جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د اقتصادي رکود په اړه د نړیوال بانک خبرداری

په افغانستان کې د اقتصادي رکود په اړه د نړیوال بانک خبرداری

تاند (۲ شنبه، د حوت ۲۱ مه) نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان د اقتصادي فعالیتونو د کمېدو او د انفلاسیون د دوام له امله اقتصادي رکود سره مخ دی.

د بانک په تازه راپور کې راغلي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې په کلني ډول د افغانستان اقتصادي انفلاسیون ” ۱۰،۲ ـــــ ” ته رسېدلی.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې دا انفلاسیون په خوراکي توکو کې د بیو ” ۱۵،۱ــــــ “او په غیر خوراکي توکو کې د بیو ” ۴،۸ ــــ ” بېړني کمښت له امله و.

نړیوال بانک د افغانستان صادراتو ته هم اشاره کړې چې د تېر کال د جنورۍ میاشتې په پرتله ۵ سلنه ټیټ شوي او ۱۴۰،۵ میلیون ډالرو ته را رسېدلې دي، داسې مهال چې تېر کال دا رقم ۱۴۸،۱ میلیون ډالر و.

د دې راپور پر بنسټ، بر عکس بیا د افغانستان واردات د تېر کال د جنوري میاشتې په پرتله ۳۷ سلنه ډېر شوي او داسې مهال چې په ۲۰۲۳ کال کې ۶۰۰ میلیون ډالر و، د ۲۰۲۴ په جنورۍ کې ۸۳۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي او سوداګریز کسر یې زیات کړی دی.

طالبانو د نړیوال بانک تازه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې چارواکو تل ادعا کړې چې د افغانستان اقتصاد یې له سقوطه ژغورلی او د افغانیو د ثبات ساتلو تر څنګ یې نورې مهمې اقتصادي لاسته راوړنې لرلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب