Homeخبرونهد ازادۍ جبهې په روژه کې په مشروط ډول د حملو د...

د ازادۍ جبهې په روژه کې په مشروط ډول د حملو د درولو اعلان وکړ

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۱ مه) د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان وکړ چې د روژې په احترام به په دې میاشت کې په هغه صورت کې پر طالبانو برید ونه کړي چې دا ډله پر دوی برید ونه کړي.

د ازادۍ جبهې، چې په وروستیو کې پر طالبانو ګڼ بریدونه کړي او مرګ ژوبلې یې وراړولي، ویلي چې نه یوازې د روژې بلکې د اختر تر پای ته رسیدو پورې به پر طالبانو بریدونه ونه کړي.

خو دې جبهې پر طالبانو د برید نه کولو شرط هلته سخته کړی چې ویلي یې دي:«که طالبان د ملکیانو په تېره بیا ښځو په وړاندې غیرانساني او له تشدده ډک چلند پای ته ونه رسوي، دوی به د روژې په میاشت کې د دې ډلې پر ضد له پوځي اقداماتو لاس وانخلي.»

په وروستیو کې دې جبهې په تېرو دوو کلونو کې پر طالبانو د زرګونو بریدونو خبر ورکړ.

د ازادۍ جبهه وايي چې په یاده موده کې یې ۵۹۲ طالبان وژلي او ۶۹۹ نور یې ژوبل کړي دي.

طالبان د خپلو مخالفانو د ادعاوو په اړه معمولاً څه نه وايي او یا یې ردوي خو د ملګروملتو په وروستي راپور کې هم تایید شوه چې د طالبانو مخالفو وسله والو بریدونه ډېر کړي دي.

3 COMMENTS

  1. د ازادۍ جبهې ؟
    کومه جبهه په کومه جغرافیه کی؟
    آیا د فیسبوک جبهه، د ټویټ جبهه، د ټیک ټاک جبهه، د کولاب جبهه او که د غرتو پرتو جبهه.
    د افغانستان د ملی اردو نیمه اسلحه مو په پنجشیر کی پټه کړی وه، آیا پوهیږۍ چه اوس مو هغه اسلحی چیرته دی؟ جمهوریت مو لنګ کړ اوس د انترنیت نه ډوزی ولی.
    شرم، شرم، شرم

  2. د آزادۍ جبهې والا لکه زاړه غوایي ، کنجاړه په خوب ویني . د فیسبوک اوتبلیغاتو جبهه .

  3. دا بیا ولی؟ که د ازادی جنگ وی یا جهاد وی خو په روژه کی لا ثواب لری! کله د فرانسه خخه دا جاسوسان کمک غواری کله د امریکا د بلک واتر خخه. دا دغلو دله ده، د لندغرو دله ده. دی گروپ ته د ازاری جبهه باید وویل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...