شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامریکا له افغانستان سره د خپلو روانو مالي مرستو اغېزمنتوب څېړي

امریکا له افغانستان سره د خپلو روانو مالي مرستو اغېزمنتوب څېړي

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر وایي، چې هېواد یې له ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره، د هغو بشري مرستو اغېزمنتوب څېړي چې له افغانستان سره په څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې روانې دي.

هغې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د مرستو د څېړلو دلیل د یادو مرستو د اغېزمنتوب بهیر ارزونه ده.

امریکایي شارژدافیرې نه ده روښانه کړې، چې د دغې څېړنې له احتمالي پایلو سره به د دوی او نړیوالو مرستندویو سازمانونو چلند څه ډول وي؟

تر دې مخکې امریکایي سرچینو ویلي، چې دغه هېواد د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له افغانستان سره څه باندې دوه نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د مرستو دغه اندازه، له هغو پیسو جلا ښودل شوي چې نور هېوادونه او نړیوال سازمانونه یې له افغانستان سره کوي.

البته دا ټولې مرستې، د اوونیزو نقدي کڅوړو په بڼه کابل ته لېږدول کیږي او ادعا ده چې د بشري مرستو د تنظیم لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو ته سپارل کیږي.

یو شمېر امریکایي سیاستوال او د طالبانو نور منتقدان باور لري، چې دا مرستې اصلاً د طالب رژیم د ماشین څرخولو لپاره دي، خو د بشري مرستو نوم پرې ایښودل شوی.

یو شمېر امریکایي بنسټونو ویلي، چې طالبان د بشري مرستو په نوم ورتلونکو دغو پیسو څخه چې اوونیزې بستې یې له څلوېښتو تر شپېتو میلیونو ډالرو کیږي، نا مستقیمه ګټه اخلي او د خپل رژیم په بقا کې استفاده ورڅخه کوي.

طالب چارواکو بیا- بیا دا ډول ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ویلي، چې دوی دغو مرستو سره هیڅ ډول تړاو او لاسرسی نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب