شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپر وروستیو سرحدي ستونزو د طالب او ایراني چارواکو خبرې

پر وروستیو سرحدي ستونزو د طالب او ایراني چارواکو خبرې

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ د ځینو سرحدي ستونزو او په اړه یې د دواړو لوریو د خبرو خبر ورکړی.

یاد شوي اژانس د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو د ٢٠٧ الفارق قول اردو د وياند عزت الله سعيدي له قوله لیکلي: په دې غونډه کې د ایران له لوري د تهانه تپې سیاه ته څېرمه د سړک جوړولو او دغه راز د اسلام قلعه ګمرک او د دوغارون ګمرک د سرحدي عسکرو او طالبانو ترمنځ د شخړې په اړه خبرې وشوې.

سعیدي زیاته کړه چې په دې غونډه کې د دغو ستونزو په هواري پرېکړه وشوه چې اوسمهال د مسافرو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

سرچینې یادې خبرې د دواړو لوریو د ځایي سرحدي چارواکو تر منځ ترسره شوې ګڼلي، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی او ګاونډیو هېوادونو تر منځ وخت پر وخت سرحدي ستونزې رامنځته شوي، چې وروسته یې د بېرته حل خبر ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب