لیکوال: محمد عبدالرووف (عربي بي، بي سي)
ژباړونکې: مینه احمد
د عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید په اړه د ځینو شته روایتونو په اساس، هغه د تیاتر او اوپرا له هنرونو سره دلچسپي لرله او ډېر ځله به یې لیکوالو او کمپوزرانو ته حکم کاوه چې ډرامو او هنري آثارو ته خوشحالوونکی انجام ورکړي.
دغه د ډرامو د پای کیسه به رشتیا وي یا به نه وي، مګر دی چې مخالفانو «مستبد» باله، ونه توانېد چې د خپل حکومت خاتمه بختوره کړي او د عثماني خلافت یا سترواکۍ د ختمېدو مخه ونیسي.
سلطان عبدالحمید په ۱۹۰۹ کې له خپل مقامه لرې کړای شو او پنځلس کاله وروسته یعنې له نن څخه سل کاله پخوا، د آسیا، افریقا او اروپا په ګڼو سیمو باندې د عثمانیانو د پېړیو پېړیو واکمني ختمه شوه او سترواکي یې وشړېده.
د ۱۹۲۴ کال د مارچ په درېمه نېټه د ترکیې پارلمان د عثماني خلافت ختمېدل اعلان کړل.
د ترکیې پارلمان ولې خلافت ړنګ کړ؟ عبدالحمید او تر هغه له مخه واکمنان پاچهان وو، که خلفا؟ په عثماني خلافت کې به د سلطان نقش څه و؟
خلفا او مخالفان
د اسلام د تاریخ کتابونه راته وایي چې د پیغمبر مرګ د صدر اسلام د مسلمانانو په منځ کې بحثونه او اختلافونه راپیدا کړل. د اختلاف اصلي ټکی دا و چې د هغې تازه تازه غوړېدونکې ټولنې مشري باید څوک وکړي چې د خپلو دیني او سیاسي غوښتنو د پوره کېدو اراده یې لرله. دغه راز په دې بحث روان و چې دغه مشر به په څه نوم یادېږي؟ څنګه به ټاکل کېږي؟ ایا خلیفه وبلل شي؟ خلیفه څه ځانګړنې لري؟ ایا د امیرالمومنین خطاب ورته وشي؟
دغو پوښتنو ته په بحثونو کې نه یوازې وروستي ځوابونه پیدا نه شول، بلکې اختلافِ نظرونه یې زیات کړل.
د اسلام د پیغبمر له مړینې کابو پنځه ویشت کاله وروسته دریم خلیفه، عثمان بن عفان، ووژل شو او د هغه د ځای ناستي علي بن ابي طالب په دوران کې داخلي جګړه ونښته چې تر ۶۶۱ میلادي کاله پورې یعنې د علي تر وژل کېدو پورې روانه وه.
د معاویه له واکمنۍ سره په اسلام کې حکومت او خلافت، د اکثرو پخوانیو ټولنو په څېر میراثي شو.
معاویه او له هغه راوروسته د بن امیه کورنۍ نورو واکمنو د ځانونو لپاره خلیفه (د پیغمبر ځای ناستی) لقب غوره کړ خو دغه لقب د دوی د واکمنۍ په خلاف د مقاومت د لویو غورځنګونو مخه ونه نیولی شوه، داسې غورځنګونه چې په جوړېدو کې یې سیاست او مذهب دواړه سره اخښلي وو.
په ۷۵۰ میلادي کال کې د اموي واکمنۍ له نسکورېدو سره، د اسلامي خلافت د تاریخ یو نوی دور پیل شو او عباسیان واک ته ورسېدل چې البته په دغه دور کې هم حکومت خپل مخالف غورځنګونه لرل.
سیمبولیک نقش
که څه هم عباسي خلفا په ابتدا کې وتوانېدل چې د خپل قلمرو په لویه برخه کې خپل قدرت ټینګ کړي، مګر د وخت په تېرېدو سره حکومت کمزوری شو. د عباسیانو د خلافت په دوران کې چې پایتخت په بغداد، بیا سامرا او یو ځل بیا بغداد ته ولېږدول شو، خلافت ورو ورو په مازې یوه مذهبي سیمبول بدل شو او په عمل کې ځایي واکمنو د عباسي قلمرو په مختلفو سیمو کې خپل حکومتونه جوړ کړل، مثلا آل اخشید په مصر کې او حمدانیان په شام کې. په خپله بغداد څو لسیزې د ایران د آل بویه کورنۍ په کنټرول کې و.
په لسمه میلادي پېړۍ کې د اسماعیلي مذهبه فاطمیانو پیاوړي کېدل عباسي حکومت کمزوری کړ. د فاطمیانو حکومت هم د مذهبي عقیدې له نظره او هم په سیاسي لحاظ عباسي لړۍ ګواښله. فاطمي خلفاوو په مختلفو وختونو کې د افریقا په شمال، مصر، حجاز او شام باندې واکمني وکړه.
په دې ډول د کلونو په تېرېدو سره د عباسي واکمني کمزوري څرګنده شوه. د هارون الرشید له مړینې ۱۳۰ کاله وروسته، چې د هغه د حکومت دوره د عباسي لړۍ د قدرت د اوج زمانه وه، په بغداد کې عسکرو عباسي خلیفه قاهر برطرفه کړ، سترګې یې وروایستلې، په کلونو کلونو یې زنداني کړ او له بنده وروسته یې هم ورځ دومره بده وه چې د مورخانو په قول، د بغداد د جوماتونو مخې ته به یې ګدایي کوله.
د عباسي خلفاوو سیاسي اغېز نور هم پسې کمېده. بالاخره په ۱۲۵۸ میلادي کال کې چنګیزي مغولو پر بغداد حمله وکړه او وروستی عباسي خلیفه المستعصم بالله یې وواژه.
د بغداد له سقوطه وروسته ډېره موده د خلیفه په نوم څوک نه و. په دې منځ کې په مصر کې د مملوکانو ترک توکمه سلطان، ظاهر بیبرس، اراده وکړه چې د وژل شوي خلیفه خپلوان قاهرې ته راوغواړي او د المستعصم د ځای ناستو په توګه یې معرفي کړي. د مملوکانو د واکمنۍ په موده کې چې څه باندې دوه سوه کاله وه، خلافت یو سیمبولیک مقام و. خلیفه به جوماتونو ته ته او په جګړو کې به له مملوک پاچهانو سره ملګری و، نور یې اکثره وخت څه خاص نقش نه درلود. لکه څنګه چې بریتانیایي مورخ توماس آرنولد د «خلافت» په کتاب کې لیکلي دي، په هغه وخت کې په مختلفو سیمو کې نور ګڼ واکمن هم وو چې له خپلو نومونو سره یې د خلیفه کلمه راوړله او دغه نوم یې خپل حق ګاڼه.
مورخان وایي چې مملوکانو هسې په خوله د خلافت د ژوندي کېدو کیسه روانه کړې وه او منظور یې دا و چې د خپل موقعیت او سیاسي مشروعیت د تثبیت لپاره استفاده ورنه وکړي، ځکه د اهل سنت په احادیثو کې راغلي وو چې خلافت یا امامت صرف د هغه چا حق دی چې نسب یې قریشو ته رسېږي.
عثمانیان؛ سلطان که خلیفه؟
عثمانیان د آناتولي له ترکو قبایلو څخه وو چې په ۱۴۵۳ کې یې د بیزانس امپراطوري په مرکز قسطنطنیه (استنبول) باندې حمله وکړه او هغه ځای یې ونیو چې د اسلام عسکرو په تېرو پېړیو کې کله هم نه و لاندې کړی. عثمانیانو د خپل قدرت او حاکمیت د ساحې پراخولو ته ادامه ورکړه او په دې لړ کې یې په ۱۵۱۷ کال کې په شام او مصر باندې د مملوکانو واکمني ختمه کړه او عثماني سلطان، لومړی سلیم، د یوه فاتح په حیث قاهرې ته داخل شو. د مملوکانو د حکومت په ختمېدو سره د عباسي خلفاوو تش په نوم او سیمبولیک نقش هم، چې دغه وخت دریم متوکل ته سپارل شوی و، پای ته ورسېد.
ترک مورخ، خلیل اینالجیک، (د عثماني امپراطوري تاریخ) په نوم کتاب کې لیکي چې لومړي سلطان سلیم، د خلیفه نوم غوره نه کړ او د دې شي وجه کېدی شي دا وه چې دی به د خلیفه لپاره د قریشي نسب د شرط له اهمیته خبر و.
د لومړي سلیم ځای ناستي هم « سلطان» یادېدل او دوی دا نوم کافي ګاڼه خو ځینو پکې د ځانونو لپاره له خلیفه او یو شمېر نورو لقبونو هم استفاده وکړه او اشاره دې واقعیت ته وه چې عثماني سلطان د هغو سیمو واکمن دی چې اکثره اوسېدونکي یې مسلمانان دي.
د مورخانو په قول، عثماني پاچهانو چې به کله لازمه وګڼله، د ځان لپاره به یې د خلیفه په لقب ټینګار کاوه، مثلا هغه وخت چې خلک به یې جنګ او جهاد ته هڅول.
عثمانیانو هم د پخوانو لړیو غوندې حکومت میراثي وساته، خو په عثماني دوره کې واک لېږد، تر ډېرو پورې له یوه خونړي دود سره مل و، داسې چې نوي سلطان به خپل وروڼه وژل. د عثماني امپراطوري تاریخ په کتاب کې اینجالیک لیکي چې په اوله کې د سلطان د وروڼو وژل د کورنۍ جګړې د مخنیوي په مقصد و او وروسته بیا خبره دې حد ته ورسېده چې په ۱۵۹۵ کال کې دریم سلطان محمد قدرت ته له رسېدو سره سم، سمدستي خپل نولس واړه وروڼه تر تېغ تېر کړل.
عثمانیانو هم د مخکینیو لړیو غوندې د اسلامي نړۍ په داخل کې رقیبان لرل چې شاید تر ټولو لوی رقیبان یې د ایران صفویان وو. صفویانو له عثمانیانو سره اوږدې جګړې کړې دي خو بیا هم عثماني سترواکي وتوانېده چې د څو پېړیو لپاره په ټوله اسلامي نړۍ کې د تر ټولو ستر قوت په توګه پاته شي.
عثمانیانو په اروپا کې ډېرې پوځي سوبې وکړې، په اروپا کې یې ترهه خپره کړه او عسکر یې تر یو ځل ډېر د ویانا تر دېوالونو ورسېدل.
د اروپا ناروغ سړی
لکه څنګه چې اینالجیک په خپل کتاب کې لیکي د وخت په تېرېدو سره باید عثمانیان له هغې اروپا سره مخامخ کېدای چې په مختلفو برخو کې یې له علمي انقلابونو او د روښانتیا له دورې فایدې اخیستې وې. دغسې پرمختګونه په اسلامي نړۍ کې نه لیدل کېدل.
له اتلسمې پېړۍ راهیسې دا خبره څرګنده شوې وه چې د قدرت انډول نور د عثمانیانو په ګټه نه دی. اسلامي نړۍ چې ډېره زمانه پخوا پکې د نړۍ تر ګردو ستر علمي مرکزونه ودان وو، په راوروسته پېړیو کې وده نه کوله. د مثال لپاره به د کتابونو او خپروونو چاپ یاد کړو چې په اروپا کې یې یو حالت و او په عثماني سترواکي او بلکې ټولې اسلامي دنیا کې وضعیت بېخي بل ډول و. په اروپا کې د چاپ صنعت له پنځلسمې میلادي پېړۍ پیل شوی و خو عثماني امپراطوري یوازې ډېرو محدودو مذهبي ډلو ته اجازه ورکوله چې له مطبعې استفاده وکړي. نور ټول کتابونه د پخوا غوندې په لاس لیکل کېدل. د مسلمانانو لومړۍ مطبعې په ۱۷۲۹ کې یعنې په اروپا کې د چاپ د صنعت له پیله دوه سوه اتیا کاله وروسته په کار پیل وکړ چې هغه هم څورلس کاله وروسته بنده شوه او لسګونه کاله وروسته یې یو ځل بیا د کار اجازه ومونده، هغه هم له شرطونو او محدودیتونو سره.
د نولسمې پېړۍ په پېلېدو سره، چې د روسیې او اروپايي قوتونو په مقابل کې د عثمانيانو پوځي کمروزي مخ په ډېرېدو وه، د عثماني امپراطوري په داخل کې د اصلاحاتو ځينې اوازونه اوچت شول.
صربانو او یونانیانو د عثماني سترواکي په خلاف بغاوت وکړ او وتوانېدل چې د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمه کې خپله خپلواکي وګټي. په دغه پېړۍ کې په ځینو نورو سیمو کې هم له عثمانیانو خپلواکي واخیستل شوه. له بلې خوا عثمانیانو چې څو پېړۍ یې په ختیځ کې د مسلمانانو خاورو ته د اروپایانو د نفوذ کولو مخه نیولې وه، په نولسمه پېړۍ کې نور دا توان نه درلود چې د مسلمانانو خاورې د لویدیځ له رخنې غوندې وساتي. ناپیلیون او عسکرو یې درې کاله مصر ونیو او څو لسیزې وروسته فرانسویان د الجزایر او تونس د نیولو لپاره د افریقا شمال ته راستانه شول.
په دې منځ کې یو بل واقعیت دا و چې دوو لویو استعماري طاقتونو یعنې انګلستان او فرانسې د روسانو په مقابل کې په تېره بیا د کریمې په جګړه کې د عثماني سترواکي ملاتړ کړی و او دې شي په سیاسي لحاظ عثمانیان په دوه کې حیران کړي وو چې انګلستان او فرانسې ته د دوست په سترګه وګوري که د دښمن.
له بلې خوا لویدیځو قدرتونو عثماني امپراطوري ته «د اروپا د ناروغ سړي» په سترګه کتل او د دې امپراطوري په اړه یې مختلف نظرونه لرل. ځینې د عثماني امپراطوري د ختمولو او وېشلو غوښتونکي وو او ځینو نورو ویل چې د روسیې د پراختیایي تمایلاتو په مقابل کې یې ملاتړ پکار دی.
دغو ستونزو او واقعیتونو ته په پام سره یو شمېر عثماني سلطانانو اراده وکړه چې حقوقي او اداري اصلاحات راولي. دغه اصلاحات « تنظیمات» بلل کېږي.
خو دغو ریفورمونو هم د عثماني امپراطوري وضعیت بهتره نه کړ او خبره دې ته ورسېده چې په ۱۸۷۵ کې عثماني مقاماتو اعلان وکړ چې د خپلو خارجي پورونو د ادا کولو وس نه لري.
دوهم سلطان عبدالحمید
په دغسې حالاتو کې دوهم عبدالحمید په ۱۸۷۶ کې سلطان شو او خپله واکمني یې د یوه لیبرال اساسي قانون په تصویبولو او د پارلمان په جوړولو سره پیل کړه. خو د عثمانیانو د مشروطیت دوران زیات عمر ونکړ. عبدالحمید یوازې یو کال وروسته، په ۱۸۷۷ کې، چې روسیې ورسره جګړه پیل کړه، پارلمان ړنګ کړ، اساسي قانون تعلیق کړ او د اصلاحاتو مخکښان یې جلاوطني ته اړایستل.
بریتانیایي مورخ، یوجین روګان، «د عثمانیانو سقوط» کتاب کې لیکي چې د مشروطیت خلاف د سلطان عبدالحمید د دغو اقداماتو یو دلیل دا و چې د پارلمان غړیو د روسیې په مقابل کې د سلطان او د ده د حکومت د جګړې په شېوه سختې نیوکې کولې او دې شي سلطان عبدالحمید ډېر غصه کړی و.
د سلطان پر دغو اقداماتو لیبرالانو او سمون پالو نیوکې وکړې او دی یې «مستبد» وباله، خو عبدالحمید اراده کړې وه چې په یوازې ځان به حکومت چلوي او په ځینو برخو لکه معار ف او انفراسټرکچر کې به اصلاحات راولي.
له بلې خوا سلطان عبدالحمید د خلافت په بحث تاکید وکړ. په عثماني قلمرو کې چې دا وېره موجوده وه چې استعمار دودیز کلتوري ارزښتونه ګواښي، د سلطان د خلافت د خبرې تود هرکلی وشو. که څه هم په ۱۸۸۱ کې تونس فرانسویانو ونیو او په ۱۸۸۲ کې مصر انګرېزانو لاندې کړ او په دې ډول عثماني امپراطوري مخ په زوال روانه وه، خو عبدالحمید په هغه وخت کې تر څه حده وتوانېد چې د عثماني سترواکۍ د کوچیني کېدو بهیر یا ودروي یا یې سرعت ورکم کړي.
د عبدالحمید د حکومت په دوران کې د سلطان او ارمنیانو تر منځ جنجال زیات شو چې وینې پکې وبهېدې او ګڼ ارمنیان، د مختلفو اټکلونو په اساس په لسګونو زره یا په سلګونو زره، ووژل شول. د دغو خونړیو پېښو په وجه د لویدیځ مطبوعاتو عبدالحمید ته د «سره سلطان» لقب ورکړ. له بلې خوا د عبدالحمید د سلطنت دوره په دې مشهوره ده چې حکومت پکې ډېر پوليسي او استخباراتي و. په دې دوران کې د مخالفانو لټون خورا زیات شو خو دغسې هیڅ هڅې د امپراطوري د شړېدو مخنیوی ونکړ.
درې پاشایان
«د اتحاد او ترقي ګوند» چې غړي یې د عثماني حکومت مخالفان وو او د ترکانو د ملي ارمانونو انقلابي محصلان، روڼدان او پولیس پکې راغونډ وو، وتوانېد چې پاڅون وکړي او په ۱۹۰۸ کې سلطان اړباسي چې خپل یوه اندازه قدرت پرېږدي، مشروطه اعلان کړي او داسې پارلمان جوړ کړي چې اکثره غړي یې اتحادیون یعنې د اتحاد او ترقي د ګوند پلویان وي.
په استانبول کې تحولات چټک شول خو د مشروطیت احیا هغه نتیجه ورنکړه چې خلکو یې توقع لرله، بلکې برعکس، اقتصادي حالات نورهم خراب شول او ملایانو د اتحاد او ترقي ډلې له سکیولر فکر سره مخالفت پیل کړ. په همدې وخت کې په ۱۹۰۸ کې بلغاریې له عثماني امپراطوري استقلال واخیست او د استریا- هنګري امپراطوري بوسنیا او هرزګونیا د خپلې خاورې برخه وګرځوله.
دغو ماتو د اتحاد و ترقي غلیمانو ته زمینه برابره کړه چې په ۱۹۰۹ کې متقابله حمله وکړي. سلطان ته وفادارو عسکرو او منصبدارانو او ملایانو په شریکه د قومندانانو خلاف شورش وکړ، پایتخت ته راغلل، د اتحادیونو د لرې کېدو او د سلطان عبدالحمید د بیا اقتدار غوښتونکي شول.
خو لږ وروسته د ملي پالو منصبدارانو په مشري پوځي ځواکونه استانبول ته داخل شول او د سلطان عبدالحمید د پلویانو پاڅون یې وټکاوه. پارلمان د سلطان د لرې کېدو فیصله وکړه او د سلطان ورور محمد رشیدالدین یې د هغه ځای ناستی کړ.
په ۱۹۰۹ کې د سلطان عبدالحمید د حکومت په نسکورېدو سره د عثماني سلطانانو واقعي نقش او قدرت ختم شو، ځکه په عمل کې د دولت واګې د اتحادیونو په لاس کې شوې. په دې بهیر کې د اتحادیونو درې تکړه رهبران راڅرګند شول: انور پاشا، جمال پاشا او طلعت پاشا، چې په ورپسې کلونو کې د هېواد د څپڅپاند سیاسي ډګر واک ورسره و.
سره له دې چې اتحاد او ترقي ډلې سلطان عبدالحمید لرې کړ خو یو شمېر نورو لیبرالانو ورباندې دا نیوکه وکړه چې هېواد باید له روسیې او نورو لویدیځو قوتونو سره پوځي مخالفتونه ونکړي، څو په دې ډول د لا زیاتو خاورو له لاسه وتلو ته لاره اواره نه شي.
دغه اختلافونه په ۱۹۱۱ کې چې ایټالیا په لیبیا حمله وکړه، لا زیات راڅرګند شول. په داسې حال کې چې لیبرالانو ویل چې د ایټالیا د یرغل په مقابل کې باید مقاومت ونه شي، اتحادیونو فیصله وکړه چې د لیبیا د دفاع لپاره چې د عثماني امپراطوري برخه وه، عسکر واستوي او جګړه وکړي. په جګړه کې بری د ایټالیایانو شو او نه یوازې لیبیا بلکې په اروپا کې ځینې نورې خاورې هم د عثماني امپراطوري له ګوتو ووتې. خو انور پاشا یوه داسې جګړه پیل کړه چې په هغې کې یې د بلغاریا ځینې برخې ونیولې او دغه بري زمینه برابره کړه چې اتحادیون د دولت بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.
د جرمني ساخت جهاد
په ۱۹۱۴ کال کې چې عثماني سترواکي د جرمني او استریاـ هنګري سترواکي په پلوۍ د بریتانیا، فرانسې او روسیې په خلاف لومړي نړیوال جنګ ته ودانګل، په استانبول کې د قدرت څښتنان په دې پوه شول چې عثماني سترواکي لوی قمار وهلی دی او دا خطر پکې شته چې په جګړه کې ماته به د عثماني امپراتوري د پای په معنا وي. یوازې له هېواده بهر حګړې د ترکانو د اندېښنو لامل نه وې. د « ترک جوړونې» سیاستونو هم د عربو او ارمنیانو په څېرد امپراتوري غیرترک قومونه ناراضه کړي وو، تر دې حده چې بالاخره د بریتانیا په مرسته «ستر عربي انقلاب» رامنځ ته شو او دغه راز د ارمنیانو خلاف توند و تېز چلند د ډېرو زیاتو ارمنیانو د وژنې باعث شو. د دې لپاره چې بریتانیا او فرانسې د حملو ځواب وویلی شي، ترکانو او د هغوی جرمنو متحدانو د یوې داسې وسیلې د کارولو فیصله وکړه چې د استانبول د مقاماتو له نظریاتو سره یې بېخي اړخ نه لګاوه.
هغوی د جهاد بلنه پیل کړه او د بریتانیا او فرانسې په مستعمرو کې یې له مسلمانانو وغوښتل چې د استعمارګرو خلاف او د عثماني خلیفه په ملاتړ دې قیام وکړي. په پای کې دغو هڅو څه ګټه ونه کړه او عثماني امپراطوري په ۱۹۱۸ کې په جګړه کې پوره ماته شوه. د لومړي نړېوال جنګ فاتحان تیار وو چې «د اروپا د ناروغ سړي» خاورې په میراث کې یوسي. دوی ان د جګړې په کلونو کې هم په دې باره کې ځینې موافقې سره کړي وې چې ډېره مهمه پکې په ۱۹۱۶ کې د سایکس- پیکو معاهده وه. د دې معاهدې په اساس د عثماني قلمرو ځینې خاورې د بریتانیا، فرانسې او روسیې تر منځ وېشل کېدلې.
اتاتورک
په نړیوال جنګ کې له ماتې وروسته چې اروپایي پوځونه استانبول ته ننوتل او د اتحادیونو مشران وتښتېدل، عثماني دولت او شپږم سلطان محمد چې د ورور له وفاته وروسته، څو میاشتې مخکې پاچا شوی و، د جګړې د بریالي لوري د فیصلو نتیجو ته کتل او انتظار یې کاوه چې څه به ورپېښېږي.
دغه وخت په عثماني خاورو کې د لویدیځو پوځونو د شتون خلاف د ناسیونالیستو ترکانو یو حرکت راپیدا شو چې د عثماني قلمرو د عرب مېشتو سیمو له بېلېدا سره یې کار نه درلود خو د هغو سیمو هیڅ ډول وېش ورته د منلو نه و چې اکثریت اوسېدونکي یې ترکان وو. د دغه حرکت مشري یوه پوځي قومندان کوله. دغه سړی چې د راتلونکې ترکیې په جوړولو کې یې لویه برخه لرله، مصطفی کمال نومېده او په ورپسې زمانه کې د اتاتورک په نوم مشهور شو.
ځوان مصطفی کمال د عثماني پوځ د یوه منصبدار په توګه په لیبیا کې له ایټالیایانو سره وجنګېد او د لومړي نړیوال جنګ په وخت د ګالیپولي په جګړه کې بریالیتوبو ډېر مشهور کړ.
د نړیوال جنګ په پای کې عثماني حکومت د پوځي قوتونو د رخصتولو حکم وکړ. مصطفي کمال دغه حکم د منلو ونه باله او دغه دریخ یې د دې سبب شو چې ناسیونالیست ترکان یې په خوا کې ودرېږي. مصطفي کمال اتاتورک په ۱۹۱۹ کې د متفقینو او عمثاني دولت تر منځ د معاهدو په مخالفت کې یو حرکت پیل کړ، د انقرې ښار یې ونیو او انقره یې د خپلو فعالیتونو په مرکز بدله کړه.
په ۱۹۲۰ کې د سان ریمو کنفرانس او د سیورس معاهدې د نتیجو په اساس، د سوریې او لبنان قیمومیت فرانسې ته او د فلسطین، اردن او عراق قیمومیت انګلستان ته وسپارل شو. د اناتولي سیمې د ځینو برخو کنټرول ارمنیانو او کردانو ته ورکړ شو او په دې ډول د عثماني ترکیې تجزیه اوج ته ورسېده.
که څه هم غیرتورک ډلې له دې ویشه خوښې وې خو د بریتانیایي مورخ یوجین روګان په قول، ترکانو ته د عثماني د هغه لویې امپراطوري یوازې یوه وړه برخه، په مرکزي اناتولي کې، چې نورو نه وه پکار، پاته شوه. د عثماني دولت له خوا د سیورس معاهدې منلو اتاتورک او ناسیونالستان قهرولي وو.
له بلې خوا په استانبول کې له سیاستوالو سره اندېښنه وه چې که سیورس معاهده رده کړي، هسې نه بل جنګ ورباندې وتپل شي او بل ځل ماته به د استانبول د لاسه ورکولو په معنا وي.
په همدې وجه له عثماني سیاستوالو سره د ترکو ناسیونالستانو او اتاتورک اختلاف زیات شو او خبره دې حد ته ورسېده چې په استانبول کې یوې پوخي محکمې د اتاتورک د اعدام غیابي فیصله وکړه.
له بلې خوا په همدې وخت کې د اتاتورک تر امر لاندې پوځونو په قفقاز کې د ارمنیانو، په کیلیشیا کې د فرانسویانو او په اناتولي کې د یونانیانو خلاف په جګړو کې لویې سوبې وکړې. تر ۱۹۲۳ کال پورې د ترکو قوتونو فتوحات د دې سبب شول چې د اتاتوک دريځ لا پیاوړی شي. دغه راز له ده څخه هغو استازو ملاتړ کاوه چې ډېر کلونه مخکې ټاکل شوي او په انقره کې دېره وو. انقره اوس په استانبول کې له دولت سره د رقابت په مرکز بدله شوې وه.
د سلطنت پای
په دې ډول د ترکانو بریالیتوبونه د انقرې د مقاماتو په ګټه او د استانبول د دولت د بې اعتباره کېدو په بیه تمامېدل. اتاتورک په انقره کې د پارلمان ریاست ته رسېدلی و او ملګرو یې غوښتنه کوله چې خلیفه دې د یوه مذهبي سیمبول په توګه پاته او سلطنت دې د سیاسي قوت په توګه ختم شي.
بریتانیایي لیکوال اندرو مانګو د اتاتورک ژوند لیک په نوم کتاب کې د اتاتورک هغه خبرې راوړې دي چې د سلطنتي حکومت د خاتمې په اړه یې پارلمان ته کړې وې:«په یوه مدرن او متمدن حکومت کې به د ترکیې خلک لا پیاوړي وي او د اشخاصو او افرادو خیانت به یې د هویت او انسانیت د احساسولو خنډ نه ګرځي. له بلې خوا د خلافت بنسټ به د اسلامي دنیا له روح او ضمیر سره مرکزي پیوند وساتلی شي.»
په دې ډول د ترکیې پارلمان د ۱۹۲۲ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د عثماني سلطنت ړنګېدل خو په عثماني کورنۍ کې د خلافت پاتېدل په دې شرط تصویب کړل چې پارلمان به د خلیفه د انتخاب حق لري. البته ځینو استازو له دې فیصلې سره مخالفت وکړ.
وروسته بیا د نویو تحولاتو په جریان کې، شپږم سلطان محمد د خپل سر د امنیت په اړه اندېښنه وښوده. انګرېزانو دی او د ده د کورنۍ غړي او ځينې شاوخوا کسان یوې بریتانیایي بېړۍ ته ولېږدول چې د ۱۹۲۲ کال د نومبر په اوولسمه له ترکیې روانه شوه.
د شپږم سلطان محمد له وتلو وروسته، پارلمان د هغه د تره زوی دوهم عبدالمجید خلیفه وټاکه. اتاتورک ټینګار کاوه چې نوی خلیفه دې د لوړې په مراسمو کې د پټکي او چپن یا هر ډول پوځي لباس په ځای، عصري جامې، کرتۍ او پطلون، واغوندي.
د خلافت پای
د ۱۹۲۳ کال په جولای کې لوزان تړون لاسلیک شو چې د اوسنۍ ترکیې بڼه پکې انځور شوه. د هماغه کال په اکتوبر کې په ترکیه کې د ترکیې جمهوریت اعلان شو او اتاتورک د جمهوري ریاست مقام تر لاسه کړ. په دې ډول اتاتورک د ترکیې تر ګردو ستر سیاسي مقام واګې په لاس کې واخیستې او دوهم خلیفه عبدالمجید په استانبول کې په خپل قصر کې، بې له دې چې هیڅ ډول قدرت ولري، وخت تېراوه.
خو داسې ښکاري چې دغه حالت هم د اتاتورک په زړه نه اوارېده. د ۱۹۲۳ کال په دسمبر کې د ترکیې ورځپاڼو د هند د مسلمانو مشرانو یو لیک خپور کړ چې به هغه کې د ترکیې له حکومته غوښتنه شوې وه چې د خلیفه مقام او موقعیت وساتي. د اتاتورک پلویانو دغه لیک د ترکیې په چارو کې د لاس وهنې کوشش وباله. اتاتورک پر دوهم عبدالمجید نیوکه وکړه چې « د پخوانو سلاطینو په لاره روان دی او د خارجي هېوادونو له سفیرانو سره رابطه ساتي.»
د ۱۹۲۴ کال د مارچ په اوله اتاتورک په پارلمان کې په خپله وینا کې وویل:« که د سیاسي وسیلې په توګه له اسلامه استفاده بنده شي، د اسلام اهمیت به لا زیات شي.»
په پارلمان کې د اتاتورک پلوي استازو د ۱۹۲۴ کال د مارچ په دریمه د اوقاف وزارت د ختمېدو، د متحد تعلیمي نظام د جوړېدو او د خلافت د ړنګېدو درې طرحې وړاندې کړې.
د هغه وخت عدلیه وزیر د دغو طرحو په ملاتړ وویل چې« خلافت د سیاسي قدرتونو د لرلو په معنا دی او اوس چې سیاسی قدرت ورسره نشته نو خلافت ته اړتیا پاته نه ده.»
پارلمان درې واړو طرحو ته مثبته رایه ورکړه او دوهم خلیفه عبدالمجید د مارچ په څلورمه له ترکیې وتلو ته مجبور شو.
خو اتاتورک چې دوه کاله پخوا یې ویلي وو چې د خلافت مقام به په سمبولیک ډول پاته وي، ولې د خلافت د ختمېدو فیصله وکړه؟
ډاکتر بشیرنافي د خلافت د ختمېدو په اړه په خپلو څېړنو کې دې نتیجې ته رسېدلی دی چې که څه هم د هند د مسلمانانو لیک مهم و خو د اتاتورک اقدام له دغه لیک سره چندان تړاو نه لري، بلکې ډېر تړاو یې د اتاتورک له خپلو غوښتنو او تمایلاتو سره و. دی روڼاندی و او پخوا لا د مدرنې روڼاندي د غورځنګ ملګری شوی و او عثماني خلیفه ورته د هېواد د کمزوري اصلي لامل ښکارېده. په دې سربېره اتاتورک هڅه کوله چې د ترکیې د جمهوریت د تشکیل په هماغه ابتدا کې لا ناسیونالستان لاسبري وساتي.
د خلافت له ختمېدو وروسته د اسلامي نړۍ ځینو مشرانو لکه د مصر پاچا ملک فواد او د مکې امیر، شریف حسین، هڅه وکړه چې د سیاسي مقصدونو لپاره دغه بنسټ راژوندی کړي خو بریالي نه شول.
د خلافت تاریخ ته چې اوس ګورو دې نتیجې ته رسېږو چې د خلافت په اړه د رهبرانو او قومندانانو خبرو، او حتا د هغوی خبرو چې په رشتیا یې د مسلمانانو د یووالي په اړتیا باور و، د هغو مسلمانانو له لید او نظر سره سمون نه خوړ چې په خلافت یې عقیده لرله. د اکثرو شاهانو او سلاطینو لپاره خلافت مازې یوه وسیله وه چې خپل حکومت ته دیني مشروعیت ورکړي.