دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهراشدخان د آیرلنډ په وړاندې په شل اوره سیالیو کې ګډون کوي

راشدخان د آیرلنډ په وړاندې په شل اوره سیالیو کې ګډون کوي

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ نامتو ستوری راشدخان له شاوخوا درې میاشتو وروسته په لومړي ځل د لوبو میدان ته راووځي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د آیرلنډ په وړاندې د شل اوره سیالیو په اعلان کړي لیست کې د راشدخان ترڅنګ د مجیب الرحمان نوم هم ښکاري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا (جمعه) له ایرلنډ سره د درو شل اوره سیالیو په لومړۍ کې مخامخ کېږي.

افغانستان او آیرلنډ تر دې مخکې یوه ټیستلوبه او دوې یو ورځینۍ سیالۍ کړي. ټیست آیرلنډ او یو ورځینۍ مسابقې افغانستان وګټلې.

په یادو مسابقو او همداراز له سریلانکا سره د افغانستان د ملي لوبډلې په سیالیو کې راشد خان ګډون نه درلود.

راشدخان د ۲۰۲۳ له نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو وروسته په لندن کې د ملا جراحي عملیات وکړل او د ډاکترانو په سپارښتنه تر یوې مودې پورې له لوبو منع شوی و.

دی د افغانستان د شل اوره سیالیو کیپتان هم دی.

مجیب الرحمان هم له یوې مودې راهیسي د ژوبلېدو له کبله د افغانستان په لوبډله کې نه و. په سبانۍ مسابقه کې به د راشدخان ترڅنګ مجیب الرحمان هم ولوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب