Homeخبرونهد چین سیالیو ته د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړو سفر

د چین سیالیو ته د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړو سفر

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه)د  پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږۍ د پاریس سهمیه کسب سیالیو د ګډون په موخه چین ته روانه شوه.

د طالبانو تر واک لاندې یو شمېر رسنیو ویلي، چې دغه سیالۍ به د شپږو ورځو په مخه د چین په لینان ښار کې وشي، چې د افغانستان له لوري به پکې دوه لوبغاړي او یوه روزونکی برخه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به د کب پر ۲۴مه پیل او د راتلونکي کال د وري پر لومړۍ نېټه به پای ته ورسیږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، افغان ورزشکاران لا هم په نړیوالو سیالیو کې خپل ګډون ته دوام ورکوي، چې ځینې وخت له ښو لاسته راوړنو سره بېرته هېواد ته ستنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...