صدام حسین يې د کیمیاوي وسلو په نوم د دار سر ته وخیژاوه.
چیرې وه وسله؟
لیبیا يې د خپلو موخو لپاره په سرو لمبو کې لولپه کړه.
د معمرالقذافي ګناه څه وه؟
د سوريې لا تر اوسه د بمونو لاندې شپې دي.
ایا ګناه يې له ايران او روسيې سره دوستي وه؟
د مصر مرسي يې د دیموکراسۍ په نامه د اعدام تر څنډې ورساوه.
ایا ګناه یې دا وه چې د ټاکنو له لارې یې واک تر لاسه کړی و؟
اوکراین کې یې هم ښه ګلان وکرل.
ایا ګناه يې دا وه، چې د نړۍ د غلې ګودام و؟
د فلسطینیانو وژل خو د دوی د پلار حق دی!
ځکه چې یهودیان ځانونه د نړۍ باداران بولي!
د غزې تړانګه د اور په سرو لمبو کې شپې او ورځې سبا کوي!
البته د غزې په تړانګه کې انسانان نه اوسي، د بشر حقوق همدې ته وايي؟
مشت نمونه خروار!!!
له چا ګیله کوو، ځکه د دې ټولو تر شا خو پیریان دي!
انسانان خو داسې نه کوي!
وایي!
د زورور اوبه په بره خيژي.
لیوه برې او میږي کوزې اوبه څښلې، لیوه ویل، اوبه مه را خړاوه.
د بشر د حقوقو خبره هم همغه تاریخي کیسې ته ورته ده چې وايي!
زوی له پلار څخه پوښتنه وکړه، چې پلاره دا دولت، حکومت، شورا او ملت څه ته وايي، ځکه هره ورځ په هر مجلس کې د دې په هکله خبره کیږي؟
پلار يې چې هر څه ورته ویل د زوی يې سر پرې نه خلاصیدو.
پلار اړ شو چې په عملي توګه يې زوی ته وښيي!
ورته ويې ویل:
ته فکر وکړه چې زموږ په کورنۍ کې پلار دولت دی، مور دې حکومت دی، نیا دې شورا ده او ته ملت يې!
په دې مانا چې کله تاته چې ملت يې کوم مشکل پیدا شي، مور ته دې چې حکومت دی شکایت کوې.
که مور دې شکایت وانه وریده، پلار ته دې چې دولت دی شکایت کوې او که دولت هم ستا مشکل حل نه کړ، بیا په هغه صورت کې شورا را خبروې!
زوی وویل اوس پوه شوم.
د شپې لخوا زوی يې د مشکل د رفع کولو لپاره د باندې وتلو ته اړتیا وه. شپه تیاره وه، زوی يې ویریده چې یوازې د باندې ووځي.
فکر يې وکړ چې زه خو ملت یم، خپل مشکل به مور ته چې حکومت دی ووايم.
کله چې مور ته ورغی، ګوري چې د پلار او مور تر منځ چې دولت او حکومت دي جنجال دی.
منډه يې کړه چې نیا چې شورا ده را خبره کړي.
ګوري چې شورا ویده ده!!!
زوی چې ملت دی له ویرې راغي او خپل مشکل يې په خپل کټ کې حل کړ!
سهار چې پلار او مور له زوی پوښتنه وکړه، چې ولې يې خپل کټ ناولی کړی دی!
زوی ور ته وویل:
ملت له ستونزې سره مخ و، حکومت ته ورغی، هلته د دولت او حکومت تر منځ اړیکې ډیرې کړکیچنې وي. لاړم چې شورا را خبره کړم، شورا هم ویده وه او يا يې ځان په خوب اچولی و.
نو په داسې حال کې به ملت بیچاره څه کول بې له دې چې یا به مري او یا به د ژوند کولو حق نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو سازمان هم ځان په خوب وهلی دی. څوک چې په ښکاره د بشر حقوق نقض کوي، د دوی لپاره خیر او خیریت دی. آو کوم چې بېوزلي دي د هغوئ لپاره بیا د غاړې مرزندۍ ګرځئ.
د خلاصون یوه لاره شته، که چاته معلومه نه وي، زه به يې په اسانه ور په ګوته کړم.
بري په یووالي کې دی.
که یو شو شته کیږو، که نه نو ورکیږو!
احمدشاه بابا به فرمایلي:
راځئ! چې ځير شو هرې خواته
هرې خواته غلیمان دي
یو پر بل مو سره وژني
وایي! خپل یو رقیبان دي
ښاغلی وزیری صاحب تریخ واقعیتونه بیان کړی دی.
اوسمهال د نړی پر اکثریت پرګنو د بی عدالتی ضخیمه خیمه غوړیدلی ده . لرغونی مصری تفرعن او تنمرود تسمرّی حاکم دی ( زور او زر او تزویر ).
کاشکې چې وزيري صاحب پخپله واکمنۍ کې دې کمې ته پاملرنه کړی وای، خو تر ټولو مخکې ارګ، سپېدار او پارلمان يې ټول په دغه مرض مبتلا ول او ملت د دوی له رنځونو او له ښکر په ښکريو او يو له بل سره د واک په سر په نه جوړېدو کې له يو لورې د ده له خپلو دوستانو او له بل لورې د طالب او د پاکستان د بېساريو لاسونو او تېريو لاندې ښکېل او د ځنکدن شپې سبا کولې، نوپايله يې دغه شوه چې د بهرنيو او په تېره بيا د ګاونډيو غليمانو لاس ته ورولوېده او دوی ټول يې پسې وځغلول. دا خو چې سړی په واک کې وي هغه وخت نه پوهيږي او چې بېواکه شي، نو بيا پوه شي او عقل يې سر ته راشي.
نو د وزيري صاحب عقل هم اوس لکه چې سر ته راغلی دی، خو افسوس چې وخت ترې تېری دی او اوس له ټولو خبره خطا شوې ده.
دوی خو لا دومره ښه ول چې ولسمشر محمد اشرف غني خو ښکاره او بالعمل په ارګ کې ناست وو او يو نسبي اړيکه مو له ګاونډ او نړيوالو سره وه چې د دې اوسنيو څه حال دی؟
يو يې د پيشو پرک (حفاش) په شاک په کندهار کې پټ دی او دا بل يې چې دلته ارګ ته ورننه ايستی دی چې اوس له ارګه نه راوځي او په دې اند دی چې که له ارګه راووځي، نو ارګ ترې ولاړ نه شي.
بيا دعوه هم کوي چې ((موږ تاسې ته خپلواکي راوړې ده. د څه شي خپلواکي؟))
د نړيوال څار لاندې يو. قطر ته په تيارو چارتر کړی شويو الوتکو کې ځو راځو، خو دا پته نه لګيږي چې دا څوک مو وړي او هلته څوک راسره ناست وي او څوک راسره خبرې کوي؟
د داوودزي په خبره چې ښاغلی کرزی په ۲۰۱۲ ز کال کې لندن ته راغلی وو، نو هلته يې له اشفاق کياني سره وکتل چې ټول نظاميان ول او له مرکزي حکومته هېڅ ورسره نه ول او هغه ته يې دوه خبرې په ښکاره وکړې :
يو دا چې ډيورنډ به منئ،
او بله دا چې اړيکې مو بايد له هند سره د پاکستان له ليارې تر سره شي.
نو دا د هغه وخت خبرې دي چې ښاغلي امرالله صالح بيا دا خبرې په کابل کې يوولس بيان کړي دي چې په يوټيوب کې د هغه خبرې چې ((د جګړې پټ اړخونه)) نوميږي اورېدلی شئ. مانا دا چې بيا يې پکې نهه خبرې نورې ورزياتې کړي دي.
که طالب خپلواک وي، نو دوی بايد د نجونو د زده کړو د ممانعت په تړاو رښتينی وضاحت ورکړي.
ايا د لاهور د بدنامې منډي څخه زموږ ښوونځي او پوهنتونونه ډېر بدتر دي؟
زموږ ښوونځي او پوهنتونونه د فحشاء مرکزونه شول او د خلکو د هيرا منډي د عبادت او پرستش ځای شو؟
دا پنجاب بله حربه ده چې د مذهبي شاګردانو او ملايانو په لاس يې زموږ د علم (پوهې) او زده کړې دروازې او بنسټونه له يوې مخې د شرعي او مصؤون چاپيريال په پلمه بندې کړلې. ايا دا د هيرا منډي له شرعي اړخه يو مصؤون ځای دی؟
دوی دې له خپلو پاکستاني علماو او اسلامپالو ډلو سره د شرعي او مصؤون ځای د تعريف په اړه يو واضح تعريف ورکړي.