پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ماډلین البرایټ څوک وه؟

ماډلین البرایټ څوک وه؟

تاند- له نن څخه یو کال پخوا د ۲۰۲۲ د مارچ په ۲۲ مه د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ماډلین البرایټ د ۸۴ کلونو په عمر مړه شوه.

البرایت، چې د پخوانۍ چکسواکیا په پراګ ښار کې زېږېدلې وه، له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د بیل کلنټن د کابینې د بهرنیو چارو وزیره وه.

دا مخکې تر دې چې د باندنیو چارو وزیره شي، له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۷ پورې په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې وه.

اغلې البرایټ د ۱۹۳۷ د مې په ۱۵ مه د چک جمهوریت په پراګ ښار کې زېږېدلې ده خو د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې د کابینې چوکۍ ترلاسه کوي. دا تر ۲۰۰۱ پورې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره وه.

البرالیټ وروسته له دې چې په ۱۹۳۹ کې د جرمني نازي ځواکونو د هماغه مهال چکسلواکیا ونیوله، له خپلې کورنۍ سره انګلیستان ته پناه یووړه. دې تر ډېره فکر کاوه چې په سیاسي دلایلو له خپل هیواده تښتېدلې خو په ۱۹۹۷ کې پوی شوه چې د دې کورنۍ اصلاً یهوده وه او درې نیکه ګان یې د جرمنیانو په جبري کمپونو کې مړه شوي دي.

د دې کورنۍ له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چکسلواکیا ته (هغه مهال چک او سلواکیا یو هیواد و) بېرته ستانه شول خو په چکسلواکیا کې د شوروي اتحاد په ملاتړ کودتا دوی مجبوره کړل چې بیا مهاجرت وکړي. دوی په ۱۹۴۸ کې امریکا ته لاړل.

البرایټ له ماساچوسیټ پوهنتون څخه د لیسانس تر اخیستو وروسته په ۱۹۶۸ کې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې ماسټري وکړه.

دې د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې له مسلمانانو سره د امریکا د هماغه مهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تبعیضي چلنډ په غبرګون کې وویل: « که ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا مسلمانان یواځې ثبتوي، نو د اعتراض په دود به ځان د مسلمانې په توګه راجیسټر کړي.»

دې پر خپله ټویټرپاڼه همداراز ولیکل«زه د یووالي څرګندولو لپاره د مسلمانې په توګه ځان ثبتولو ته تیاره یم»

نوموړې چې پر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې کوي لیکلي یې دي: «که موږ هغه خلک ثبتوو، چې ځان ته یې خطر بولو، نو سپین پوستي سړي هم باید ثبت شي، ځکه ډېر خطرناک وژونکي او په لویه کچه ډلوژونکي هم سپین پوستي سړي دي.»

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۲۲ کې مېرمن البرایټ ته د ازادۍ میډال، چې د امریکا تر ټولو ا وچت ملکي نښان دی، ورکړ او ویې ویل چې د اغلې البرایټ ژوند ټولو امریکایانو ته الهام ورکوونکی دی.

ماډلین البرایټ خپلې خاطرې «دوزخ او نورو ځایونو ته» په نوم چاپ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب