Home+یوه بله تر غږ چټکه الوتکه وازمویل شوه

یوه بله تر غږ چټکه الوتکه وازمویل شوه

تاند – د ستراتو لنچ (Stratolaunch) په نوم د هوافضا کمپنۍ په لومړي وار د هایپرسونیک الوتکې د الوتنې ازمېښت وکړ.

د انترسټینګ انجینیرینګ ویبپاڼې د راپور له مخې، دا الوتکه یا الوتونکې وسیله، چې (Talon A-1) نومېږي، له یوې بلې الوتکې (Roc) څخه راووته او د کلیفورنیا پر سواحلو یې پرواز وکړ.

د دې الوتکې سرعت ۵ ماخو (Mach number) ته، چې د غږ د سرعت برابر دی، ورسید.

دې الوتکې له پلان سره سم الوت بشپړ کړ او په سمندر کې کښته شوه.

په هغه ازمېښت کې چې د ۲۰۲۳ په مې میاشت کې وشو، (Talon A-1) الوتکې یوازې پر اوبو کې یې حرکت وکړای شو.

له دې کبله دا تازه ازمېښت د ستراتولنچ لپاره یوه مهمه بریا ګڼل کېږي.

دا په امریکا کې تر غږ د چټکې الوتکې څویم ازمېښت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...