دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند: روژه کې عبادت وکړئ، توبې وباسئ او بېوزلو سره...

ملا حسن اخوند: روژه کې عبادت وکړئ، توبې وباسئ او بېوزلو سره مرسته وکړئ

تاند (۲ شنبه، د حوت ۲۱ مه) د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روژې د را رسېدو په مناسبت له خلکو غوښتي، چې د بې وزلو او فقیرو کسانو لاس نیوی وکړي.

 ملا حسن اخوند له ټولو چارواکو او شتمنو غوښتي، چې په دې میاشت کې دې د طبیعي پېښو زیانمنو، راستانه شویو کډوالو، د شهیدانو کورنیو، کونډو او یتیمانو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

نوموړي له چارواکو غوښتنه کړې، چې د توکیو د نرخونو د لوړیدو د مخنيوي په موخه دې جدي څارنه او اړين اقدامات وکړي.

د طالبانو رییس الوزرا په فلسطین کې روان وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې سږ کال د روژې میاشت په داسې حال کې راځي، چې د اسلامي نړۍ په یوه نه بېلېدونکې برخه فلسطین په خاص ډول غزه کې پر بې وسه مسلمانانو د اسراییلو لخوا سخت ظلم او وحشت روان دی او نړۍ يې په رڼو سترګو ننداره کوي.

ملا محمد حسن اخوند یو ځل بیا له ټولو نړیوالو سازمانونو او اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د دغه روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسوليت ادا کړي.

هغه دغه راز خلک عبادتونو او ملایان دوی ته د دیني زده کړو د ډېرو اسانتیاوو برابرولو ته بللي او د توبې په ویستو یې ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه اعلامیه کې وویل: ډېر افغانان په روژه کې د یوه وخت ډوډۍ پیدا کولو ته حیران او بېړنیو مرستو ته اړمن دي.

4 COMMENTS

  1. سیدمحمد صاحب سلامونه
    تاسو انتقاد کولی شئ، حق لرئ چې غوسه شئ خو ضرور نه ده چې ښکنځلې وکړئ
    موږ هغه تبصرې لیرې کوو چې نامناسبې وي او د قلم عفت پکې نه وي ساتل شوی

  2. دی جناب ملا حسن په کندهار کې له دولتي ویشل شویو بلاکونو څخه چې د خلکو شخصی ملکیت دي خلک په زور او ایستل اوس دې په کې اوسیږي. د ترلیب ظلم د خلکو په ذهنونو کې ژوره اغیزه کړي او د دوې کړو وړو د وحشت د تولیدولو لپاره خام مواد برابر کړي.
    نو دا فرعون دی لومړي پردې ملکیتونه خپلو مالکانو ته واپس کړي بیا که کومه ببو لاله یې تر خولي را اوځي پروا نکوي.

  3. سلام
    تاند فتوا ورکوی چې :
    تاند باندې موږ هیڅ کنترول نشو لرلی موږ دقلم اخلاق اوعفت ډیر ښه پېژنو زه سل په سلو کې له تاند سره موافق یم خو تاند کله داسې تبصرې هم لیرې کوی چې د الهی احکام په کې بیان شوی وی دبېلګې په توګه :
    سوره نساء او سوره مؤمنون هغه هم دښځو دحقوقو په هکله !
    زه د تاند ویب ته زیات راځم ښه ته ښه او بد ته بد وایم !
    تاند باید خوښ شی چې یو څوک دټولنې دپرمختګ او ملی اهدافو درناوی کوی خو تاند تبصرکوونکو ته هم په یوه نرخ ګوری
    دباسواد او بیسواد توپیر نه کوی.
    ښکنځل والا په تاند کې هرڅوک چې دی سلیقوی برخورد یې ګامً کړی دې محترم ته دښکنځلو اوله اسلامی ادابو لیرې کرکجن اهانت تر مستعار لاندې دڅومره کسانو تبصرې غواړی .
    تاند دلته سید محمد ورورته سلامونه کوی او بیا د نامناسبې اناتومی یادونه یې کړې.
    تاند دما دلیرې کړې تبصرې څخه چې دقرآن کریم ارشاد دی څه ډول عفت غواړی . ایا دحق او باطل په وړاندی دریدل او که له یوچا سره سازش ښه لاره ده ؟ کما کان سالم واقعیت او بربنډه حقیقت دولس په ګټه دی.

    • ستاسو کومه تبصره؟
      که مو کوم لیکوال ته اهانت کړی وي، خامخا به مو لیري کړې وي
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب