جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپر کابل واکمن رژیم: ۶ نیم میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې مو وېشلي

پر کابل واکمن رژیم: ۶ نیم میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې مو وېشلي

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۲ مه) د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم ویاند محمد حلیم رافع له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له بیا حاکمیت وروسته د هېواد له ۷۶ فعالو مرکزونو ۶.۵ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

نوموړی زیاتوي؛ د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۴.۹ میلیونه اټکل شوی، چې ۵۱ سلنه یې نارینه او پاتې ۴۹ سلنه یې ښځې دي.

د  رافع په وینا؛ احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد په کچه څلور مهمې سروې‌ګانې ترسره کړې، چې ځنګلونه، هستوګنیز او غیرې هستوګنیز کورونه او هېواد کې د غنمو او وریژو تولیدات په بر کې نیسې.

د یادې ادارې ویاند دغه‌راز زیاته کړې، چې هېواد کې د سرشمېرنو لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا ده، خو که امکانات برابر شي ګڼو برخو کې به سروې ترسره کړي اوسلګونه خلکو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.

د برېښنایي تذکرو د وېش د بهیر دوام ته د طالبانو پاملرنه، که څه هم د دغو تذکرو د بیو لوړېدو له امله نیوکو سره مخ شوې؛ خو په ټوله کې د خلکو لخوا ستایل شوې ده.

1 COMMENT

  1. د تذکرو د وېش پروژه د هېواد او خلکو لپاره ډېره مهمه ده . د هغو له مخې به مونږ پوه شو چې مونږ څوک اوڅومره یو. چېرې ژوند کوو؟ خپل او پردي به تفکیک شي . زمونږ د خلکو سن یا عمر او زېږېدو نېټه به له نړیوال نورم سره برابره شي او زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه پکې برابره شوېده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...