یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهګوګل د طالب پلوه یوټیوبرانو چاینلونه بندوي

ګوګل د طالب پلوه یوټیوبرانو چاینلونه بندوي

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۱ مه) له یوټیوبرانو څخه د طالبانو د استفادې په اړه له ډیرې مودې راهیسی ادعاوې کېدې او ځینو رسنیو یې په اړه راپورونه هم خپاره کړي دي، خو تازه د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم دې موضوع ته ورپام شوي دي.

واشنګټن پوسټ ته د ګوګل ویندوی جک ملون، چې د یوټیوب خاوند هم دی، ویلي چې یوټیوب د طالبانو خلاف د امریکا د بندیزونو په شمول ټولو بندیزونو او سوداګري قوانینو ته ژمن دی. که ورته څرګنده شي چې کوم اکاونټ د طالبانو دی، یا د دوی د پلویانو دی، هغه به بند کړي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبان د دې لپاره چې د دوی په اړه مثبت تصور وړاندې شي، له یوتیوبرانو سره مرسته کوي او د هغوی کاروبار یې لا غوړولی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، طالبانو د راډیوګانو او تلویزیونو په شان د یوټیوب چاینلونو ته هم جوازونه ورکړي څو له دې لارې ویدیوګانې خپرې کړي او ځینو یې په هره ویدیو زرګونه ډالر عاید ترلاسه کړی دی.

د ښاغلي ملون په وینا، ځینې یوټیوب چاینلونه چې له افغانستانه خپریږي د تاوتریخوالي او پروپاګنډ په خاطر د ګوګل د خدماتو د شرایطو خلاف دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد واشنګټن پوسټ ته تایید کړې چې هغه یوټویبران تعقیب کېږي چې د دوی د قوانینو سرغړونه وکړي.

له قوانینو د ښاغلي مجاهد اشاره د یوټیوبرانو له لوري د ستونزو یادولو ته ده.

«که دوی یوازې منفي اړخ وښيي، هیواد ته خدمت نه کوي.»

واشنګټن پوسټ وايي چې طالبانو ځینې یوټیوبران نیولي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب