جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د امریکا افغان همکاران وایي: ژوند یې له ګواښ...

په افغانستان کې د امریکا افغان همکاران وایي: ژوند یې له ګواښ سره مخ دی

ډيوه شینوارې/کابل

په افغانستان کې بند پاتې د امریکا د متحدو ایالاتو لپاره کاروکونکي افغانان اندېښنه لري چې که امریکایان ورته توجه ونه کړي او په وخت ونه ایستل شي نو د غچ ښکار به شي.

دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چاور وزات اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو لپاره د مهاجرت ځانګړي پرورګرام اته زره ویزې پاتې دي حال دا چې لسګونه زره د ایس ای وي متقاضیان منتظر دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتيو میلر وويلي: «زموږ سره تقريباً د (SIVs) ۸۰۰۰ ویزې پاته دي. موږ له کانګرس څخه د شمير د لوړولو غوښتنه کړې چې موږ ته اجازه وکړي څو د هغو افغانانو په مقابل کې خپل مکلفيت پر ځای کړو چې د امريکا لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.»

د کابل یو تن اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي تاند ته وویل: «زموږ ژوند خوندي نه دی او هر وخت د دې امکان شته چې له امریکایانو سره د کار کولو حساب راسره وشي.»

نوموړی زیاتوي: «موږ د امریکا لپاره ژوند په خطر کې اچولی وو او تر ګواښ ډک ژوند مو وکړ، زموږ قربانۍ دې نه ضایع کیږي.

د ایس ای وي زرګونه متقاضیان په افغانستان کې بند پاتې دي او د امریکا د دغه پروګرام په ډاډ د انتظار ورځّې شپې تیروي.

همدا راز زرګونه کسان ګاونډيو هیوادنو ته مهاجر شوي چې کارونه یې یقیني شي او د امریکا د مهاجرت ویزې ورته ورکړل شي.

په اسلام اباد کې علي چې دا یې مستعار نوم دی وایي: «په افغانستان کې زموږ ژوند پای ته رسیدلی، او دلته چې څوک هم د امریکا د مهاجرت انتظار باسي اکثرو یې په افغانستان کې کارو بارونه له منځه وړي او شتمني یې راوړې او په پاکستان کې یې په دې تمه خوري چې امریکا ته به ځي.»

علي وایي: امریکا باید د هغه چا ژوند ګواښ ته ورنه کړي چې له دوی سره یې په سخت وخت کې قرباني ورکړې.

د امریکا په کانګرس کې د پوځ پخوانی غړی جاسن کروو، چې په استازو جرګه کې د افغانانو لپاره د مهاجرت ځانګړو ویزو د شیر لوړلو د هلو ځلو د ټيم مشر دی وایي: د اس آي وي ویزو د حد نه لوړول به د کانګرس له لوري يوه «اخلاقي تراژيدي» او د ملي امنيت ناکامي وي.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو رپوټونه ښيي چې طالبانو له واک ته تر رسېدو وروسته سلګونه پخواني پوځيان او افسران نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

خو بل پلو طالبان چې د واک له ترلاسه کولو وروسته یې عمومي عفوه اعلان کړې وه، د ملګرو ملتونو دا تورونه ردوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب