دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۱ مه) نړیوال بانک وايي چې د سږ کال په جنورۍ کې د مهمو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدلی او بهر ته د افغانستان صادرات د پام وړ کم شوي دي.

د نړیوال بانک د افغانستان د څارنې د راپور له مخې، د خورا کمزورو اقتصادي فعالیتونو په حال کې دا هیواد له دیفلاسیون سره مخامخ دی.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کې د ملګروملتو د یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالره نغدې مرستې او شاوخوا ۲ میلیارد ډالره حواله شویو پیسو له برکته د افغانیو ارزښت په سلو کې ۲۷ لوړ شو. دې پیسو په سوداګرۍ کې درې نیم میلیارد ډالره کسر جبران کړ او د اسعارو په بازارونو کې یې د افغانۍ له پیاوړتیا سره مرسته وکړه.

خو د ۲۰۲۴ له پیلېدو سره د مهمو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شو.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د فبرورۍ تر پایه د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ۵ اعشاریه ۴ سلنه، د یورو په وړاندې ۵ اعشاریه صفر سلنه، د چینايي یووان په وړاندې ۱۳ اعشاریه ۲ سلنه، د هندي روپۍ په وړاندې ۵ اعشاریه ۲ سلنه او د پاکستاني روپۍ په وړاندې ۶ اعشاریه ۲ سلنه ولوېد.

نړیوال بانک په عین حال کې وايي چې د افغانۍ د ارزښت له ټیټېدو سره سره انفلاسیون نه یوازې زیات شوی نه دی بلکې کم شوی او د دې اصلي دلیل دلیل دا دی چې د جنسونو بیې ټیتې شوي دي.

د دې بانک پر اساس، د خوراکي موادو بیې ۱۵ اعشاریه ۱ سلنه او د غیرخوراکي جنسونو بیې ۴ اعشاریه ۸ سلنه کمې شوې دي.

نړیوال بانک د افغانستان د صادراتو په اړه وايي چې د تېر کال پرتله د افغانستان صادرات ۵ سلنه کم شوي او د روان ۲۰۲۴ په جنورۍ کې ټولتال ۱۴۹ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو ته ورسیدل. تېر کال په همدې موده کې ۱۴۸ میلیونه او سل زره ډالره و.

1 COMMENT

  1. کله چه په یو هیواد کی مسلکی پوهه اشخاص په وظیفو ونه ګمارل شی د اقتصاد پرمختګ یی نزولی حالت او بلا اخره د نشت حالت ته رسیږی.
    په افغانستان کی چه اوس کوم خلک په لوړو چوکیو مقرر دی، دغه خلک د انفلاسیون او دیفلاسیون، عرضه او تقاضا، صادرات او واردات او د اوسنی چټک او سیاسی اقتصاد په برخه کی د نشت په حساب دی.
    دا چه افغانۍ په دغه تیرو دوو کالو کی خپل ارزښت د لاسه نه وه ورکړی وجه یی د امریکا دوه میلیارده ډالر وه او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب