شنبه, مې 4, 2024
Home+په افغانستان کې د تړونونو او نظامونو ناکام شاليد ته کتنه

په افغانستان کې د تړونونو او نظامونو ناکام شاليد ته کتنه

عبدالوحید وحيد

زموږ هېواد لا د مخه د يرغلګرو هديره وو، خو له تيرو څو لسيزو راپدیخوا د نظامونو لابراتوار او نړيوالو لخوا د ترسره شويو تړونونو د ناکامي ډګر هم جوړ شوى دى. دلته هر زبرځواک خپله تيوري له ځانه سره راوړه، عيني شرائطو او د افغانانو ديني او کلتوري ځانګړتياو ته له کتو پرته يې زموږ په ټولنه باندې د تپلو، د يوې ډلې حاکمیت او د نورو اړخونو د له پامه غورځولو هڅه وکړه. متأسفانه زموږ ټول سياستوال د ملي مسئوليتونو د درک پربنسټ د څيړنو، ارزونو او له خپلو غلطيانو څخه د زده کړو کولو پرځاى لاهم ملي يووالي ته زيانونه اړوي، د هيواد د پرګنو ترمينځ حساسیتونه را پاروي او د پيوستون پرځاى بيلتون ته لاره هواروي.

په 1988 زيږديز کال کې د جينوا په تړون کې د مجاهدینو لخوا د پاکستان استازيتوب د مجاهدینو داعيه او خپلواکي تر پوښتنو لاندې راوسته. د نجيب د حکومت په مهال د جلال اباد جګړه ستره او شرموونکې غلطي وه. سمه ده چې نجیب د خاد د رئیس په پوست کې يو افغان وژونکۍ شخص وو، خو د جمهور رئیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو هغه ستره تېروتنه وه چې د افغان ولس قرباني يې په سيند کې لاهو کړې او افغانستان په کنډواله بدل شو.  د ملګرو ملتونو په استازيتوب د بينن سيوان د سولې بل پلان د ځينو جهادي ډلو او پرچميانو لخوا سبوتاژ کيدل له ولس جهاد او هيواد سره جفا وه. ځينو جهادي ډلو کابل ونړاوه، د ژبې او سمت په نوم د عصبيت سياسي ويروس له خلقيانو او پرچميانو څخه ځينو جهادي ډلو ته ولګيده، د بن پريکړې دغه خطرناک ويروس ښه څورب کړ او اغيزې يې زمونږ په ټولنيز وجود کې لاهم ژورې ريښې لري.

د دسمبر په پنځمه 2001 کال د بن په تړون کې د جمهوري نظام بنسټ کوږ کيښودل شو.  پياوړى طالب اړخ عمداً له پامه وغورځول شو او يو کمزورى تلاشي او وېشلى حکومت رامنځته شو.  زورواکانو، د کورنئ جګړې نوښتګرو او د بشري حقونو ناقضينو ته په حکومتي اډانه کې خورا غوښن رول ورکړل شو چې د واک له لمړۍ ورځې څخه يې د نظام پايښت او پياوړتيا ته نه يوازي ژمنتيا نه درلوده، بلکې له هم هغې ورځې څخه يې د کمزوري کولو هڅه کوله.  د ولس او حکومت ترمنځ واټن له امله د نظام ريښې وچې شوې. بالاخره له شل کاله لوړو انساني تلفاتو او لګښتونو وروسته هم د نظام د نسکوريدو په برخه کې همدغه ډله تر هر چا وړاندې وو.

امریکا له يولسم سيپټمبر له پېښې وروسته خپل فرعوني غرور په سر اخیستې وه. په افغانستان باندې يې يرغل وکړ. د افغانانو مشورو ته يې ارزښت نه ورکاوه او خپل لمړيتوبونه يې په افغانانو باندي تحميلول، د افغانانو  کلتوري ارزښتونه او ديني مقدسات يې له پامه غورځول. د قطر د دفتر پرانسته ښه نيت او ښه پيل وو، خو وروسته ټولو اړونده اړخونو ياد دفتر په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامنځته کيدو پرځاى د خپلو ګټو لپاره وکاراوه.

امریکا ورڅخه په طالبانو کې د هر ډول نفوذ، د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته په بله بڼه بل عنوان او بل رنګ يې په افغانستان کې خپل شتون او بريا لپاره ورڅخه ګټه پورته کړه. طالب اړخ د دوحې دفتر د مالي مرستو د راټولولو، سياسي کمپاين او له نړئ سره د اړيکو جوړولو په برخه کې قطر سياسي دفتر وکاراوه او افغان حکومت د سولې لپاره د اجماع او ستراتیژی نه درلودلو له امله له ياد دفتر څخه د استفادې کولو په برخه کې ناکام پاتې شو.

د فبرورۍ په 29- 2020 کال د افغان حکومت له ګډون پرته د دوحې د تړون له لاسلیک کيدو وروسته د کابل د سقوط نښې نښانې ليدل کېدې، اوسنى وخيم وضعیت د وړاندوینې وړ وو.

تعجب دى چې افغانان او تقريبا ټوله نړۍ له ااا د ټول ګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کوي خو په خپله د افغانستان د قضيې د حل په برخه کې د ټول ګډونتوب اصل په پام کې نه نیسي. د افغانستان په اړه د جنیوا، بن او دوحې  تړونونو د ناکامي ګډ لامل په ټولو کې د ټول ګډونتوب اصل له پامه غورځول، يوې ډلې ته د بريا او بلې خوا ته د ماتې ذهنيت ورکولو پايله ده.  په جينوا تړون کې مجاهدين نه وو او پاکستان يې استازيتوب کاوو. په بن کې طالبان نفى شول او مخالفانو ته يې په حکومت کې غوښنه برخه ورکړل شوه او په دوحه کې افغان حکومت له پامه وغورځول شو. نتيجتاً د تړونونو د برياليتوب مخه ونيول شوه، د تړونونو مشروعیت يې له منځه يووړ او بدې پايلې يې ولس ته پاتې شوې.

د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو لاسوهنې هم د تړونونو په کمزوري کولو کې مهم رول لوبولی دی.  پاکستان، ایران، روسیه او امریکا په افغانستان کې ډيرى وختونه تاوتريخوالي ته په هوا ورکولو کې خپلې ستراتیژیکې ګټې لټوي او د تړونونو د بريا مخه يې ډب کړې ده.

په تړونونو کې امنیتي ننګونو ته د ځواب ويلو مناسبه حل لاره له پامه غورځول او يا هم جګړه د ټولو ستونځو حل ګڼل په افغانستان کې د سولې د تړونونو په بریالیتوب کې د پام وړ خنډونه ثابت شول.

یو بل مهم فکتور چې د دې تړونونو په ناکامولو کې اغيزمن نقش درلوده د تړونونو د يلى کولو په بهير کې د میکانیزمونو نشتوالی وو.  د تړونونو له اغیزمنې څارنې او د تطبیق له میکانیزمونو پرته، ښکيلو اړخونو د تړونونو له شرایطو څخه سرغړونه وکړه او د سولې په بهیر کې يې د افغانانو او نړيوالو باور  له منځه یووړ.

زموږ سياستوال هر وخت د خپلو ګناهونو په تړاو پرديو ته د پړې ګوته نيسې خو متأسفانه بياهم دا زموږ سياسي مشران دي چې پرديو د لاسوهنې لپاره شرائط برابروي. همدا اوس زموږ سياستوال له مختلفو لارو پرديو ته په خپل هېواد کې د لاسوهنې لپاره لمنې غوړوي. هر سياستوال مو له خپل مشرتابه لاندې د ستونځو د حل ډاډ راکوي او هر لوبغاړى د افغانستان لپاره د قرباني ورکولو پرځاى له هېواد او ولس څخه د ګټو پورته کولو په فکر کې دى، خو ما تراوسه پورې داسې سياستوال نه دى ليدلى چي د هېواد د ښېرازي او ملت د سوکالي لپاره له خپلو امتيازاتو او غوښتنو څخه تير شوى وي. هڅه کوي دلته چور غصب او فساد له لارې ګټه وکړي او بهر ته يې له ځان سره يوسي.

چا چې د مديريت وړتيا ښه نړيوال اړيکې يې درلودل اوښه لابي يې کولاى شوه هغوى د جګړو د مهارولو، د وېشلې او پاشلې ټولنې د يوځاى کولو، د ملي يووالي د رامنځته کولو استعداد نه درلوده او د خپل فساد په توپان کې لاهو شول چې لاهم ورک دي. چا د چګړو د مهارولو او د نظام د نسکورولو تاکتیکونه او هنر زده وو خو د نظام جوړولو په الفبا نه پوهيدل، د ولسي ملاتړ ترلاسه کولو په اهمیت يې سرونه نه خلاصیدل، خيالي غرور او د واک حرص مجنونان کړل. له ژور فکر کولو او د ستونځو عمق ته له ننوتلو پرته په احساساتي توګه جګړه د ټولو ستونځو حل ګڼله خو عيني واقعيتونو هر څه بدل ثابت کړل.

پوښتنه داده چې په تړون کې د ټول ګډونه حکومت جوړولو ستونځمن اړخ د امریکایي ځواکونو له وتلو څخه وروسته کول، د بين الافغاني مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت ته د نړيوالو لخوا غبرګون نه ښودل، په جګړو باندي د دواړو خواوو زور اچول، د نظام د مشرانو لخوا د هېواد پريښودل او د نظام سقوط د امریکا په مشرۍ د افغاني ټولنې د بدلون لپاره د دوه لسیزو  هڅو ډراماتیکه پایله وه؟ ستراتیژیکه ناکامي وه؟  که دا هرڅه له مخکې څخه مهندسي شوى ناورين او پلان شوې سناریو وه چې د مختلفو کريکترونو لخوا رامنځته شوه؟  له سقوط وروسته حالت تراژيدي وګڼو او که يې د جنون ترکچې په واک باندي زموږ د سياسي اړخونو تمرکز له امله د نړيوالې ټولنې لخوا اخري غوراوى او د زهرو غوړپ وګڼو؟

3 COMMENTS

  1. سلام
    وحید صاحب تاند زما تبصره لیکلی له کوټوالی څخه یې کار اخیستی !
    تاند په خپله ترازو هرڅوک تلی زه به ډیر خوښ شم که ماته خپل دلیل ولیکی .
    تاند ته ډیر وخت په کار دی چې دغه نزاکت تحلیل کړای شی!

  2. تاند سوره نساء اوسوره مؤمنون هم ایسته کړې وه نه پوهیږم ولې ما دلیل وغوښت خو ستا لیکنه کې بیا دا کار کړی اوتبصره یې لیرې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب