شنبه, مې 4, 2024
Home+د مشتري په سپوږمۍ کې اکسیجن هومره نه دي

د مشتري په سپوږمۍ کې اکسیجن هومره نه دي

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) تازه څېړنې ښيي چې د مشتري په سپوږمۍ کې تر هغه څه اکسیجن ډېر لږ دي چې مخکې اټکل کېده.

د ناسا جونو ستوربیړۍ حاضردمه د مشتري په دې یخې سپوږمۍ کې، چې اروپا نومېږي، د ژوند د امکاناتو په اړه څېړنه کوي.

تر دې وړاندې ناسا ویلي و چې د مشتري په کنګل سپوږمۍ کې د ورځې ۱۰۰۰ ټنه اکسیجن تولیدیږي.

ناسا ویلي و چې د جونو ستوربیړۍ له لوري ورکړل شوي معلومات ښيي چې د مشتري اروپا سپوږمۍ ممکن د ژوند کولو وړ وي. خو وروستۍ څېړنې ښيي چې د دې سپوږمۍ پر سطحه موجود اکسیجن دومره نه دي چې د ژوند احتمال زیات کړي.

جونو ستوربیړۍ د ۲۰۲۲ په سپټمبر کې هغه مهال چې د اروپا سپوږمۍ په ۲۲۰ مایلۍ کې تیریده، د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د دغو معلوماتو پر اساس، په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰۰ ټنه اکسیجن د تولید معنا دا ده چې دومره اکسیجن د یو میلیون انسانانو د ژوند لپاره کافي دي.

په جونو ستوربیړۍ کې د (JADE) په نوم وسیله د اروپا سبوږمۍ له برسیرنې برخې راوتونکي هایدروجن ګازونه څېړلي. دا وسیله ساینسپوهانو ته فرصت ورکوي چې په اروپا سپوږمۍ کې اکسیجن اندازه کړي.

څېړنې وښودله چې اروپا سپوږمۍ په هره ثانیه کې ۱۲ کیلوګرامه اکسیجن تولیدوي.

تر دې وړاندې پوهانو داسي شواهد موندلي وو چې احتمالاً د دې سپوږمۍ تر کنګلونو لاندې د تروو اوبو سمندر شته. له همدې کبله دوی د دې سپوږمۍ په اړه پلټنو او څېړنو ته پام زیات کړی دی.

2 COMMENTS

  1. د ستورو پیژندونکو په فکر مشتری سیاره تر ۱۰۰ زیاتی سپوږمی لری، چه ځینی سپوږمی یی د مریخ د سیاری څخه هم غټی دی لکه ګانیمد سپوږمۍ او دری نوری لکه کالیستو، آیو اروپا د مریخ حخه کمی کوجنی او باقی نوری یی کوجنی دی.
    زمونږ سیاره یا ځمکه یوه سپوږمی لری.

    په طبعی ډول د ښه صحت انسان په یوه دقیقه کی ۱۶ کرتی ساه، تنفس یا اکسیجن اخلی او چه د لسو کرته څخه ښکته تنفس وکړی د روغتیا او شش یا سږو مشکل لری. او باید ډاکتر او روغتون ته ځان ورسوی. تر څو مصنوعی اکسیجن ورته چالان کړی.

    زمونږ شاوخوا عادی هوا یا کومه هوا چه مونږ تتفس کوو په هغی کی اکسیجن ۲۱ فیصده، نایتروجن ۷۸ فیصده او نور بی تاثیره ګازونه یو فیصد دی.
    کله چه انسان یو کرت تنفس یا ساه اخلی دغه ټول ګازونه بدن ته ننوزی. چه د ۴ څخه تر ۵ فیصده اکسیجن زمونږ په وجود کی په مصرف رسیږی یا سوځی او د کاربن ډای اکساید یا سپکی هوا په شکل واپس وځی. او نور باقی ۱۵ فیصده اکسیجن، ۷۸ فیصده نایتروجن او یو فیصد بی تاثیره ګازونه هم وځی.
    په مجموعی ډول یو روغ انسان په یوه دقیقه کی (٪۱۶x ۵ = ۸۰ کرت) فیصده اکسیجن ته ضرورت لری.

  2. سموونه : چه ځینی سپوږمی یی د عطارد د سیاری څخه هم غټی دی لکه ګانیمد سپوږمۍ او دری نوری لکه کالیستو، آیو اروپا د عطارد څخه کمی کوچنی او باقی نوری یی ډیری کوچنی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب