یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهډاکټر احدي: د افغانستان بانک کنګل شوې پانګې ۲۷۰ میلیونه ډالره ګټه...

ډاکټر احدي: د افغانستان بانک کنګل شوې پانګې ۲۷۰ میلیونه ډالره ګټه کړې

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) سویس ته د افغانستان بانک د لېږدول شوې کنګلې درې نیم میلیارده ډالره بانکي زېرمې د امانت صندوق د مدیره پلاوي یوه افغان غړي ډاکټر انورالحق احدي ویلي، چې دغو درې نیم میلیاردو ډالرو شاوخوا ۲۷۰ میلیونه امریکایي ډالره ګټه کړې ده.

احدي په یوه مرکه کې دا هم ویلي، چې د دغو پیسو د ساتنې لپاره جوړ شوي امانت صندوق له کوچنیو اداري لګښتونو پرته نور د پام وړ لګښت نه دی لرلی.

هغه تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دغه صندوق د څلور کسیز مدیره پلاوي ټول غړي د ده په ګډون له کوم امتیاز پرته دا دنده مخته وړي.

دغه صندوق له شاوخوا یو کال راهیسې جوړ شوی، چې دوه تنه افغانان او دوه بهرنیان پکې غړیتوب لري.

د صندوق پر بل افغان غړي شاه محمد محرابي له طالبانو سره د اړیکو تورونه دي، ځکه هغه د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی تر واک لاندې د افغانستان بانک په ځینو غونډو کې لیدل شوی، خو ښاغلي محرابي په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د یاد شوي صندوق د پیسو د استفادې او نورو مسایلو په اړه د صندوق غړي سره همغږي نه دي او د نظر اختلاف لري.

دغه صندوق مخکې تیاری ښودلی و، چې د اړتیا په صورت کې به د ځینو شرایطو له مخې د صندوق له پیسو د افغانستان بانک د ملاتړ لپاره کار اخلي، خو پر افغانستان بانک واکمنو طالبانو له دغه صندوق سره همکاري رد کړې او ویلي وو، چې یو مخ د امریکا لخوا د افغانستان کنګل شوې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمه باید دوی ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب