سه شنبه, مې 14, 2024
Home+ د طالبانو وروستی حکم | عبدالباري جهاني

 د طالبانو وروستی حکم | عبدالباري جهاني

د افغانستان اسلامي اِمارت د بدخشان ولایت مسوولو مقاماتو، د روژې د میاشتي په دوهمه یعني ۲-۹-۱۴۴۵یو حکم صادر کړی دی چي په هیڅ توګه د اسلام د مقدس دین له اساساتو سره سرنه خوري. د بدخشان والي په پورتني تاریخ د برات یا شعبان د میاشتي د نهه ویشتمي ۲۹-۸-۱۴۴۵ د فیصلې په اساس په لاندي متن مکتوب صادر کړی دی:

        بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: راجع به ابلاغ فیصله جلسه امنیتی مورخ ۲۹-۸-۱۴۴۵ مقام ولایت.

به ریاست محترم ارشاد، حج و اوقاف!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاتهُ.

حسب فیصله جلسه امنیتی مورخ ۲۹-۸-۱۴۴۵ مقام ولایت هدایت داده میشود؛ افراد که نماز تراویح را (۸) رکعت اداء مینمایند شناسایی نموده، غرض تصامیم بعدی به مراجع کشفی و استخباراتی رسماً معرفی شوند.

 با احترام

الحاج مولوی محمدایوب « خالد»

والي بدخشان

کاپیها

به ریاست محترم استخبارات.

به ریاست محترم امر بالمعروف و نهی عن المنکر.

لومړی خو ما (جهانی) څو میاشتی مخکي او دغه راز ښايی دوه کاله مخکی، د معتبرو احادیثو په استناد، وښودله او ثابته مي کړه چي تراویح په اسلام کي نسته. تراویح نه د قرآن شریف په حکم فرض سوي او نه د حدیث شریف په حکم سنت سوي دي. بلکه تراویح د عمرفاروق بدعت دی؛ په داسي حال کي چي دا صلاحیت نه له عمر او نه له بل هیڅ مسلمان سره موجود وو چي یو لمونځ جوړ کړي او پر هغه باندي د تراویح نوم کښیږدي.

مخکي له دې چي دې بحث ته ولاړ سم چي تراویح یو تش بدعت دی، داسي به یې فرض کړو چي تراویح سنت لمونځ دی. سوال دا دی چي دا په کوم کتاب کي راغلي دي چي سنت لمونځ دي په جماعت اداء کړه سي؟ جماعت یوازي د لمانځه د فرض رکعتونو لپاره راغلی دی. اوس به نو زه بیرته هغه احادیث، چي ښايی دوه ځله مي راوړي وي، یو ځل بیا د خپلي ادعا د اثبات لپاره راوړم.

د صحیح بخاري ۲۰۱۰ او په بخاري کي د کتاب الصلواة التراویح دریم حدیث وايي:

عبدالرحمن بن عبدالقاري وویل: «زه د روژې په میاشت کي یوه شپه له عمر بن الخطاب سره مسجد ته ولاړم او هلته مي ولیدل چی خلکو د بېلو بېلو ډلو په شکل لمونځونه کول. یو سړی به یوازي ولاړ وو یوه بل سړي بیا له یوې وړې ډلي سره، چي تر شا به یې ولاړ ول، لمونځ کاوه. نو عمر وویل زما په عقیده بهتره به دا وي چی دا کسان د یوه امام تر شا راغوند کړم څو په جماعت لمونځ وکړي. نو یې اُبی بن کعب ته وویل چی د خلکو امامت وکړه. زه یوه بله شپه بیا له عمر سره مسجد ته ولاړم او هلته مي ولیدل چي خلک په یوه امام پسي ولاړ دي. عمر چي دوی ولیدل نو په زوره یې وویل چي څه ښه بدعت مي وکړ (نِعمَ البدعة هذهِ)

د همدغه کتاب په پنځم حدیث کي راغلي دي:

یحیی بن بُکیر د اللیث او هغه د عقیل او هغه د ابن شهاب او هغه د عُروة له قوله وايی چي ده ته عایشې رض وویل چي «پیغمبر ص یوه شپه د شپې په منځ کي مسجد ته ووت او ځینو کسانو په هغه پسي لمونځ وکړ. په سهار خلکو یوه بل ته وویل او په بله شپه زیاتو کسانو په پیغمبر ص پسي لمونځ وکړ. په ورپسې شپه د خلکو شمېر نور هم زیات سو. په څلورمه شپه په مسجد کي دونه خلک را جمع سوي ول چي خلکو ته ځای نه وو. پیغمبر ص په هغه شپه مسجد ته ور ونه ووت. په سبا سهار پیغمبر ص له خلکو څخه پوښتنه وکړه چي پوهیږئ زه ولي تېره شپه راونه وتلم. علت یې دا دی چي که زه تېره شپه هم راوتلی وای نو تاسی به دا لمونځ پر ځانونو باندي واجب کړی او بیا به مو کولای نه سوای. پیغمبر وفات سو او وضع په هغه شکل دوام وکړ او خلکو به د شپې له خوا په ځانګړي ډول لمونځونه کول»

همدغه حدیث په همدغو عباراتو په صحیح مسلم او د احادیثو په نورو کتابونو کي راغلی دی. او په څرګنده ښکاري چي دا د عمربن خطاب بدعت دی او عبدالرحمن بن عبدالقاري د عمر له خولې وايي چي هغه پخپله وویل چي څه ښه بدعت مي وکړ.

اوس نو طالبان د کوم شرعي حکم په اساس خلک د تراویح لنډولو او یا نه کولو په ګناه استخباراتو ته معرفي کوي چي هلته به حتماً سخته سزا هم ورکوله کیږي؟ او که چیري له عمر بن خطاب سره د هغه بدعت ومنو بیا سوال دا دی چی دا چا ثابته کړې ده چي تراویح شل رکعته دي، که اته رکعته دي او یا لږ یا ډېر؟

البته د طالبانو زور څوک نه لري. هغوی چي څه غواړي هغه کولای سي. د زور اوبه پر لوړه خیژي. او که یې داسي فرض کړو چي تراویح سنت دي او باید چي د روژې په میاشت کي حتماً شل رکعته په جماعت وسي ځکه چي دا د طالبانو حکم دی. نو بیا خو د سنت کمول، قضا کول او حتی پرېښودل داسي ګناه نه ده چي مرتکب یې باید د سزا لیدلو لپاره استخباراتو ته معرفي سي. لوستونکو ته دي معلومه وي چي که څوک لمونځ قضا وکړي نو قضايی یوازي فرض رکعتونه کیږي. هیڅوک د قضايی لمانځه په وخت کي سنت رکعتونه نه کوي او د دې معنا دا ده چي سنت اختیاري شی دی. طالبانو ته څوک د هدایت دعا هم ځکه نه سی کولای چي هغوی ټول کارونه قصداً کوي.

14 COMMENTS

  1. طالب بیخي ډیر بې عقل دي. هره ورځ د ځان د شرمولو سندونه تاریخ ته سپاري. مننه استاده.

  2. عمر بن خطاب ډیر بدعتونه زیږولی دی چی وړوکی ئی د تراویح لمونځ دی ( دا مسئله په صحیح مسلم کی په واضح توګه بیان سویده ) بله دا چی د ” فاروق ” لقب هم د یوی مرموزی منبع لخوا عمر بن خطاب ته ورکړ سو.
    جالبه دا ده:
    شیطان وکولای سوای سیدنا و امامنا ابراهیم علیه السلام او اسمعیل علیه السلام ته ور نژدی سی او هڅه وکړی سیدنا اسمعیل علیه السلام اِغوا کړی خو همدی شیطان د مدینی په کوڅو کی د عمر بن خطاب څخه فرار کاوه چی پدی حساب ( ددی اسرائیلیاتو پر بنسټ) د عمر بن خطاب مرتبه تر ساداتنا ابراهیم او اسمعیل علیهم السلام لوړه ده العیاذبالله) .
    د نبی علیه السلام تر رحلت وروسته بیا تر نن ورځی پوری د ویښ مسلمان انسان شعور ته سپکاوی همداسی جریان لری.

    • حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا يَعْقُوبُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ حَدَّثَنِي أَبِي، عَنْ صَالِحٍ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، أَخْبَرَنِي عَبْدُ الْحَمِيدِ، أَنَّ مُحَمَّدَ بْنَ سَعْدٍ، أَخْبَرَهُ أَنَّ أَبَاهُ قَالَ ح حَدَّثَنِي عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ سَعْدٍ، عَنْ صَالِحٍ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنْ عَبْدِ الْحَمِيدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ زَيْدٍ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ اسْتَأْذَنَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، وَعِنْدَهُ نِسْوَةٌ مِنْ قُرَيْشٍ يُكَلِّمْنَهُ وَيَسْتَكْثِرْنَهُ، عَالِيَةً أَصْوَاتُهُنَّ عَلَى صَوْتِهِ فَلَمَّا اسْتَأْذَنَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ قُمْنَ فَبَادَرْنَ الْحِجَابَ فَأَذِنَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَدَخَلَ عُمَرُ وَرَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَضْحَكُ، فَقَالَ عُمَرُ أَضْحَكَ اللَّهُ سِنَّكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ‏.‏ فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ‏”‏ عَجِبْتُ مِنْ هَؤُلاَءِ اللاَّتِي كُنَّ عِنْدِي فَلَمَّا سَمِعْنَ صَوْتَكَ ابْتَدَرْنَ الْحِجَابِ ‏”‏‏.‏ فَقَالَ عُمَرُ فَأَنْتَ أَحَقُّ أَنْ يَهَبْنَ يَا رَسُولَ اللَّهِ‏.‏ ثُمَّ قَالَ عُمَرُ يَا عَدُوَّاتِ أَنْفُسِهِنَّ، أَتَهَبْنَنِي وَلاَ تَهَبْنَ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقُلْنَ نَعَمْ، أَنْتَ أَفَظُّ وَأَغْلَظُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم‏.‏ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏”‏ إِيهًا يَا ابْنَ الْخَطَّابِ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ مَا لَقِيَكَ الشَّيْطَانُ سَالِكًا فَجًّا قَطُّ إِلاَّ سَلَكَ فَجًّا غَيْرَ فَجِّكَ ‏”‏‏.‏
      دا حدیث ډیر اوږد دي، خو د ورستیو کرښو ژباړه یې دا ده چې ای عمره د ما د په هغه رب قسم وي چې د ما روح یې په لاس کې دي ، په کومه لار چې ته روان وي شیطان له هغې لاري څخه ډډه کوي.
      صحیح امام البخاري حدیث شمیره ٣٦٨٢.

  3. جهاني صاحب تاسو كولي شي چی طالبان او د هغوی سیاستونه نقد کړی اعتراض وکړی غلط یی ثابت کړی بی له دی چی د عامو مسلمانانو مشاعروته صدمه ورسوی په ډیر احترام سره تراویح تش بدعت نه دی هغه که اته رکعته وی یا دولس یا شل بل داچی عمر رضي الله عنه یو عادی انسان نه وو چی په وینا او یا لیکنه کی هغه د یو خورا عادی شخص په توکه یاد کړو.

  4. ښاغلی جهانی صیب زه نه ملا، نه طالب اونه وهابی یا سلفی یم. د بدخشان د والی د دغه مکتوب سره مخالف یم.
    زه د پلار، نیکه او د کلی د ملا امام په لارښونه ۲۰ رکعته د تراویح لمونځ په مسجد او کله په کور کی کووم.

    ما د ملایانو څخه اوریدلی او زده کړی دی، جه حضرت محمد ص په مسجد کی ۸ رکعته تراویح لمونځ کړیدی، بیا یی بل وخت ۱۲ رکعته د تراویح لمونځ کړیدی.
    وای کله چه حضرت محمد (ص)وفات شو. د روژی په میاشت کی د تراویح د لمانڅه په سر خلک دوه ډلی شو. یوی ډلی ویل چه مونږ تراویح ۸ رکعته کوو او بلی ډلی ویل چه مونږ تراویح ۱۲ رکعته کوو. د دغی دواړو ډلو تر مینځ شخړه په زیاتیدو شوه نو حضرت عمر (رض) چا حبر کړه، چه په پلانکی مسجد کی د تراویح د لمانڅه په سر د دوو ډلو تر مینځ شخړه روانه ده، که دغه شخړه ژر حل نشی نو کیدایشی چه په مسجد کی د وینو بهیدل او غټه غمیزه پیدایشی.
    کله چه عمر رض په مسجد کی دواړه ډلی کښینولی نو یوه ډله هم نه راضی کیده. یوی ډلی ۸ او بلی ۱۲ غوښتل.
    په دغه وخت کی حضرت عمر رض د وخت د جهیدو علمآوو سره ځانته مشوره وکړله، او د شخړی د حل لپاره یی لاره داسی جوړه کړه. چه ۸+۱۲=۲۰ . بیا یی دواړه ډلی پدی راضی کړی چه حضرت محمد ص هم ۸ رکعته او هم ۱۲ رکعته کړیدی. نو مونږ د جهیدو علمآوو سره په دیی مشوره ورسیدلو چه تراویح لمونځ ۲۰ رکعته شو. چه د دغی خبری په اوریدو دواړه ډلی راضی شوی.

    کله چه د دغی ۲۰ رکعته څخه بی بی عایشې رض ته خبر ورسید. هغی د حضرت عمر رض څخه پوښتنه وکړه چه تاسی ولی دا کار وکړه.
    ځکه حضرت محمد ص خو ۸ او کله ۱۲ رکعته کړیدی. حضرت عمر رض ورته د مسلمانانو د شخړی ټوله قیصه وکړه. وروسته بی بی عایشې رض قناعت وکړو.

    ستاسی د ښاغلی دغه خبره (عمر چي دوی ولیدل نو په زوره یې وویل چي څه ښه بدعت مي وکړ (نِعمَ البدعة هذهِ) کیدایشی جهانی صیب تاسی د ځانه دغه خبره نه وی کړی، حتمند مو د کوم کتاب په حواله ویلی ده،
    خو که فکر وکړو دغه خبره د حضرت عمر رض د خولی څخه وتل او هغه هم په لوړ اواز سره ، شاید سمه نه وی، ځکه دا خبره د هغه د شان او خلافت سره ټکر خوری. کیدایشی جا ورپسی لیکلی وی.

    بله خبره که د یو څو دقیقو لپاره نا اعوذ بالله د دین خبره پریږدو.
    اوس عقل، پوهی او ښی روغتیا ته راشو، په روژه ماتی کی انسان تر حده زیاته ډوډۍ خوری څکه ټوله ورځ یی ولږه او تنده تیره کړی وی. که په دغه مړه ګیډه یو انسان ویده شی شاید د روغتیا مشکل ورته پیدا کړی. هر چا چه دغه پریکړه، غوره لار یا تراویخ او بیا په مسجد کی لازم کړیدی، ډیره منطقی پریکړه یی کړیده. د یوی خوا تر مسجده پیاذه حرکت او بیا شل رکعته تراویخ لمونځ د هضم او روغتیا باعث ګرڅی.
    بدعت تعریف: کوم کار چه حضرت محمد ص نه وی کړی او د هغه د وفات څخه یی وروسته څوک وکړی هغی ته وای.
    ښاغلی جهانی صیب تاسی به اوریدلی وی چه په قرآنکریم کی څینی ایاتونه د پخوا راهیسی یا ورک شوی، یا نه دیی لیکل شوی او یا دیاد څخه وتلی دی. لکه په قطب جنوب کی دوه میاشتی ورځ او دوه میاشتی شپه وی. نو یو انسان خو نشی کولی چه دوه میاشتی روژه ونیسی. کله چه داسی مسایل او مشکلات پیداکیږی نو جهید علمآ سره راغونډیږی او فیصله کوی، چه دغی ته اجتهادی پریکړی وای.
    نو کیدایشی حضرت عمر رض هم د مسلمانانو د مشکلاتو او وینی تویدو په هکله د ۲۰ رکعته تراویح لمانځه پریکړه کړی وی.
    دا وه د کلی د ملا امامانو خبری چه مونږ تری اوریدلی دی.
    که کومه کلیمه یا خبره می غلطه لیکلی وی بخشش غواړم.
    مننه

    • محترم وطندار صیب له هر چا چې مو اوریدلی او له هر مأ خذ نه مو چې اخستی او که مو خپل تحلیل ورباندې کړی وی خو د تراویح د لمانځه په باب مو معقول دلایل وړاندې کړی او ما د هیڅ کوم عالم او مولوی له خولې، نه وه اوریدلې. او چې انصافی خبره وکړم نو مسأله مو له اختلافی حالت نه ویستلې او باید زیاتی لانجې ورباندې ونشی، په فکر او قلم مو برکت.

  5. د افغانانو یوه لویه ستونزه دا دئ چې نه په خپله پوهیږو او نه هم بل ته غوږ نیسو. هغه د پخوانیو رجالو خبره چې هر سړې من دئ. لومړي جهانې صاحب ته په ټول درناوي، د اسلام په دین کې مونږ څلور ماخزه لرو : قرآن، احادیث، قول او فعل د اصحاب النبی ص، او اجماع د علما د اهل سنت والجماعت. ترتیب د فرضیت د مسایلو په اسلام کې په همدې ترتیب کیږي. دا کار څؤک کولى شئ؟ هغه خلک چې لومړى په عربی ژبه مطلق حاکمیت ولري او تفسیر د قرآن او سبب د نزول د آیاتو ورته معلوم وي. د احادیثو علم یو څه مغلق دي، سلسه د راويانو او علم د جرح او تعدیل اړین دي. دا کومې سپکې سپوري چې د الفاروق رض په هکله لیکل د روافضو دسیسه او د ځینو خبیثانو له لارې یې مخته وړي. پدې کې داسې خلک سته چې د هدایت په دعا هم نه ارزي.

  6. دوطندار صاحب خبری حقیقت اوله منطق ډکی دی

    په قلم دبرکت شه
    کره دلایل دوړاندی کړیدی

  7. په پورته تبصرو کی پر اصلی موضوع رُڼا نه ده اچولی سوی، ښاغلی جهانی صاحب پوښتنه کړیده چی آیا طالب دا حق لری چی د ۸ رکعتونو تراویح پخاطر د مسجد امام او مقتدیان خپل استخباراتی دفتر ته احضار کړی؟

  8. سلامونه
    زه د وطندار او پاچا د څرګندونو پلوی یم ،
    ښاغلی پخوانی شاعر تاریخپوه او څیړونکی او بیا وزیر صاب جهانی آغا ، فکر کوم دا جِدی او حساس دینی او مذهبی مسایل له کوم ماسټر یا دکتورا شیخ الحدیث سره مباحثه وکړي او بیا دې نتیجه په ټولیزو رسنیو کښې شریکه کړي ؛ نه دا چې د پلرونو او نیکونو حنفي او نورو مذاهبو د اهل سنت او جماعت پیروانو تر منځ شک او شبهې واچوي!!!! ؛ په اسلام کښې د۷۲ فرقو برسیره کیدل او تخریبات ی مد نظر ولری!
    زه پخپله د تراویحو شل څه چې د یرش رکعتو ( ۳۰ ورځې روژې دي!) طرفدار یم او صحت ته ېې ښې بولم ؛ مګر که څوک نه پقاریږي؛ په لس یا دری ورځو کې د قرآن کریم د ختم نه بلکه لکه د سعودي شیخ سدیس په هر رګعت کې دیوې رکوع تلاوت په تدبیر او تفکر پلوی یم.
    د بدخشان د والی دا حکم د عفوء ې عمومي ؛او په دی نازکو شرایطو کې نالازم ګڼم .
    والسلام علی من اتبع الهدی ا.

