یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهکابل کې د واکمن رژیم د ۴ وسله والو مخالفانو د وژلو...

کابل کې د واکمن رژیم د ۴ وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا

تاند (جمعه، د حوت ۲۵مه) د طالبانو د رژیم یو شمېر ویاندویانو د یوې ویډیو له خپرولو سره ادعا کړې، چې د دوی ځواکونو د کابل ښار په ۱۵ مه ناحیه کې د جمعې په شپه خپل ۴ وسله وال مخالفان وژلي.

په خپره شوې ویډیو کې د یوه طالب غږ اوریدل کیږي، چې وژل شوي کسان د دوی پر یوې پوستې د ګرنټ بمونو د برید په هڅه تورنوي او وایي، چې له برید مخکې دوی دغه کسان وژلي دي.

په خواله رسنیو کې دغه خپره شوې ویډیو چې د بلخ لپاره د طالبانو د والي د ویاند حاجي زید په ګډون د دوی یو شمېر نورو مطبوعاتي څېرو خپره کړې؛ پکې وژل شویو کسانو ته د « بغاوت ګرو» خطاب کړی، خو نه یې دي روښانه کړي چې په مشخص ډول یې منظور د دوی کوم وسله وال مخالفان دي؟

پرون پنجشنبه ناوخته د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې ( ملي مقاومت جبهې) ادعا وکړه، چې د کابل ښار په زړه کې مخابراتو وزارت ته څېرمه دوی د طالبانو پر یوې پوستې چاودنه کړې او د دوی ۵ ځواکونه یې وژلي دي.

طالبانو د دغې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو معمولاً داسې خبرونه بې ځایه تبلیغات ګڼي او وایي د دوی خلاف هیڅ کومه وسله واله ډله عملي فعالیت نه لري.

څو ورځې مخکې، د طالبانو یوې بلې وسله والې مخالفې ډلې( ازادۍ جبهې) چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستني راپور کې یې د طالبانو د رژیم خلاف بریدونه تر یوې اندازې د پام وړ ګڼل شوي وو، د یوې اعلامیې له خپرولو سره وویل، چې په مشروط او یو اړخیزه توګه یې د روژې او راتلونکي اختر په مناسبت خپل بریدونه ودرولي.

د ازادۍ جبهې په روژه کې په مشروط ډول د حملو د درولو اعلان وکړ – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب