Homeخبرونهپاکستان په تورخم دروازه بیرته افغان ناروغانو ته د تلو اجازه ورکړه

پاکستان په تورخم دروازه بیرته افغان ناروغانو ته د تلو اجازه ورکړه

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) په ننګرهار کې د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې پاکستان د تورخم دروازې له لارې افغان ناروغ لرونکو ته بیرته د ځانګړي ټوکن په وسیله دغه هېواد ته د درملنې لپاره د تلو اجازه ورکړه.

افغان ناروغ لرونکو ته د دغه سفر ممانعت له څلور ورځو راهیسې پيل شوی و.

ځایي خلکو او ناروغ لرونکو په دې کار خوښي ښودلې.

معلومه نه ده، چې پاکستان ولې دغه محدودیت وضع کړی و او ولې یې بیرته لیرې کړی دی؟

تازه، د کندهار لپاره د طالبانو د والي ملا شیرین اخوند دفتر ویلي، چې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبید الرحمان نظاماني دغه ولایت ته تللی او ملا شیرین سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

پاکستان تل تورن شوی، چې د افغانستان واکمنو سره د خپلو ناندریزو اړیکو لپاره پر عامو خلکو فشارونه راوړي او غچ یې له دوی څخه اخلي.

د دې ترڅنګ، د طالبانو د رژیم پر هغه کمیسیون هم وخت پر وخت د فساد او سلیقوي چلند تورونه پورې کیږي، چې پاکستان ته د تګ لپاره د ناروغانو او پایوازانو په نوم یې د سفر ځانګړي ټوکنونه وېشي.

طالب چارواکي بیا په دې برخه کې ناغیړي او فساد بې اساسه تور ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...