  9. دا چې طالب جاهل او خوارجو څه ویلي یا لیکلي په بحث نه ارزي. ځکه هغوې انحرافي عقاید تر لمر روښانه دي. له دغې لیکني او تبصرو څخه دا جوته کیږي چې د اسلام عقایدو او ددین مشرانو او ارکانو په هکله د مسلمانانو په زړونو کې د شک او تردید د ایجادولو پوره هڅه سوي. داسې بې منطقه او او افراطي منحرفین چې د اوداسه په احکامو هم نه پوهیږي عمر رض ته د رسول ص ثابت سوي لقب د الفاروق تر پوښتنې لاندي نیسي او اسرایلی روایاتو خطاب ور ته کوي. دوهمه موضوع د بدعت د کلیمه یادونه دی. بدعت په علم معاني کې نوي شي ته وایې. علما بدعت په دوه ډوله تعبیروي:
    لومړی د ژبې د معنی پر اساس نوی شي چې اصل یې موجود وي. د مثال په ډول په یو مصحف کې د قرآن راټولول. دا کار د عثمان رض په خلافت کې شوي. دا هغه بدعت دي چې اصل یې موجود وو خو په مصحف کې راټولول یې نوي کار وو. د دې معنی دا ندي چې قرآن کې بدلون راغلي. تراویح اصل له رسول ص څخه ثابت دي، په یو امام پسې د مسلمانانو راټولول هغه نوی عمل دي چې اصل یې ثابت لکه د غره ولاړ دي.
    په دین کې هغه بدعت ګناه دي چې اصل یې ثابت نه وي او خلک یې په عباداتو کې شاملوي. د مثال په ډول شپږ وخته مونځ کول یا د مازدیګر فرض د ٤ په ځاې ٦ رکعته کول دا بدعت دي ځکه اصل یې ثابت ندي. د جهاني صاحب لیکنه انحرافي او چپې عقایدو ته متمایله ښکاري او کیدي سی په غیر شعوري ډول د اسلام دښمنانو ته هغه سوټي په لاس ورکوي چې اسلام په دا سر سر اووهي. خو دا هڅه به ماشومانه او ناکامه تجربه وي. ځکه دلته د دین په نامه د وینو سیلابونه بهیدلي.

    • عربي ژبه ډیره غني ژبه دي. نو عرب هغه جاهل ته چې ځوان وي او بیا هدایت ورته وسي د جهل خطاب کوي. خو کوم خلک چې له موره شوده او جاهل پیدا سوي وي نو هغوى ته د جوهال لقب ورکوي. البته په کتب سته پوهیدل د هر للو پنجو کار هم ندي.
      او دا ازمایل سوي جوهال په ځواب نه ارزي. زه به په دا آیت عمل وکړم : قول الله سبحات و تعالی: و إذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما .

  10. زموږ د مُلایانو او د هغوی د مریدانو اصلی ستونزه دا ده چی پیغمبر علیه السلام ته د دروغو احادیثو د انتساب په هکله هیڅ حساسیت او غبرګون نه ښئی او دا واقعیت نه منی چی:
    سِته صحاح د حق او باطل معجون دی او بس.

  11. د جهل کلمې ماده په قران کريم کې ۲۴ ځايه(۱) راغلې ده. جهل د علم ضد دی. معنا يې سپکوالی، د علم او معرفت ضد دی.

    په قران کريم کې د جهل اشتقاقونه په دې ډول دي: تجهلون، يجهلون، جاهل، جاهلون، جهول، جهالة، جاهلية. دا هره يوه کلمه ځانګړي بحث او تحقيق ته اړتیا لري، ولې دلته به يوازې د جاهليت کلمه وڅېړل شي.

    د جاهليت معنا: الجاهلية ماکانت عليها العرب قبل الاسلام من الجهالة والضلالة. وفي اصطلاح أهل الكلام, اعتقاد الشئ علی خلاف ما هو عليه(۲) هغه حالت چې عربو پکې له اسلامه مخکې ژوندکاوه او د علم کلام علما وايي چې د حقيقت پر ضد عقيده لرلو ته جاهليت وايي.

    لسان العرب چې د عربي لغاتو معتبر قاموس دی وايي چې جهل د علم نقيض دی او جاهليت هغه حالت دی چې عربو پکې له اسلامه مخکې ژوند کولو چې له الله تعالی، د هغه له رسولانو، او د دين له احکامو ناخبره وو. همدا رنګه پر نسبونو فخر، کبر، غرور، په نورو زياتی او ظلم او داسې نور.(۳)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب