
ته خو ووایه چې ویرساعت په څودی
نه لارښود شته ،نه امام څوک پیداکېږي
دادخټوجوړتصویرساعت په څودی
ددې لپاره چې دشعر هنري دب دبې ، هنري نوښت اوپایښت ته زیا ن ونه رسېږي اړین اوحتمي نه دی چې شاعر یوازې وچ کلک حقیقت بیان کړي ، ولې دشاعر کمال اومقام په دې کې دی ، چې دحقیت بیان ته دهنر جامې په تن کړي .
هغه هم داسې لکه یوه ښکلې ګلرنګینه ناوې چې داسې سنګار شوې وي لکه یوماهر بڼوال چې دګل ونو اوګلبوتوګلورینې،لمرینې اوزرینې څانګې دسهار په پرخو مینځلي وي.
که چېرې شاعردیوې سنګارګرې په څېرچې غوږوالۍ ، نتکۍ، پېزوان اودسنګار نور توکي په خپل خپل ځاې لګوي ، داسې خپل یو شعرپه رنګینو ټکو، په زړه راښکونکولفظونو سینګار کړي ، نوبیا خو شعرهمغه ۱۸ کلنې پېغلې ته ورته ده ،هغه زما خبره « پیغله چې دخټو وي هم ښکلې وي . »
خو که چېرې غوږوالۍ دنتکۍ پرځاې ټک وهو اویا دسترګو درنجو اوښکه له سترګو، نه اوله شونډو راوڅڅېږي ، نوبیاخوبه څوک سرې شونډې اوتورې سترګې نه یادوي .
راځۍ چې دغه ښکلي شعر ته هم تم شو :
زړه لېونی شوی تېر وختونه رانه غواړي
ښکلي دیارانو بنډارونه رانه غواړي
درنو دوستانو!
که څه هم دشاعرې خور، دغه لومړنۍ شعري ټولګه ده اودشعر پېغلتوب یې دشعر په ګلبڼ کې نوی راټوکېدلی دی…یالکه داسې چې یوتنکی،نازولی ، پيمخی اومینه ناک ماشوم پخپلوتنکېیوپوندوپل اخلي اوبیا ورته دکورو کلي پېغلې راټولې وي اوپخپلو لورېینواوپېرزوینو یې نازوي .
دخور بي بي شعرونه لکه دلغمان دشولو بزغلی،چې څپک څپک شي یورنګ اوخوند لري ، بیاچې شولې ډډې شي بل رنګ جامې اغوندي اوپه پاې کې چې دشولو طلایي څڼې لکه لندنۍ پېغله وغوړېږي اودمازدیګر رنګینې وړانګې ورغاړه اوځي … هغه ده چې بیا دکوروکلي پېغلې دنندارې لپاره بلۍ ته پورته شي،ته به وایې دکمکي اختررنګینې شېبې دي،دپېغلوپه نکریزوسره لاسونه ، اوږدې څڼې ،سرې زرکینې سترګې ،لونګ لونګ ځونډي،دنیمزالو پېغلو خوبونه ،خاطرې اویادونه په نڅاشي.
که خداکول دضیا کاکړشعرونه به هم یووخت دغه دب دبه اورنګیني خپله کړي .
په لومړي سرکې دهرشاعر شعرونه،لکه دکلي باغچه چې کله پکې تنکي ګلبوټي کېنول شي،بیا ورورو ذمبق دمبق شي ،څانګې شي،ګګرې شي اوپه پاې کې داسې ونه شي ،چې ډېر جل وهلي اوغرمو ځپلي ،ستړي ستومانه خلک ترې لاندې دمه جووي.
زه په همدې هیله ،چې داغلې ضیاکاکړې شعرونه به هم لکه دپسرلي تنکی ګلاب چې دنیم شپې چوپتیا ته په پټه خوله غوړېږي،خپلې رنګینې شونډې پرانيزي .
هو! … بیاهم په همدې هیله چې داغلې ضیاجان شعرونه به دپیمخو اونیمزالوګلبوټوپه څېروغوړيږي اوداسې به هرچاته …، لکه دنیمې شپې سندره خولې ته ځي راځي .
درنودوستانواودشعر مینه والو !
که دخوږ ژبې مینه ناکې شاعرې،شعرونه ولولۍ،لپې لپې مینه،انساني خواخوږي،دشعر رنګینې شېبې،لورېینې اوپرزوینې پکې موندلی شۍ ،په ډېر درنښت تاسې درانه دوستان یې لوستلو ته رابولم… ځغم موپه لېمو!!
مینه اوادب
سنګروال
دمارچ ۸مه۲۰۲۴
لندن