۲څپرکی
د دې سر لیک موخه فلسفه او د فلسفې د تاریخ څېړنه نده او نه غواړو د فلسفې پېچلي او ژور بحث ته ورننوځو… یوازې غواړو، په څو ټکو کې فلسفه وپېژنو او فلسفه په اصطلاح د علومو د توکواوموادو دمور په توګه په دغه لیکنه کې معرفي کړو.
په دایرت المعارف کې د فلسفې په اړه داسې کښل شویدي:
«فلسفه په علمي مسایلو کې دتفکر، تعمق ، حکمت، هغه علم دی چې د اشیاو له مبادېیو او د هغو د وجود له عللو څخه بحث کوي.»[1]
فلسفه د ټولنیز شعور یو لوړ شکل دی، خو د ټولنیز شعور هغه بڼه، چې په ټوله کې د معنوي او مادي لاملونه ټولګه وي.
د فلسفې موهمه وظیفه د طبېعت او ټولنیزو قوانینو درک او پېژندنه ده او په ځانګړي ډول یې د علومو بنسټیزه سرچنه بللی شو. د ټولنې په سیاسي حقوقي او په نورو ټولنیزو مناسباتو ژوره اغیزه د فلسفې نور موهم توکي دي او هغه چا چې د فلسفې پیل ته غاړه ورکړه یو هم نامتو فیلسوف «اپیکور» وه . (۳۴۲-۲۷۰ م ز)
ده لومړی د اتن په ښار کې د یوه ښوونځي بنسټ کېښود او بیا یې د فلسفي اندونو پخلی وکړ او فلسفه یې د epieurianisme ایپېکېورېانېزم پنوم نامتو شوه .
ولې دا به ګرانه وي، چې څوک دې په ځغرده ووايي، چې له «اپیکور epieur» نه دمخه ګنې د فلسفي او په ځانګړي ډول، د ښکلا پېژندنې په اړه چې د هنر له فلسفی سره تړاو ورکول کېږي څرګندونې نه وي شوي!؟
د ډرامې تاریخ او فن په کتاب کې راغلي دي چې له مخزیږدي نه پنځه سوه (۵۰۰ ز) کاله پخوا د یونان د آتن ښار د هنري او ادبي وړتیا له مخې د شهرت لوړې کچې ته رسېدلې وو. په دغه پېر کې سترو لیکوالو ایسکلیس (۴۵۶-۵۲۵ م ز)، سوفوکلیز (۴۵۶-۴۹۶ مخزیږدی) اوایوروپیدیس (۴۰۶-۴۸۰ ز) دومره ادبي او ښکلاییزي هنری لاسته راوړنې درلودلې، چې یوازې «سوفوکلیز» شل (۲۰) وارې ادبي جایزه ګټلې وه»[2]
د فلسفې یو شمېر تاریخپوهان په دې ټینګار کوي، چې د یونان فلسفه لومړی «تالس» پیل کړه ، ولې «رانسل» په ټوله کې په دې اند دی، چې د بشر په تاریخ کې په ناڅاپي او ناببره توګه په یونان کې د پوهې او تمدن پرمختګ حیرانوونکی وه.
د تا لس همها له دوه تنه ملګري پوهان، چې یو یې انکسیمندروس» او بل یې انکسیمانوس نومېد ل هم نامتو ول .
له تالس نه کوم لیکلی اثر تر دغه دمه تر لاسه شوی نه دی، ولې انکسیمندروس او انکسیمانوس په یوناني ژبې په شپږمې مخزېږدي (۶ م ز) پېړۍ کې لیکنې کولې.
ولې بیاهم تالس د یونان لومړنی فیلسوف ګڼل شویدی ، چې د مخزیږدي شپږمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې فلسفي نظریات وړاندې کول.
له دغو درې تنو وروسته بل یې «دیوجانس» وه، چې په پنځمې مخزېږدي پېړۍ کې د «کرت» په ټاپو کې له خپلو فلسفي اندونو سره ژوند کاوه.
ورپسې دده همزولی «هرکلیتوس» (۴۷۰ م ز کې مړ) وه، چې په طبعي، اخلاقي او عقلي علومو کې د پام وړ فلسفی نظریات په میراث پرېښودل. ولې «کارل ریموند پوپر» په دی اند دی چې د یونا ن لومړنی فیلسوف «هنریود» وو.[3]
ولې په دغه پېر کې د ښکلاییزو او هنري توکو په تړاو هم نظري او عملي ګامونه پورته کېدل. د ساري په توګه په ۵۳۵ م ز کال د «تس پيس» په نوم یوه ادبپوه هنرمند د یونان په اتن کی له هنري ښکلا ډک یو اثر د خلکو نندارې ته وړاندې کړ. که «تالس» د یونان لومړنی فیلسوف وه، خو «تس پيس» د یونان لومړنی هنرمند او لوبغاړی وه، چې د ستیج او دریځ په سر یې یو ګټور له ښکلا ډک اثر د اتن خلکو ته وښود.
د تالس او تس پيس تر مینځ یوازې د دوه لسیزو په شاوخوا کی د عمر توپير شتون درلود. دا ځکه چې تالس نږدې د هرکلیتوس همزولی وه او په ۵۰۱ م ز کال د «آفس» په ښار کې زېږیدلی وه او د دې ښار یواځنی فیلسوف ګڼل شوی دی.
د تالس یو نامتو شاګرد «انکسیمندروس» وه او ده له ۴۹۴ ز کال نه دمخه سترګې نړۍ ته پرانستې وې، که تالس د یوه فیلسوف، تس پیس او «اشیلوس» د ښکلاییز هنر د نامتو هنرمندانو په توګه د ټولنې په کلتوري ارزښتو بحث کړیدی. ولې له دې پرته د فزیلوژي، بیولوژي، سوسیولوژي او د نورو طبعي او ټولنیزو علومو پوهانو په څاروېیو انسانانو او د طبیعت ښکلا پېژندنې په تړاو هم اوږدې څېړنې او څرګندونې کړیدي.
طبیعت یوازې د ښکلا، د پټې دب دبې سمبول نه دی، بلکې د څاروېیو او انسانانو د پيدایښت، روزنځاې اود ژوند ټاټوبی هم ګڼلی شوی دی.
طبیعت د لومړنیو انسانانو لپاره نه یوازې د ژوندانه د لومړنیو توکو، وسیلو او اسانتیاو د شتون ټاټوبی وه، بلکې په طبیعت کې د ښکلا دب دبه او د ښکلا پېژندنې توکي هم دومره په زړه پورې ول، چې د طبیعت د بېلابېلو رنګینو لمانځنه کوله، ځکه دوئ په دې پوهېدل، چې ښکلا ، له طبيعت نه سرچېنه اخلي او طبیعت له ښکلا نه….نو ځکه خو یې د سیندونو، غرونو، ځنګلونو، لمر، سپوږمۍ، ستورو او ان د طبېعت له بدرنګېیو هم چې د طبیعت ښکلا ته یې زیان رساوه لمانځنه کوله، چې موږ توپانونه، ږلۍ، برېښنا او بابا غور غوري د بېلګې په توګه یادولی شو.
اوس هم موږ ځني مذهبونه ګورو، د ساري په توګه د بودېزم بېلابېل د لمانځنې توکيو رب النوع، مزدکونه، عبادت ځایونه، د دوئ په لاس جوړ شوی خدایان او نور د یادولو وړ دي، چې دی د یو شمېر توکو ظاهری بڼه یې ښکلې او د یو شمېر نورو څېرې دومره بدرنګې دي، چې ماشومان وېروي، خو بیا هم دوی له خپلو ښکلو او بدرنګو خدایانو خپلې غوښتنې لري او په دې پوهېږي، د بودیزم د فلسفی له مخې چې له چانه په کوم وخت کې مرسته وغواړي؟!
د زکر شوو فیلسوفانو په لړ کې هر کلیتوس د طبیعت د ښکلا په اړه په دې اند وه، چې نړۍ او طبیعت تل بدلون مومي. ده باور درلود چې د طبیعت شنېلي، څاروي، ژېوی او ان ډبرین توکي دودې او بدلون پړاوونه وهي. نوموړي ټینګار کاوه موږ یو ګل دوه کرته نه شو بویولي….یوازې اور دی، چې هیڅکله نه مري او د تودوخې شتون له لاسه نه ورکوي. او رابدي اوازلي دی، هر څه په ځان کې وېلې کوي او حلوي یې.
ولې ارستو د یوه متفکر انسان په توګه تل د دې پخلی کاوه چې ټول طبعي توکي او شته، د یوه تلپاتې او ثابت نظام تابع دي.
ارستو د طبیعت په لمنه کې ښکلاییزو هنرونو ته انځوریز او تقلیدي هنرونه ووېل، چې هنرمن سوژه او ښکلاییز ارزښت له طبیعت څخه اخلي، پخپلو ګوتو د طبېعت ښکلا په یوې نوې بڼه پنځوي اوانځوروي ، بیا یې ټولنې ته وړاندې کوي.
«تالس ټینګار کاوه چې اوبه د هر ډول ژوند اساس دی او د ټولو توکو د تکوین بنسټ یې ګڼلی شو….»[4]
ولې ارستو د تالس د خبرو پخلی په دې ټکو کړیدی: «تالس په دې عقیده وه، چې د باران اوبه د «شنلېیو» او بوټو د ودې او د باران له رطوبت نه د څاروېیو د تناسلي مادې پيدایښت وه.»[5]
د تالس يوه شاګرد «انکسیمندروس» د «طبیعت» په نوم یو کتاب په میراث پرېښود او ده په دې کتاب کې کاږلي دي، چې اوبه د شیانو اصل نه دی او بیا د شیانو په مادیتوب ټینګار کوي.
دده په اړه نورو فیلسوفانو لیکلی دي، چې نوموړی له سقرات نه دمخه د فلسفي نظریاتو او اندونو له مخې د نوښت او نبوغ څښتن وه.
دی لومړنی کس وه، چې جغرافیوي نخشه یې وکاږله او په څو ټکو یې ټینګار وکړ:
۱ـ د ځمکی سطحه منحني ده.
۲- د ځمکې د کرې په بله برخه کې د بدلون منونکو توکو چاپېریال چې زموږ د کرې په څېر د یوې بلې نړۍ شتون په ګوته کوي.
۳- ځمکه په هوا کې ځوړنده ده او عقل د حقیقتونو په موندنه کې موهم نخش لري.
د یونان په لرغوني تاریخ کې، نه یوازې د فلسفي نظریاتو او اندونو پخلی شویدی او ګڼشمېر پوهانو په دی اړه څرګندونې کړیدي، بلکې د داسې پوهنو او علومو بنسټونه یې هم ایښي دي، چې له دوېنه وروسته نورو څېړونکو او پوهانو په هغه لاره کې ګټور ګامونه پورته کړیدي.
د اتن په ښار کې نه یوازی د فلسفې په تړاو څرګندونی شویدی، بلکې د بېلابېلو، علومو، فنونو، ښکلاییزو هنرونو اوادبیاتو په اړه هم لیکنې او څېړنی شویدي.
په آتن کې، ښکلا پوهنه ،
دهنراوادب پېژندنه
آتن athens د یونان یوه لرغونې سیمه ده، چې په لرغوني تاریخ کې د لرغوني تمدن یو نامتو پلاز او مرکز بلل شویدی، چې د یونان د هېواد، د «آتیکا» په مرکزي ډګر کې پروت دی.
د موزیم هغه غونډۍ، چې په سهل کې موقعیت لری، له داسې توکو ډکه ده ، چې ډبرینې خونې په کې له ورایه تر سترګو کېږي ، ان ښوونېز، پوهونیزاو ښکلاییز ارزښت یې له حیرا نتیا ډک برېښي.
که موږ د ساري په توګه له ښکلا ډکه هغه ماڼۍ چې د یونان د هغه مهال یو لمانځاې وه تاسو ته په ګوته کړو، چې په ۴۳۸ مخزېږدی کال بشپړه شوه نو هرومر و به ووایې چې له عجایبوډکه ډېره د پام وړ ګڼلی شي .
دا چې د وخت مهندسین او هنرمندان څومره دښکلا پوهنې په نزاکتونو پوهېدل اوبیا دېته هڅول شویدي، چې داسې یو شهکار نړۍ ته په میراث پریږدي ، دحیرانتیا خبره ده .
ښایي ددې یو ستر لامل هم د اوي چې، لومړی د طبیعت ښکلا او دویم پخپله د ماڼۍ دجوړوونکو هنري ځیرکتیا اوا ستعداد وه، چې د «آتینا پارتینوس» معبد یې وپنځوه … هنرمند د خپلې پوهې له مخې، د یوه هنري اثر د پنځولو لپاره، په سر کې دده فکر اوتخیل ته دښکلا پوهنې له مخې ،له ښکلا ډک یو احساس رامینځته کېږي او بیا همدغه د ښکلا پېژندنې هنري ځواک او واک دی دېته هڅوي، چې خپل اثر ته تلپاتې ارزښت او پایښت وبښي.
د «اتینا پارتینوس» اثر د «پيري کلیز» دپوهنې، ښودنې او سپارښتنې لاندې د هغه معبد پر ځاې چې د «تمس تاکلیز» پیل کړی وه ، ورغول شو، چې بیا د سرو زرو له تختو جوړ شو.
د آتن د لرغوني تاریخ په دغو شېبو کې نورې دا ډول له ښکلا ډکې ماڼۍ او اثار چې ښکلاییزه دب دبه یې لا تر دغه دمه زړه راښکونکې ده رغاول شویدي، چې موږ د «پروپي لیا»(۴۳۷م ز اثر چې له مرمرو جوړ شوي دی) ایرک تیوم ، د «دیوني سوس تایتر»، د «اسکلي پیس» معبد، د «پیریکلیز» سندریز غالی او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
په یادو ماڼیو کې یو شمېر ادبي او هنري فعالېتونه هم تر سره کېدل او د پام وړ خبره خو دا وه، هر فیلسوف چې دښکلا پوهنې له مخې د کوم اند او فکر څښتن وه، هغو د هنر، ادب او ښکلا پېژندنې په اړه هم انګېرنې او څرګندونې وړاندې کړیدي.
د آتن په ادبي او هنري تاریخ کې، د فلسفي ښکلا پوهنې داند او فکر په رڼا کې داسې کسان لکه اشیلوس، ارستو فانس، سقرات، اپلاتون او ارستو هم پېژنو چې د فلسفې د بېلابېلو علومو، فنونو، هنرونو او ښکلا پېژندنې په تړاو یې نه یوازې د خپل نظر او اند پخلی کړیدی، بلکې په عملي ډګر کې هم عملي ګامونه پورته کړیدي.
د اشیلوس په وخت د آتن په ښار کې یو هنري فستیوال رامینځته شو، بیا هر لیکوال خپل هنري او ډراماتیک اثارونه کاندید کړل ، چې په دغه لړ کې یوازې اشیلوس «۹۰» اثار کښلي وه، چې ۱۳ هنري پنځوونو یې لومړئ درجه جایزه خپله کړه او د سروزرو او سپینو زرو تاج ورته په سر کړی شو.
د یو شمېر لاسوندونو له مخې، د آتن په ښار کې هغه ستر انځوریز اثر چې لومړی هنرمندانو هغه د نخشې په بڼه ډیزاین کړی وه او بیا یې د هغی له مخې یوه ستره استوپه او ماڼۍ په ۵۳۰ مخزیږدي کال ودانه کړه.
د دې معبد لومړنی مهندس او هنرمند «پي سیس تر اتوس» وه ،چې ده پرې کار پیل کړ او ۷۰۰ کاله پرې ولګېدل.
د دغې «ارتستیکی» ماڼۍ په جوړوولو په بېلابېلو مهالونو کې سلګونو هنرمندانو او مهند سانو دخپلې ښکلا پوهنې له مخې زیار وګاله چې تر اوسه یې هنري دب دبه لا همغسي له کلنکارۍ ډکه پکه ده.
په دغې سینګار شوې او له ښکلا ډکې ماڼۍ کې اپلاتون خپلو شاګردانو ته درس وایه او له دې ځاې لږ وړاندې یوه بله نامتو مدرسه وه، چې «انتس تینس» درس ورکوه، خو د «لیسیم» ځاې تر اوسه ندی پېژندل شوی چې د ارستو د درس ځاې وو.
موږ چې دمخه د کومو نامتو فیلسوفانو یادونه وکړه، دوئ تر ډېره بریده د آتن نه بېرون او په اتن کې دننه روزل شوي وه. ولې د مخزېږدي پنځمې پېړۍ په نیمایي کې، یونان د فلسفی، علم، هنر او ادب یو ستر ټاټوبی وه په ځانګړي ډول د بریکلس په مهال، (۴۶۰-۴۳۰ م ز) یونان د علم، ادب او هنر ویاړلی پلاز وه.
د ډېرې حیرانتیا خبره خو دا وه، چې نه یوازې په یونان او په ځانګړی ډول اتن کی فلسفي تفکر او اندونو پرمختګ وکړ، بلکې انساني معارفت، انځورګرۍ ، موسیقی، طب او ریاضي هم خپل وزرونه پرانستل .
که له یوې خوا په فلسفه او بېلابېلو علومو، فنونو او هنرونو کې پرمختګونه تر سترګو کېدل، خو له بلې خوا د «نصرانیت» تعصب هم ریښې ځغلولې او هر څه د پاپ او امپراتور په خدمت او ولکه کې وه ، ان تر دې چې نامتو ټولواک او امپراتور «جستي نین» په ۵۲۹ میلادي کې د ډېرو فلاسفه وو مدرسې او روزنځایونه وتړل، دلته دی چې د آتن علمي مرکز ورورو خپل ارزښت له لاسه ورکاوه او خبره دېته ورسېده چې «پارتي نان» د بي بي مریمې په کلیسا بدل شو.
په مینځنیو پېړېیو کې ټولو علمي، هنري او ادبي پرمختګونو ډېر زیانونه ولیدل ، نو ځکه خو موږ د بشریت په تاریخ کې د «رونسانس» اصطلاح کار وو، چې د بیا علومو د ژوند په مانا دی.
که نصرانیانو پارتي نان د بي بي مریمې په کلیسا بدل کړ، خو مسلمانانو په ۱۴۵۶ ز کال، کله چې ترکانو د «آتن» ښار لاندې کړ د «پارتي نان» کلیسا یې په جومات واړوله.
د لته ګورو، چې دښکلا پوهنې له مخې « دپارتي نان parthenon» اثردهنري اومهندسي ارزښت له مخې دمطلقې ښکلادرلودونکی دی ، خود مذهبي عقیدې له مخې یې دپارتي نان ښکلا دنسبتي ښکلا بڼه خپله کړېده .
د آتن ښار که څه هم اوس هغه لرغونې علمي او تاریخي دب دبه نه لرې، ولې بیا هم تر یوه بریده داسې ځایونه لري چې د پام وړ دي لکه دارت او ساینس اکاديمۍ، شاهي ماڼۍ، د تیاتر او نندارتون د لرغونی ماڼۍ اوښتی بڼه، موزیم، پوهنتون، د وکیلانو ماڼۍ، کتابتون، مدرسې، چې لرغونې بڼه لري او نور د ساري په توګه یادولی شو.