دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټ ریاست په دوو میاشتو کې ۲ میلیارد افغانۍ عاید ترلاسه...

د پاسپورټ ریاست په دوو میاشتو کې ۲ میلیارد افغانۍ عاید ترلاسه کړی

تاند (جمعه، د حوت ۲۵مه) د طالبانو د پاسپورت اداره وايي چې په دوو میاشتو کې یې نژدې دوه میلیارد افغانۍ ګټلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی مفتي عبدالمتین قانع پرون وویل چې په دغه وزارت پورې اړوند د پاسپورت ریاست دا پیسې یوازې د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې ترلاسه کړي دي.

د ده په وینا، د پاسپورټ ریاست په یوه میاشت کې ۳ لکه ۲ سوه شپږ زره پاسپورتونه صادر کړي او په دې توګه یې د میاشتې نژدې یو میلیارد افغانۍ د دولت خزانې ته ګټه رسولې ده.

ښاغلي قانع په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې دومره ډېر افغانان پاسپورت اخلي، په داسي حال کې چې د پاکستان په شمول هیڅ هیواد افغانانو ته په اسانه ویزه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب