جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ملا حنفي ادعا؛ ۲ کلن اقتصادي پرمختګ مو په ۴۰ کلن...

د ملا حنفي ادعا؛ ۲ کلن اقتصادي پرمختګ مو په ۴۰ کلن تاریخ کې بې ساری دی

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي مدعي دی، چې د دوی د رژیم دوه کلن اقتصادي پرمختګ، په تېرو ۴۰ کلونو کې بې ساری دی.

هغه، دغه ادعا د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او ورسره پلاوي سره لیدنه کې کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، دوی د ترانزیټي پروژو په ځانګړي ډول کاسا-۱۰۰۰، ټاپي او د افغان ـ ټرانس ریل پټلۍ پروژو په څېر، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره وصلوي، د پلي کېدو په هڅه کې یوو.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې د ځمک پېژندنې، کانونو، کرنې، د اوبو سرچینو او د مزار شریف او د اوزبیکستان د سرخان دریا ولایتونو ترمنځ د ګډو کارخانو جوړولو په برخو کې د خپلو تجربو شریکولو ته چمتو دی.

نوموړي څرګنده کړې، د افغانستان د وړاندیز اړوند په مزار شریف کې د امام بخاري (رح) د مدرسې جوړولو په موخه د اوزبیکستان له لوري د تخنیکي څېړنو پړاو پیل شوی دی.

د طالب مقام یاده ادعا په داسې مهال ده، چې افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین له امله نژدې هره ورځ د نړیوالو سازمانونو او رسنیو د سرټکی وي.

د بې کارۍ،اقتصادي ستونزو او نورو بشري ستونزو له امله د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته میلیونونه افغانان له هېواده وتو ته اړ شوي.

3 COMMENTS

  1. دا اوس معلومه نه ده چی نړېوال اقتصاد پوهان د اقتصاد په تعرېف نه پوهېږی او که حنفی سېب اقتصاد ته بل کوم نوی تعرېف ورکړی دی. فکر نه کوم که د اقتصاد تعرېف دومره مغلق وی، خو که لنډه ېې وواېم د ښه اقتصاد لرونکی ملتونه په نس ماړه او د ضعېفه اقتصاد خاوندان همېشه وږی او د ژوند اړتېاوی په ډېره سختۍ پوره کوی. اوس دی نو حنفی سېب وګوری چی د بهرنېو هېوادونو څخه هره مېاشت څومره بلا عوضه مرسته کېږی.

  2. ملا او اقتصاد: د ملایانو په اقتصاد کی خلک ټول په تیښته کی دی. ځینی کورنیو خو لا خپل ماشومان هم خرڅ کړل. ډیری افغانان همدا اوس د تداوی لپاره پاکستان ته په سرحدونو کی پراته دی او حتی پیش لدی چی تر پنجابی ډاکټره ځان ورسوی د سرحد په خط کی ساه ورکوی. هلمندی او کندهاری خویندی او میندی خو د سپین بولدک په کرښه کی بی عزته هم شوې. ملا صیب کوم اقتصاد؟
    یو وار ښار ته راووځه چی څومره ګدایګر د سړکونو په سر ګدایی کوی. کارونه مو ټول خیټورو ملایانو ته ورکړی چی اکثرآ یی سواد نلری بیا چغی وهی چی همشموله حکومت مو جوړ کړی، لعنت دی پر دی حکومتداری شه ـ تر اوسه خو چی وینو هر څه یو خیال پلو دی که خوش تپه ده یا چور او چپاول د معادنونو ـ

  3. بهترینه ترقی او پرمختګ دی چی د روژی مبارکې میاشت کې د روژه ماتی او پیشلمی کی برق نشته او په ۲۴ ساعتونو کی یواځی ۱-۲ ساعت برق وی هغه هم هغه وخت،چی کله خلک په خواږه خوب ویده وی.
    بی نوم او بی هویت وطن تری جوړ شو
    خالد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب