Homeخبرونهد تحصیلي اسنادو د بیې په اړه محصلینو ته د لوړو زده...

د تحصیلي اسنادو د بیې په اړه محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت معلومات

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې د تحصیلي بنسټونو له محصلانو غوښتي چې اړوندو بنسټونو ته د تحصیلي اسنادو لپاره له اضافي لګښتونو ورکولو ډډه وکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: په دې وروستيو کې د فراغت د تحصيلي اسنادو (ډیپلوم او ترانسکرپت)  پاڼې په معياري او خوندي توګه د هېواد په داخل کی ترتیب شوي او د فراغت د تحصيلي اسنادو د لایحې سره سم خصوصي تحصيلي بنسټونو ته خبر ورکړل شوی،  چې په یادو پاڼو کې د فراغت د هر سند د صدور په مقابل کې له فارغ التحصيلانو څخه یواځې دولس سوه (۱۲۰۰) افغانی واخلي.

سرچینې د لوړو زده کړو له اړوندو بنسټونو هم غوښتي، چې له محصلانو اضافي پیسې وانخلي.

د وزارت په اعلامیه کې له محصلانو غوښتل شوي چې د اضافي لګښت غوښتونکو په اړه ورسره معلومات شریک کړي، څو قانوني چلند وکړي.

یو شمېر محصلانو تر دې مخکې د تحصیلي اسنادو په ترلاسه کولو کې له ځنډ او لوړ لګښت څخه تر دې مخکې ډېر شکایتونه کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...