سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهد هند نوی قانون افغان هندو مذهبو ته د دغه هېواد د...

د هند نوی قانون افغان هندو مذهبو ته د دغه هېواد د تابعیت اخیستو لاره هواروي

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه ویلي، چې د هېواد د تابعیت د نوي قانون له تعدیل سره یې هغو هندو مذهبو ته د هندوستان د تابعیت اخیستو لاره هواریږي، چې په پاکستان، بنګله دېش او افغانستان کې د مذهب پر اساس له تبعیضي چلند سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د هندوستان دغه نوی قانون هغو غیرمسلمان کډوالو ته په هند کې تابعیت ورکوي چې له ۲۰۱۴ کال مخکې دغه هېواد ته کډه شوي وي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې او هم وروسته سلګونه افغان هندو مذهبه کورنۍ، د دوی پر مذهبي ځایونو د هغو بریدونو له امله چې مسوولیت یې څو ځلې داعش ډلې پر غاړه واخیست؛ له افغانستانه هند ته لاړې.

معلومه نه ده چې د هندوستان د حکومت نوې پرېکړه څومره د دغو افغان سیکانو او هندوانو ژوند بدلولی شي، ځکه د قانون په اساس هندوستان هغو غیر مسلمان کډوالو ته تابعیت ورکوي چې له ۲۰۱۴ کال مخکې دغه هېواد ته تللي وي.

د افغانستان د سیکاهو او هندوانو د سراسري شورا په خبره، اوس یواځې ۴۰ تر ۵۰ سکهان او هندوان افغانستان کې پاتې دي.

د هندوستان مسلمانان له دې قانون سره مخالفت لري او اندېښمن دي چې ګڼ کسان به هلته بې تابعیته پاتې شي ځکه اکثر بېوزلي هندیان د هویت د تثبیت اسناد نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم بیا افغان هندو مذهبو او سیکانو ته د جایدادونو او ځمکو د غصب پای ته رسولو ډاډ ورکړی او تازه یې عدلیې وزارت په دې تړاو د اقداماتو د پيل خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. د هند د دولت څخه په ټینګه غوښتنه کیږی چی د متحده عربی اماراتو ټولو اوسیدونکو ته هم د هند د تابعیت اسناد ورکړی ځکه:
    د روانی میاشتی پر نهمه نیټه د ډوبۍ په ښار کی د هند د هیواد څخه بهر تر ټولو ستر د هنواڼو معبد جوړ او پرانستل سو. ۲۳۰۰۰ هندوانو ( په ډوبی کی اوسیدونکی او له هند څخه راغلی میلمانه هندواڼ او د هند د پلید او خبیث صدراعظم او د اماراتو د خبیث رئیس بن زائد په شمول ) د معبد د پرانستلو په مراسمو کی ګډون کړی ؤ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب