جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد احصاییې اداره د افغانستان نفوس نژدې ۳۵ میلیونه اټکلوي

د احصاییې اداره د افغانستان نفوس نژدې ۳۵ میلیونه اټکلوي

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۱ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایې ملي اداره اټکل کوي چې د افغانستان نفوس ۳۴ میلیونه او ۹۰۰ زره تنه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک په ۲۰۲۲ کې د افغانستان نفوس ۴۱ میلیون تنه اټکل کړی و.

ویل کېږي چې نړیوال بانک د نورو احصاییو ترڅنګ له هغې تخمیني سرشمېرنې هم استفاده کړې چې امریکا د سپوږمکۍ له لارې کړې ده.

د احصاییې د ملي ادارې طالب ویاند حلیف رفیع د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته وویل، د افغانستان په سلو کې ۵۱ نفوس نارینه او ۴۹ ښځې دي.

رفیع وویل، هڅې روانې دي چې د نفوس د کره شمېر د معلومولو لپاره پلان جوړ شي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۲ کال له اټکل سره سم د افغانستان نفوس نژدې ۴۱ میلیونه دی. د سړي سر ناخالص کورني تولید عاید ۳۶۳ اعشاریه ۶۷ دی او عمر ته د افغانانو امید ۶۲ کاله دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب