یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهڅو لنډ خبرونه

څو لنډ خبرونه

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه)

په مدیترانه سمندرګي کې د یوې بیړۍ د ماتېدو او ډوبېدو له کبله لږترلږه ۶۰ لالهانده کډوال مړه شوي دی.

دغو کډوالو غوښتل چې اروپا ته ځان ورسوي خو د ایټالیا سیسلي ټاپو ته نژدې یې د بیړۍ انجن له کاره ولوید او وروسته ډوبه شوه. ګومان کېږي چې ژغورونکو ۲۵ تنه ژوندي ژغورلي وي.

د پېښې د قربانیانو د ملیت په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.

——————-

د ملکي هوايي چلن نړیواله اداره وايي چې د افغانستان (اریانا افغان هوايي شرکت) یوه بله  A310 الوتکه واخیسته.

 —————–

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګروملتو ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړي.

امنیت شورا به په راتلونکې ناسته کې په دط اړه خبرې وکړي.

په افغانستان کې د یوناما یا د ملګروملتو مرستندوی ماموریت د روان مارچ په ۱۷ مه پای ته رسیږي.

باور کیږي چې امنیت شورا به د یوه بل کال لپاره د یوناما ماموریت تمدید کړي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د هیواد د شیعه ټولنې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال ته وسپارلې.

د ريیس الوزرا د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د شیعه علماوو شورا له غړیو محمد اکبري، سیدحسین عالمي بلخي او نعمت الله غفاري سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې پر اساس مولوي کبیر شیعه علماوو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پر وړاندیزونو او غوښتنو به غور وشي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰————–

افغانستان له ۲۱۸ راوروسته په لومړي وار د نړۍ د هغو ۵ هیوادونو له لیسته ووت چې تر ټولو ډېر تروریزم ځپلي دي.

د ۲۰۲۴ د تروریزم په نړیوال انډیکس یا شاخص کې افغانستان شپږم شوی دی. تېر کال په افغانستان کې تروریستي پېښې د پام وړ کمې شوي دي.

په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې ۱۱۹ تنه په تروریستي بریدونو کې وژل شوي چې دا د ۲۰۲۲ پرتله په سلو کې ۸۱ کموالی ښيي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

ټیک ټاک له جدي ننګونې سره مخامخ شو

د امریکا د استازو جرګې د رایو په غوڅ اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې ټیک ټاک باید یا له خپل مرکزي چینايي شرکت سره اړیکې وشلوي او یا به په امریکا کې پرې بندیز لګول کېږي.

ټیک ټاک حاضردمه د نړۍ تر ټولو ډېره کارول کطدونکې ټولنیزه شبکه ګڼل کېږي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د بې پولې خبریالانو ټولنې له طالبانو وغوښتل چې د رسنیو له ځپلو لاس واخلي.

دې ټولنې ویلي چې طالبانو د رسنیود محدودولو لپاره خپل ځپونکي اقدامات په ښځو متمرکز کړي دي.د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې طالبانو په ځانګړي ډول په کندهار او خوست کې پر ښځینه خبریالانو ساحه تنګه کړې او داسي ښکاري چې دا محدودیتونه به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د سالنګ لویه لار، چې د واورو د اورېدو له امله دوې ورځې وړاندې بنده شوې وه، نن بېرته پرانیستل شوې ده.

دا لار پلازمېنه او د هیواد جنوبي ولایتونه له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

د ټولګټو وزارت لپاره د طالبانو ویندوی محمد اشرف حق شناس نن وویل چې د سالنګ لویه لار سهار ۵ بجې پرانیستل شوې ده.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

په پاکستان کې د بې درکه شویو خلکو د موندنې کمیسیون وايي چې یوازې په تېره فبرورۍ میاشت کې یې د ۴۲ تنو نورو د بې درکۍ قضیې ثبت کړي دي.

دغه کمیسیون د ۱۰ زره ۱۸۵ تنو بې درکي ثبت کړي چې د هغو له منځه یې ۷۸۶۸ قضیې حل کړي خو ۲۳۱۷ نورې قضیې نا حل پاته دي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب